اصف بهاند

د غــــــــواص د کــــــال وبـــــا

خــــدای دې مـــــه راولــه بــیــا

اکــوړ خـیـل مـې پـه کې ومـړل

لـــوی هـــلـــک مــــــرد و نـسـا

بـخـتـنـاک خـان مې پـه کې ومړ

مـــــــور یـــې هــــم بـوتـلـه وبا

یــــــو هــــلــک یــې و راپـاتـې

ورپـــسې شــــــــو ژر پـــــنــــا

چـــا تــــه ژاړم لــــه دې غـمـه

ســود مـــې کـــــــــم دی د ژړا

لـــــور په لــور پـه دا لـمبو کې

عــــالـــــم پــــروت پـه واویــلا

تــــــر دکــنـــه تــــــر کـــابــلـه

راخـــــــــوره شــــــــوه دا بــلا

(خوشحال خان خټک)

لکه دا اوس چې د «کووید ۱۹» وبا ټوله نړۍ او ټول بشریت تر تهدید لاندې رواوستی دي، دغسې د خوشال بابا په زمانه کې هم دې ته ورته کوم وژونکی ویروس چې هغوی وبا بلله، پیدا شوی و او په لکونو انسانان یې د ګور تیارو ته ورښکته کړي وو.

خوشال بابا د یوه داسې قلموال او شاعر په توګه چې د خپلې کورنۍ غړي یې هم همدې وبا او همدې بلا د ګور تیارو ته ښکته کړي و، د زړه له درده د شعر په  ژبه د هغې وبا حالت او بشریت ته، د ده کورنۍ ته یې د سر تاوانونه رسولي وو. خوشال بابا هغه حالت د وبا د خپرېدو او بېرته ورکېدو، له نـېـټو سره په خپله یوه قصیده کې بیان کړی دی. 

خوشال بابا د وبا خپرېدو او بېرته وکېدو نېټې په خپله یاده قصیده کې داسې ښوولې ده:

د «غـــواص» د کــــال وبـا

خــــدای دې مــه راولــه بـیا

*****

کال «حصغ» شو وبا ولاړه

هـــم عـسرت کـړه راتـه شـا

په پاسنیو دوو بیتونو کې خوشال بابا د وبا د راتگ او بېرته ورکېدو نېټې د ابجد په تورو سره ښودلې دي. په لومړي بیت کې د «غـــواص» په کلمه کې د وبا راتگ نېټه چې یو زر او اوه نوی (۱۰۹۷ هـ ق) کال کېږي او په دویم بیت کې د «حصغ» په کلمه کې د وبا بېرته ورکېدو نېټه، چې یوزر او اته نوي (۱۰۹۸ هـ ق) کال کېـږي، ځای پر ځای کړې ده. د ابجد په تور د پاسنیو نېټو استخراج داسې کېـږي:

غواص: 

غ ــ ۱۰۰۰

و ــ ۶

ا ــ ۱

ص ــ ۹۰

چې د ټولو مجموعه کېـږي یورز او اوه نوي (۱۰۹۷هـ ق)

دغه راز «حصغ»:

ح ــ ۸

ص ــ ۹۰

غ ــ ۱۰۰۰   

چې د ټولو مجموعه کېـږي یورز او اته نوي (۱۰۹۸هـ ق)

بشریت به په هغه وخت کې د داسې یوې وبا د مخنیوي او درولو له پاره دومره پوهه، تجربه او امکانات نه درلودل، لکه اوس یې چې لري. اوس له دومره امکاناتو سره او د علم او تکنالوژۍ په دې پرمختللي عصر کې «کوید ۱۹» ته بشریت تقریباً په ګونډو شوی دی، په هغه وخت به څه حال و او څنګه به یې هره ورځ په زرګونو انسانان د مرګ کومې ته ورپورې وهل.

خوشال بابا د هغه وخت د وبا حالت د شعر په ژبه د یوې لنډې قصیدې په قالب کې ترسیم کړی دی چې ټول درویشت (۲۳) بیتونه دي، چې د ده  د کلیاتو د قصایدو په برخه کې راوړل شوې ده.

