سرليکنه\ اداره
د کوشنیانو د نړیوالې ورځې(نومبر۲۰) لپاره:
ماشومان که د مشرق یا د مغرب دي
د ژړا او د خندا انداز یې یو دی
رحمت شا سایل
موږ د خپلو بحرانو او بدمرغیو د سم تشحیص او عواملو د دقیقې پېژندنې علمي هڅه نه کوو، همدا علت دی چې د درېیمې زریزې په برېښنایې دوران کې هم ډېر وروسته پاته ژوند کوو، نورو ته اړ یو او د روغې ورځې مخ نه شو لیدلای.موږ زیاتره ډېرو خرافاتي او بې اهمیتو پدېدو ته زښت ډېر اهمیت ورکوو او په تا ویل و ما ویل وختونه خاورې کوو خو د انساني ژوندانه په پخو بنسټو پسې بیا سر نه ګرځوو. په رسنیو او په تېره بیا خواله رسنیو( فیسبوک) کې که وګورو نو زموږ ځوانان به ووینو چې هسې لکه د ګور چنجي یو بل به سره خوري او په داسې فضولو مسایلو کې به له یو بل سره په کج بحثي بوخت وي چې یو واقعاً بامسؤلیته انسان یې په لیدلو او ویلو وجداناً ځورېږي خو زموږ زلمیان او ډېره بده لا دا چې باسواده نسل به داسې پکښې غرق وي، ته به وایي دا یې دنیوي و اخروي رسالت دی، مګر کله چې مو بیا د ژوند بنیادي مسله وي هېڅوک هم سر نه په ګرځوي، مثلاً: د کوشنیانو د حقونو کنوانسیون په ۱۹۸۹– کې تصویب شو او د نوامبر شلمه د ملګرو ملتو له خوا (د کوشنیانو نړیواله ورځ) ونومول شوه.تېره پنجشنبه د دغه کنوانسیون د تصویب ۲۵- مه کلېزه وه او دغه لمانځنه په ټوله دنیا کې په شاندارو مراسمو سره وځلول شوه، خو یوازې افغانستان و چې له ګوتو شمېر دولتي او مدني څېرو له یادونې پرته یې په رسنیو کې انعکاس ډېر پیکه وو، د خواله رسنیو ځوانانو په دې باب هېڅ بحث ونکړ او نورې رسنۍ هم د جنګ جګړو، مرګ ژوبلو، جنسې تجاوزو او نورو ورانیو او منفي خبرو څخه د دغې حیاتي مسلې انعکاس ته فارغې نه شوې.ښایي د دې سرلیکنې یو شمېر لوستونکي هم فکر وکړي چې( بدلون) اونېزې د یوه ګوند د سیاسي او جدي خپرونې په توګه کوشنیانو ته د توجه خبره راپورته کړې ده، دومره لویه دعوه او دومره کوشنۍ مسله؟
هو! ټولې جدي او بامسؤلیته رسنۍ او د خواله رسنیو هوښیار او رسالتمن څېړونکي، شنونکي او لیکوال باید په افغانستان کې د ژوند د بنسټ (کوشنیانو) د وضعیت په باب مسلسل فعالیتونه روان وساتې، ځکه:
لکه څنګه چې په انساني ژوندانه کې هر فعالیت او پرمختګ د یوه پلان او بنسټ له مخې ممکنېدای شي، نو خپله انساني ژوند هم یو اساس لري چې دا بنسټ یې د ټولنې کوشنیان دي؛ کله چې یو څوک غواړې یوه پنځوس پوړېزه ودانۍ جوړه کاندې نو دا خو هر څوک اسانه پوهېږي چې باید تهداب یې د همدغو پنځوسو منزلو په تناسب پوخ او کلک واچوي؛ ټیک په همدغه ډول که یوه انساني جوړه غواړې اولاد وزېږوي طبعاً چې تر پنځوس، شپېته یا اویا اتیا کاله پورې یې نه یوازې د ژوند کولو بلکې د نېکمرغ، هوسا او ګلورین ژوند هیله لري، نو باید د هغه د کلونو په تناسب یې د ژوند بنسټ ورته جوړ کړي، چې بنسټ یې په همدغه کوشنیوالي کې له زېږېدو څه چې آن تر زېږېدو مخکې ایښوول کېږي، یو پوه وایي چې له کوشني زېږيدو څخه شل کاله مخکې باید د هغه د روزنې امکانات برابر کړه شي، ښایي دا مقوله په اول نظر مبالغه ښکاره شي مګر واقعیت دا دی چې د ماشوم ژوند ته توجه همدومره ضروري ده، له بده مرغه موږ له خپلو وړو سره داسې چلن کوو لکه د بل کال ژوندانه هیله چې یې نلرو ځکه چې د هغه د سمې روزنې لپاره نه یوازې پلان نلرو بلکې خپلو اطفالو ته په داسې سپکه سترګه ګورو ته به وایي چې د سر دښمنان یې یو؛ موږ د خپلې ناپوهۍ له مخې له خپلو ګلالیو او بېچاره اولادو سره په ناآهاګانه توګه د ټولو هغو اصولو، مقرراتو آن دینې احکامو مخالف چلن کوو چې په نوره دنیا کې پلې کېږي او موږ هیڅ په پوهیږو نه. کوشنیان په رواني و فزیکي لحاظ نازک او کمزوري وي او د مشرانو د مهربانۍ اصولي توجه ته سخته اړتیا لري خو بدبختانه زموږ په ټولنه کې دغه معصوم او ماشوم مخلوقات سپکېږي، محرومېږي په اروایي لحاظ ځپل کېږي، په بې اهمیته سترګه ورته کتل کېږي، پر خبرو، آزادو حرکاتو، لوبو، د نظر پر ښکاره کولو یې بندېزونه لګول کېږي، ناانساني او قانون ضد چلن په اخلاقي ارزښتو کې شمېرل کېږي، خو د کوشني روزنې لپاره علمي اصولو ته د هېچا پام نه دی، پام څه چې په دې باب د نورو خبرې او توجه هم ریشخند راته ایسي؛ نو په دغسې جاهلانه کړو- وړو سره موږ خپل واړه په ذهني لحاظ سخت ځپو، د ذهني ځپنې په نتیجه کې فزیکي وده هم سستېږي، د جسمي ودې سستیا بېرته پر ذهن، حافظه، استعداد او ټول رواني نظام باندې خاص ناوړه تاثیرات پريږدي، بله خطرناکه دا چې د دغو کوشنیانو لا شعور د عقدو په یوه خطرناک ګودام بدلېږي، کله چې دوی د خپل واک و اختیار برید ته رسېږي نو له بلا جسمې- رواني کمزورتیاوو او ناروغیو سره لاس و ګریوان وي، نه یوازې خپله نارمل ژوند نلري چې لا د ټولنې د اوږو بار او ګواښ وي، که د لویو جنایتکارانو، خاینانو، قاتلانو او نورو بېلارې وګړو ژوند د اروایي- ټولنېزو متخصصانو له خوا سم وڅېړل شي، نو منشاء به یې خامخا د کوشنیوالي په دوران کې له هغوی سره په اصولو ضد سلوک کې ومېندل شي.په نوره دنیا کې د لویو ظالمانو، سخت زړو او بشري حقونو پایمالوونکو پر ژوند دغسې تحقیقات شوي او دغسې علمي نتایج ځنې تر لاسه شوي دي.زموږ ټولنه چې هم د هر ډول جنایاتو ښکار ده، عوامل یې همدغه د ماشومتوب د دوران غیرمعیاري او بشرضد شرایط و امکانات دي چې زموږ نوي نسلونه د انسانیت سمې لارې ته له ور سیخېدو څخه راګرځوي.
په افغانستان او ټوله دنیا کې د کوشنیانو د سمې روزنې او جدي توجه په هیله!