تاند (پنجشنبه، د حمل ۷) په افغانستان کې د کورونا د وبا له کبله نن دوه تنه په هرات کې مړه شول چې ورسره په دې ناروغۍ د مړو شمېر ۴ تنو ته ورسېد.
د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس عارف جلالي ملي ټلویزون ته ویلي دي چې یوه ۵۰ کلنه ښځه تازه په دې ناروغۍ مړه شوژ ده. دوهمه پېښه هم نن په هرات کې وشوه.
د هرات د حوزوي روغتون د انتاني څانګې مسوول ډاکتر محمد ابراهیم بسیم وویل چې یو تن ۳۸ کلن ځوان د هرات ښار د کورونا لپاره د شیدايي په ځانګړي روغتون کې نن ماسپښین سا ورکړه.
د ښاغلي بسیم په وینا دا ځوان له بریتانیا څخه هرات ته راغلی و.
ډاکتر بیسم وايي چې د دوو تنو نورو ناروغانو حال هم ښه نه دی.
له دې وړاندې هم په هرات کې یوه ښځه او په بلخ کې یو سړی پر کورونا وایرس د اخته کیدو له امله مړه شوي وو.
اوس مهال د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۸۴ تنه پر کورونا وایرس اخته دي چې ډیرې پیښې یې په هرات کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې اوس مهال ۲۸ تنه په کورونا وایرس اخته هغه کسان دي چې په وایرس د ککړ هېواد ایران د سفر سابقه لري او له دې منځه یې ۲۳ تنه یې په هرات کې دي.
د لوګر ولایت چارواکو اعلان کړی چې سبا به د دې ولایت مرکز پل غلم ښار قرنطین وي او په ښار کې به دواپاشل کېږي.
کندهار بیا اعلان کړی چې د شنبې له ورځې به د خوراکي موادو او درملو له پلورنځیو او درملځیو پرته ټول دوکانونه بند وي او خلک به هم اجازه نه لري چې بې ضرورته له کورونو راووځي.
https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/147135
په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې له تېرو څو ورځو راهیسي په ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د وروستیو معلوماتو پر اساس د کورونا وایرسو تر ټولو عامې نښې دا دي:
په سلو کې ۸۸ کسانو تبه، ورپسې ۶۸ سلنه وچ ټوخی، په سلو کې ۳۸ ستوماني، په سلو کې ۳۳ بلغم، په سلو کې ۱۹ ساتنګي، په سلو کې ۱۴ د ستوني درد او په سلو کې ۱۵ د ځان درد لرلی دی.
یوازې په سلو کې له ۴ تر ۵ اسهال او خواګرځي لرلې ده.