تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: د سوداګرۍ او صنایعو خونې  په هېواد کې یې د تېلو او ګازو بیې ۲۰ سلنه راټیټې کړې او نوې نرخنامه یې ورته ټاکلې ده.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند  امین بابک تاند ته دغه خبره تایید کړه او وايي، د نوې نرخنامې له مخې به پټرول یو لیتر په ۳۵ افغانۍ، یو لیتر ډیزل په ۳۸ او یو کېلو مایع ګاز به په ۳۸ افغانیو پلورل کېږي.

نوموړی وايي، تر اوسه یو لیتر پټرول له ۴۱ څخه تر ۴۵، یو لیټر ډیزل به ۴۵ او یو کیلو ګاز په ۵۰ افغانۍ پلورل کېدل، خو له دې وروسته به دا بیې شل سلنه کمې وي: (( نوې نرخنامه چې ما تاسو ته وویله، له پرون راهیسې پلې شوې او ټول پلورونکي باید پرې عمل وکړي.))

   دا په داسې حال کې ده چې د کورونا بحران له کبله په ټوله نړۍ کې د تېلو او ګازو بیې رالوېدلې دي او امریکا کې خو یې بیه صفر ته رسېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *