تاند، یکشنبه، د حوت ۲۵مه: د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، په ایران کې تر دې دمه ۱۰ تنه افغانان د کورونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته وویل ایران د کوروناویروس له امله مړه شوي کسان په قرنطین کې خاورو ته سپاري.
خو هغه زیاته کړه، د اکثرو په اړه یې خبر او اطلاع رسونه نه کېږي او وزارت هم تر اوسه دومره معلومات ترلاسه کړي دي چې شاوخوا ۱۰ تنه افغانان د کورونا ناروغۍ له په ایران کې مړه شوي دي.
ښاغلي بلخي وویل چې تر اوسه په ایران کې په کوروناویروس د اخته افغان کډوالو کره شمېره معلومه نه ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې د ک.روناویروس په ناروغۍ د اختهو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار تاند ته ویلي چې دا ناروغان ټول له ایران څخه راغلي دي.
نوموړي ویلي، په ایران کې د کوروناویروس په پراخېدو سره افغانستان ته د کډوالو د بېرته راستنېدو کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر هم وایي چې هره ورځ تر ۱۵زره افغان مهاجر د کورونا په ویروس د اخته کېدو له ویرې له ایران څخه خپل هېواد ته راستنېږي.
د دغه وزارت د شمېرو په اساس دا مهال په ایران کې ۲.۵ میلیونه افغانان ژوند کوي.