مسعود احمد ناصر
شالید
د ۲۰۱۹ میلادی کال په ورستیو کی کرونا وایروس ناروغی/ COVID-19 د لمړی ځل لپاره د چین هیواد اوهان ښار د غوښی پلورلو په یوه مارکیټ کی را منځ ته شوه او بیا وروسته یی نوری نړۍ ته سرایت وکړ چی اوسمهال د نړۍ د ۱۷۰ څخه ډیرو هیوادونو کی خلک پدی مهلک وایرس اخته شوي دې ، د ارقامو په اساس پدغه وایروس د اخته کسانو شمیر د مارچ میاشتی تر شپږ ویشتمی نیټی ( ۰۲:۴۳ بجو، له غرمی وروسته) پوری ۴۷۸،۳۳۱ تنه او د مړو شوو کسانو شمیر ۲۱،۵۲۴ تنه ښودل شوي چې د مړینی سلنه یې شپاړلس اټکل شوې ده.
د روغتیایی نړیوالو بنسټونو د معلوماتو په اساس د دی وایروسی ناروغی عمده نښی عبارت دی له شدیدی تبی، ټوخې، ساه لنډي، ځان درد، او ستونی درد څخه. یاده دی وی چی تر اوسه پوری یی کوم مشخص او موثره واکسین ندی کشف شوی خو ویل کیږی چی دغه چاره کافی وخت ته اړتیا لری، او کوښښونه پری روان دې.
د مړه شوو اشخاصو د تر لاسه شوو معلوماتو په اساس دغه وایروس تر ډیره بریده هغه خلک خپل هدف ګرځوی چی د بدن دفاعی سیستم یی ضعیفه وي لکه د ډیر عمر لرونکې خلک او یا هم هغه خلک چی د اوږدمهاله ناروغی مخینه لری.
د دغه وایروس څخه د مخنیوې لپاره لازمه ده چی د ورځی ډیر ځلي لاسونه په صابون او پاکو اوبو پریمینځو، د نورو خلکو څخه فاصله وساتو (باالخصوص د هغه خلکو څخه چی د دی وایروس نښی نښانی پکی بریښیږی)، د ټوخی کولو په وخت کی خپله خوله د یوه دستمال یا څنګل په واسطه ونغاړو، او یا هم د ماسک څخه ګټه پورته کړو.
دغه ناروغي باید جدی ونیول شی د هیواد د روغتیا وزیر داکتر فیروزالدین فیروز د ا ټکل په اساس ممکن په هیواد کی ۸۰ سلنه خلک په دغه وایروسی ناروغی اخته شی چی په پایله کی به ۱۱۰،۰۰۰ خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي چی دا یو لوی ناورین بلل کیدای شی.
د کرونا وایروس پر وړاندی زموږ فردی مسولیتونه
د ټولنی د یوه مسولیت پذیره شخص په حیث مونږ ته لازمه ده چی داسی کړنې تر سره کړو چی خپل ځان، کورنی، ټولنه، هیواد او بیا نړۍ له دی وایروسي ناروغۍ څخه تر ممکن حده پوری وژغورو. لازمه ده چی مونږ خپل لاسونه بار بار په صابون او پاکو اوبو پریمینځوو او یا د عفونی ضد مواد استعمال کړو، د ټوخی او یا پرنجې پر مهال خپله خوله د یوه دستمال یا څنګل پواسطه و پوښو، او د شدیدې تبې، زکام، ستونې درد، ځان درد، ساه لنډي او ټوخې حس کولو په صورت کی باید ژر تر ژره داکتر ته مراجعه وکړو. که چیری د کرونا وایروس زمونږ په بدن کی مثبت ثابت شو نو لازمه ده چی د بدن دفاعی سیستم قوی کولو لپاره لازم غذایی موادو څخه استفاده وکړو، تشویش ونکړو او باالاخره ځان قرنطین کړو تر څو نور خلک پدی وایروسی ناروغی اخته نکړو.
