ځينې خلک کورونه ابادوي، خو ځينې خلک بيا ښارونه ابادوي، چې نومونه يې تر عمرونو پورې د خلکو په ذهنونو کې بيا ژوندي وي او هر سړى يې بيا يادونه په ډېر درناوي کوي.
نو هغه خلک، چې خپل هېوادونه ابادوي، هغوى د تاريخ په پاڼو کې تل تر تله ژوندي وي، کوم خلک چې خپل کورونه ابادوي، هغوى هم د هېواد په ابادۍ کې برخه اخلي، ځکه چې څومره ډېر کورونه ابادېږي، هماغه هومره ورسره هېواد ابادي مومي، خو کوم خلک چې بيا ښارونه ابادوي، هغه د سلو سر وي او چرته کلونه کلونه پس داسې خلک زېږي، چې هغوى بيا يواځې د ځان د ابادۍ فکر نه لري، بلکې د هېواد او د ولس د ابادۍ فکر لري او شپه او ورځ د همدې لپاره هلې ځلې کوي.
ابادي؛ يواځې پنځه توري دي، چې ډېر په اسانۍ په خوله ويل کېږي، خو يوه کوټه، يا يو کور چې هم چا د ځان لپاره اباد کړى وي، نو بيا هغه ته د ((ابادۍ)) مانا معلومېږي، ځکه چې ابادي څومره په ګرانه کېږي، دا هغه خلکو ته مالومه ده، چې چا څه ابادي کړي وي، نو چې يو کور او يوه کوټه دومره په ګرانه ابادېږي، نو فکر وکړئ چې ښار به څومره په ګرانه ابادېږي؟
خو؛ په دې هېواد کې مېړني هم شته، چې هغوى ښارونه اباد کړي دي او په تاريخ کې يې خپل نومونه خوندي کړي دي، چې ځينې مېړني پکې اوس هم شته او لګيا دي، شپه و ورځ د ولس د ابادۍ لپاره کارونه ترسره کوي.
په لغمان ولايت کې تراوسه پورې ډېرى شمېر واليان تېر شوي دي. د افغانستان هرې دورې په دې ولايت ځانګړى اثر کړى دى او د مرکز سره چون تړلى ولايت دى، نو په مرکز کې چې هر ډول حالات راغلي دي، په لغمان يې اغېز شوى دى. د جهاد په وخت کې هم لغمان يو مهم ځاى و، خو د سولې په وخت کې هم لغمان يو مهم ولايت دى.
خو؛ تر ټولو زيات ظلم چې له لغمان سره شوى دى، هغه دا دى چې په لغمان کې چا ابادۍ او انکشاف ته پاملرنه نه ده کړې، که په مرکز او يو شمېر نورو ولايتونو کې ډېره ابادي او انکشاف ترسره شوى دى، خو لغمان ته بيا چا هغه پاملرنه نه وه کړې، کومه چې ورته اوس کېږي.
لغمان ته چې کله عبدالجبار نعيمي د يو خادم په حېث راغى، نو د لغمان مهمې، ارزښتناکې او بنسټيزې پروژې يې معلومې کړې، په دې لړ کې يې د لغمان د بېلا بېلو قشرونو سره ناستې وکړې، پلانونه يې جوړ کړل، تلاشونه او هڅې يې وکړې او په وروستيو کې په دې وتوانېده، چې د لغمان په مهمو او بنسټيزو پروژو کارونه پيل شي.
د سراج تاريخي کلا او بڼ:
د سراج تاريخي کلا او بڼ د لغمان لپاره ځانګړې پېژندګلوي لري، دا کلا د امير حبيب الله خان پر وخت کې په ډېر عصري ډول جوړه شوې وه، خو په هېواد کې د څو لسيزو په جنګونو کې دا کلا په کنډواله بدله شوې وه، چې آن خلکو ترې د تشناب کار اخيست. کله چې لغمان والي کلا په خپله له نږدې وليدله او د لغمان ولس هم ترې په بيا بيا غوښتنه وکړه، نو نوموړي په دې لړ کې خپل ځانګړي تلاشونه پيل کړل.
د لغمان والي په ځانګړو هڅو په سراج تاريخي کلا کې له ١٠٧ کلونو وروسته د بيارغونې کارونه پيل شول، اوس مهال په سراج تاريخي کلا او بڼ کې پنځه پروژې روانې دي، چې ټوله بڼه يې بدله شوې ده، اوس دې کلا او بڼ ته هر مازيګر د لغمان وګړي د چکر لپاره ورځي، دلته لوبې کوي او خپل دخوښيو وخت پکې تېروي. همدا راز له نورو ولايتونو څخه چې هم څوک راشي، نو لومړى د سراج کلا او بڼ ليدو ته سر وښکاروي.
د سراج تاريخي کلا او بڼ په هماغه پخوانۍ بڼه بېرته جوړېږي، تر څو تاريخي ارزښت يې له منځه لاړ نه شي، په هره برخه کې ځانګړي متخصص خلک ورته ګمارل شوي دي او هر کار يې په ډېر دقت او د تاريخي اسنادو پر بنياد ترسره کېږي. د کلا او بڼ پخوانۍ نقشې ته په کتلو سره په کلا کې کار روان دى او د هغه وخت هر څه په هماغه ډول راويستل کېږي او بيا په هماغه پخواني ډول جوړېږي، تر څو تاريخ يې هم خوندي شي.
کله ګوش
د اپرېل په مياشت ٢٠١٦ز کال کې د کله ګوش د اوبو او برېښنا د بند سروې پيل شوه.
د لغمان خلکو پرله پسې د دې بند د جوړولو غوښتنه کوله او د ولايت مقام د هڅو او تلاشونو وروسته، د ولسمشر محمد اشرف غني له هدايت سره سم د کله ګوش د برېښنا بند لومړنۍ سروې، د تخنيکي ارقامو راټولولو او د نقشې اخيستو چارې د اوبو او انرژۍ وزارت د يو تخنيکي ټيم له لوري پيل شوې.
د دې بند د جوړولو غوښتنې له تېرو شپاړسو کلونو کېدې، خو تراوسه پورې څوک نه و توانېدلي، چې په دې لړ کې خپلې هڅې ترسره کړي.
د کله ګوش برېښنا بند د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند د شینګل په سیمه کې واقع دى، چې د افغانستان د لومړني ولسمشر شهید سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال پلان شوی و.
د اټکلي سروې له مخې، دغه بند له ۱۲ نه تر ۱۷ میګا واټه پورې د برېښنا د تولید او دغه راز د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
ښاغلى نعيمي وايي، چې د کله ګوش برېښنا بند جوړولو لپاره به خپلې ټولې هڅې او تلاشونه ترسره کوي.
وطن ګټو برېښنا بند
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په هڅو او تلاشونو د وطن ګټو د برېښنا د بند لومړنۍ تخنيکي سروې بشپړه شوه.
د وطن ګټو د برېښنا بند د جوړېدو ځای د الیشنګ ولسوالۍ ښکلې دره ده چې اوس هم دلته د الیشنګ څپاند سیند بهېږي، د معلوماتو له مخې د دغه بند پر جوړېدو شاوخوا شپیته میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې تر جوړېدو وروسته به له ۴ څخه تر ۸ میګاواټو پورې د برېښنا د تولید ظرفیت ولري، په جوړېدو سره به یې په ختیز زون کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي، په زرګونه جریبه دولتي ځمکه به د سېلابونو له خطره وژغورل شي، کرنیزې ځمکې به په منظمه توګه خړوبې شي او په زرګونه کسانو ته به کاري زمینې برابرې شي.
د دې برښنا بند د سروې له تکميلېدو وروسته، اوس لغمان والي عبدالجبار نعيمي په دې هڅو او تلاشونو کې دي، چې د دې بند د جوړېدو چارې ډېر زر پيل شي او نه يواځې دا چې لغمان، بلکې د ټول ختيځ لپاره د پرمختګ نوې دروازې پرانيستل شي.
شاهي کانال
شاهي کانال د لغمان ولايت لپاره يوه بله ډېره مهمه پروژه ده، چې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په هڅو او تلاشونو يې يو ځل د سروې کار پيل شو، خو د ځينو ستونزو له وجې د دې مسير بدل شوى دى او په نږدې وخت کې به د دې دويم ځل سروې هم پيل شي او د لغمان د ولسونو د کلونو کلونو ارمان به ډېر ژر پوره شي.
د شاهي کانال په بشپړېدو سره به له شل زرو څخه تر پنځه ویشت زرو هکتارو زیاته ځمکه خړوبه شي او په دې سره به د کرنيزې ودې ترڅنګ د چاپيریال ساتنې په بهتر والي کې هم د پام وړ ښه والی راشي.
شاهي کانال د الینګار ولسوالۍ اړوند د سندروا کلي څخه پیلیږي، د الینګار سیند د شمال لوېدیځې برخې څخه سرچينه اخلي او د خپل مسیر په اوږدو کې د سوېل پر لور د الینګار ولسوالۍ اړوند زیاتې خاره ځمکې د شختري، سلطان غازي بابا او مهترلام بابا دښتې تر پوښښ لاندې راولي.
دا د لغمان لپاره بنسټيزې او مهمې پروژې دي، چې په ترسره کولو سره به يې نه يواځې دا چې په لغمان کې د خلکو ژوند بدل شي، بلکې لغمان به هم يو پرمختللى ولايت شي، په ختيځ زون کې به لغمان ډېر اهميت پېدا کړي. همدا راز په لغمان کې په دې لړ کې هم هڅې روانې دي، چې د ختيځ زون په کچه يو لوى هوايي مېدان جوړ شي، چې د دې جوړېدو سره به بيا په ټول ختيځ کې لغمان يو ځانګړى ولايت وي.
له دې پرته په ولايت کې ملي پارک، د کرکټ لوبغالى، سړکونه، لوى روغتون، د ادارو لپاره ودانۍ، کلينيکونه، کانالونه او نور ډېر زيات کارونه روان دي، چې ډېرى کارونه يې سر ته رسېدلي دي، ډېرى کارونه همدا وخت روان دي او د لغمان والي په هڅو په لغمان کې نورې ډېرې بنسټيزې پروژې هم راروانې دي.