يوه لويه هندواڼه مې راوشکوله.
له لرې ځايه چا غږ کړ: اى… اى… والکه، مه شکوه… ورک شه.
له هماغه ځايه بل ځوان غږ کړ: غټ سړى يې، ته نه شرمېږې چې غلا کوې.
د دې خبرو په اورېدو مې بله هندواڼه هم راوشکوله… .
بيا راپسې غږ شو: والکه په خبره نه پوهېږې، دا څه کوې، درته وايم مه يې شکوه… .
غرررر شو، چې له هماغه ځايه يې يوه تيږه راخوشې شوه، له ګوزاره بچ شوم، سملاسي مې له خپل چاله کار واخيست، ځان مې له ګوزار سره سم په لښتي کې خطا کړ.
هغوى رامنډې کړې… يوه لاس راواچاوه، کوښښ يې کاوه، چې وار راباندې وکړي، خو ګوري چې ساه راکې نشته.
د دې سړي نور ملګري هم راورسېدل، له لښتي يې رااوچت کړم، هر څومره کوښښونه يې چې وکړل، هېڅ يې دلاسه پوره نه شول… ټول حيران شول، چې دا مو څه وکړل، دا خو پر تيږه هم نه دى لګېدلى او مړ شو.
کټ يې راوړ، يو پکې خپل څادر خور کړ، دپاسه يې پرې زه واچولم، لږه شېبه وروسته يو ماشوم له لاندې کلي بالښت هم راوړ او سرته يې راته کېښود.
ها هو جوړه وه، چا به څه ويل او چا څه… بېلابېلې خبرې کېدې… کېداى شي پر زړه يې حمله راغلې وي… کېداى شي له وېرې يې زړه چاودلى وي… .
يو څو نور ځوانان هم راورسېدل، ښه رانېږدې شول، ويې پېژندم، ويې ويل: دى خو زموږ د چم ګلنب دى، هلۍ… هلۍ… ژر کوئ… چې کلي ته يې وېسو.
زموږ تر کلي نېږدې دوه درې پاوه وخت مزل و، څو سپين ږيري رامخکې شول… يوه پکې له خپل سره پګړۍ راښکته کړه، په کټ پورې يې کلک وتړلم، بيا يې ځوانانو ته د پورته کولو اشاره وکړه.
اوو-اتو ځوانانو مې کټ ته اوږه ورکړه، ټول پرېشانه او خپه روان وو، په ټوله پرې د خاموشۍ څادر غوړېدلى و، يو نيم ځاى کې چې چا به د جنازې کټ له لرې وليد، رابه غى او له جنازې سره به يو ځاى روان شو، په لاره کې به يې له بل ملګري سره پس پسک پيل کړ، چې څوک دى، څنګه مړ شو؟ چېرته مړ شو؟… .
کله چې د خپل چم هټيو ته ورسېدو، زموږ د کور تر کوڅې لا لس پينځلس دقې مزل پاتې و، چې نېغ په کټ کې راکېناستم.
غږ مې وکړ: ودرېږئ! دا څه کوئ؟ زه مو چېرته روان کړى يم.
ټول ګوته په خوله شو، د ځينو پکې له وېرې ويښته نېغ ودرېدل، د هندواڼو خاوند رنګ لا هم الوتى و، له ډاره تک زېړ شوى و.
بيا مې غږ: کوز مې کئ، خبرې مې لکه چې نه اورئ.
د هندواڼو خاوند ته مې برند برند وکتل، ومې ويل: خداى دې بېخ وباسه! په يوه هندواڼه دې زړه چاودېده، چې دا دې ياد وي، بيا به داسې نه کى.