د دی تر څنک د بی ځایه ګرځیدنو، غیر ضروری جلسو او فزیکی تماس څخه مخنیوی وکړو او کم تر کمه باید تر یو متر پوری له نورو خلکو فاصله وساتو.
د کرونا وایروس پر وړاندی د محلی حکومت او مرستندویه ادارو مسولیتونه (د دی لیکنی مهمه برخه)
لکه څرنګه چی دغه وایروسی ناروغي ورځ تر بلې په نړۍ او په خاص ډول ګران هیواد کی مخ په ډیریدو دی په هیواد کی د هرات په ګډون ځینی نور ولایتونه هم قرنطین شوي دې او په ګرځیدو بندیځونه لګول شوي نو محلی حکومت او مرستندویه ادارو ته هم لازمه ده چی د موجوده منابعو په کارولو سره د اګاهي پروګرامونو تر څنګ د غذایی توکو لازمی مرستی هم تر سره کړی، او په دي مرستو کی د ټولني غریب او بیوزله خلکو ته لمړیتوب ورکړی. زما په آند لاندنی اقدامات تر سره شی، که له پخوا څخه پیل شوی وې باید
په لمړې قدم کی باید په نرخونو باندی کنترول وساتل شی
او په با قاعده ډول د نرخونو د بی مورده اوچتیدو او احتکار څخه مخنیوي وشی تر څو خلک وکولای شی د ژوند لمړنې ضرورتونه پدی سختو شرایطو کی پوره کړی، د دی ترڅنګ دا چی افغانستان یو وارداتي هیواد دی نو کوښښ وشي چی په وارداتي توکو بندیز ونه لګول شی څو بازار ته د جنسونو عرضه کمه نشی او نرخونه ثابت وساتل شی.
په دویم قدم کی باید د خلکو په راټولیدو باندی بندیز ولګول شي
تر څو د دی وایروس د خپریدو څخه په محیط کی مخنیوی وشی
په دریم قدم کی باید د کاروبار لرونکو وګړو لپاره د یوی ربعی مالیات معاف شی څو وکولای شی خپل کاروبار ته ادامه ورکړی
په څلورم قدم کی باید د ټولنی د تر ټولو غریبو او نا توانه خلکو لستونه د شفافیت د اصل په نظر کی نیولو سره ترتیب شی چی په دغه لست کی د بیوزله خلکو شهرت، د کورنی د غړو شمیر، تیلفون شمیرې او آدرسونه شامل وي په ولسوالیو کی دغه کسان کیدلای شی چی د کلیو د مشرانو لخوا په ګوته شي او په ښارونو کی ورځ مزدوران، کراچی وانان، خیرات ټولونکې… د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره همغږي په پام کی ونیول شی، دا اقدام ځکه مهم دی چی که چیري خدای مکړه دغه ستونزه نوره هم جدې شی او ښارونه یو په بل پسی قرنطین شی نو هغه څوک چی د ورځ مزدورۍ څخه خپل کور ته نفقه برابروی هغوی به څه خوری؟
حکومت او د ټولني مالداره خلکو ته لازمه ده چی خپلی مرستی وغزوي، پورته ذکر شوي کسان په ګوته کړی، او د کورنۍ شمیر ته په کتلو سره د اوړو، غوړیو، بوره، او چای مناسب مقدار هره اوونې اړو کورنیو ته وویشی.
زه مطمین یم د دغه کار په کولو سره کولی شو ټولنیز عدالت تامین کړو، د جرمونو او جنایتونو مخه ونیسو او په ټوله کی خپل مسولیت ادا کړو او د یوه لوی بشري ناورین مخه ونیسو کوم چی ممکن د کرونا وایروس، فقر او بی وزلۍ له امله رامنځ ته شی.
مسعود احمد (ناصر)
۲۷ مارچ ۲۰۲۰