(د خوشال کلیات، د زاهد مشواڼي اوډنه، د ۲۰۰۵ کال چاپ،  ۳۷۷ مخ)

د خوشال بابا دا قصیده د دکلمې په بڼه زمزمه شوې ده چې په یوتیوب کې یې ویدیو لیدلای او اورېدلای شئ. 

خوشال بابا په دې قصیده کې د ټولو خلکو د تباهي یادونه کوي: خپل خیل (اکوړ خیل) یادوي، ښځې، نر، لوی واړه، خپل اولادونه، لمسیان او…

د دې وبا په راتګ سره د خوشال بابا ځوان درویشت کلن زوی چې بختناک نومېده، مړ شو. دغه راز د بختناک مور او او یو یې هم زوی وبا ووژل. دغه راز د خوشال بل لمسی سرفراز خان چې د سعادت خان زوی و، هم مړ شو چې په همدې قصیده کې یې خوشال یادونه کړې ده. د خوشال بابا یو بل لمسی هم په همدې زماني واټن کې تلف شوی دی چې هغه معظم خان نومېده او د بهرام خان زوی و.

د ډېرو مالوماتو له پاره وګورئ: 

(هېوادمل زلمی سرمحقق، ننگیالی د زمانې، د افغانستان د فرهنگي ودې ټولنه ـ جرمني، ۲۰۰۱ م کال، ۱۵۲ ــ ۱۵۳ مخونه) 

دا هم د خوشال بابا بشپړه قصیده چې د خپل وخت د وبا حال یې په کې بیان کړی دی:

د غــــــــواص د کــــــال وبـــــا

خــــدای دې مـــــه راولــه بــیــا

اکــوړ خـیـل مـې پـه کې ومـړل

لـــوی هـــلـــک مــــــرد و نـسـا

بـخـتـنـاک خـان مې پـه کې ومړ

مـــــــور یـــې هــــم بـوتـلـه وبا

یــــــو هــــلــک یــې و راپـاتـې

ورپـــسې شــــــــو ژر پـــــنــــا

چـــا تــــه ژاړم لــــه دې غـمـه

ســود مـــې کـــــــــم دی د ژړا

لـــــور په لــور پـه دا لـمبو کې

عــــالـــــم پــــروت پـه واویــلا

تــــــر دکــنـــه تــــــر کـــابــلـه

راخـــــــــوره شــــــــوه دا بــلا

پــــــه لــکــونـــو عــالـــم ومـړ

چــې ښــارونــــه شـول صـحرا

اول قـــحـــط بـــیــــــا وبــــا وه

پـــه هــــر لـــــوري وه غــوغـا

ســــرفـــــــراز د ســــعـــادت و

ښـــه لــمـسی مــــې و زیــــبـــا

هـــم حـافــظ د درسـت قــرآن و

هـــم پـــــه خــــط و بــې هــمـتا

د ښــکـــار سـپـــی یـې و ساتلی

لـــیـــونـــی شـــو بـــــې غـوغـا

لاس یـــــــې وروړ بــې خـبــره

چـــې ګــــــاڼـــه یـې خـپـل اشـنا

دی یــې وچـیـچــه پــــــه لاســو

لا عـــــــلاج شـــــــــــــو لا دوا

پــــه دا کـــال لـــه مـا قـضـا کړ

پـــه ارمـــــان، ارمـــــان جــــدا

کـــال «حصغ» شـو وبــا ولاړه

هـــــم عـسرت کــــړه راتـــه شا

بــــــارانــــــونــــه دي ورېـږي

ودانــــــي شــــوه پــــــــه دنــیـا

نـــه تـل غـم وي نـه ښـادي وي

وار پـــــــه وار وي هـــغـــه دا

پـــه هــر حـال شکـر بـایده دی

چــې بــــد تــــره نــــه شـــي لا

اوس څــه غــم د عـالمګـیر دی

چــې عـــالـــم یــې کــړ رســوا

د وبا غونــدې زر ورک شوای

بــل یــو ښــه شـوای را پـــیــدا

یــو خـــوشال دا دعــا نــــه کـا

درست جـــهـــان کـــا دا دعـــا

اجـــابــــت بــه یــــې زر وشي

کـه د خــدای وي پــرې رضــا

(د خوشال کلیات، د زاهد مشواڼي اوډنه، د ۲۰۰۵ کال چاپ،  ۳۷۷ مخ)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *