سرليکنه\داره
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۵) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۳۰\ ۱۳۹۴
د کورنۍ د نړیوالې ورځې (می ۱۵– مې) لپاره:
د می۱۵– مه د ملګرو ملتو له خوا ((د کورنۍ ورځ)) په نوم نومول شوې؛ ښایې تر بل هر ځای په افغاني ټولنه کې د دغې ورځې لمانځنه او پر اړوندو مسایلو یې پراخ علمي بحثونه ډیر ضروري وي دا ځکه چې زموږ په هیواد کې د نورو هراړخېزو ستونزو تر څنګ یوه هم د افغاني کورنۍ دودیز جوړښت او په هغه کې د ناتمامو ربړو شتون دی او ممکن بل هر اجتماعي پرابلم به مو له همدغه فامیلي ساختاري مشکله سرچینه اخلي.
زموږ په ټولنه کې کورنۍ تر ټولو کوشنی ټولنیز واحد دی، ځیني ټولنپوهان دا واحد پر دوو څانګو ویشي:
۱– هسته یې کورنۍ، چې له مېړه، ماندینې او اولادو څخه جوړي وي.
۲– پراخې کورنۍ، چې پر مېړه، ماندینه او اولادو سربېره نور نسبي خپلوان لکه مور، پلار، ورور، خور او ټول نژدې د ویني شریک دوستان پکښې شاملیږي.
په افغانستان کې زیاتره کورني نظامونه د پراخو کورنیو په شکل رغېدلي دي.
کورنۍ د تاریخ په بهیر کې د بېلابېلو انساني اړتیاوو پر اساس رامنځته شوي او د انساني جامعې په تکامل کې یې بنسټیزه ونډه لرلې ده؛ په بشري ټولنه کې د کورنیو مهمه ونډه دا ده چې د مختلفو ضرورتو د پوره کولو، نسل زېږ او پرمختګو لپاره لارې پرانیزي خو دا خبره باید زده کړو چې پراخ کورنی نظام د دودیزو او وروسته پاتو ټولنو ځانګړنه ده، هغه ټولنه چې له مدني ارزښتو سره ناآشنا وي، قانونمنده نه وي، پر ډیموکراټیکو پایو یې استحکام موندلی نه وي او ډیرې اړتیاوې یې له قانوني، مدني او حکومتي چینلو څخه نه پوره کیږي نو د ځان ساتنې، خپلو حقونو دفاع او اړتیا پوره کولو لپاره مجبوراُ د کورني نظام سنګر ته پناه وړي.
په پسمانده ټولنو کې رواجونه راج چلوي خو په مدني، موډرنو او پرمختللو هغو کې یو واحد اساسي قانون پر مدني او ډیموکراټیکو اساساتو حاکم وي.
په دودیزو جوامعو کې یوه کورنۍ مجبوره ده چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره د خپل بشري کمیت ډیرښت ته زیاته توجه وکړي ځکه دوی د خپل ږغ اورېدو لپاره کوم عادلانه و قانوني ادرس نه ویني نو باید کورنی مورچل یې په کمي لحاظ ځواکمن و پیاوړی وي چې څوک یې ناموس و کرامت ته د کږو کتو جرئت ونکړي، همدا علت دی چې په افغاني معاشره کې اولاد زېږولو ته ډیر اهمیت ورکول کیږي، خاصتاُ نر اولاد خو بیا بېخي یو حتمي و حیاتي ضرورت ګڼل کیږي ځکه پر دې سنتي اصل ټول تکیه کوي چې نرګاړی د ګټي– وټې وي، د کورني حیثیت ساتنې لپاره بحث و جنجال کولای شي، خپل حقونه خوندې کولای شي او د خپل فامیلي حریم د امنیت لپاره جنګ و مرګ- ژوبله هم کولای شي، پر همدې اساس په افغاني ټولنه کې له بده مرغه په کورنیو کې تر کیفیت کمیت لازمي ګڼل کیږي، په دې معنا چې فقط اولاد ډېر شي، نور يې نو د تعلیم وتربیې، ذهني ودې او فکري انکشاف په کیسه کې هم نه وي؛ د نوو مدني پرمختیاوو تجربه ده چې د ډېرو اولادو سمه روزنه، مشکله څه چې ناممکنه ده او د اولاد ډېرښت مسله بیا زموږ په بېوزلو کورنیو کې د فاجعې په حد کې ده ځکه هماغه د دودیز کورني نظام د وجودي منطق له مخې غریبې کورنۍ لا ډېره بېره لري چې که یې بچیان ډېر نه وي نو له هرې خوا به د سیالانو او دښمنانو له خوا وهل کیږي، د هیچا سترګه به نه ځنې سوځي او خړ سېلاب به یې وړي.
عجب پاراډاکس خو دا دی چې په افغاني ذهن کې اولین حریف اکا او د اکا زوی دی، د دغې خوني رشتې لپاره د تربورګلوۍ اصطلاح کارېږي او تربور د دښمنۍ سمبول دی خو په قانونمندو، مدني او عصري ټولنو کې ټول بشري ژوند د قانون پر اساس استحکام مومي، هیڅوک د چا پر حقونو تېری نه شي کولای، د هر چا مدني، بشري او اساسي حقونه له هر ډول تجاوز څخه خوندي وي، یوه کورنۍ اړه نه وي چې د ځان ساتنې او ټولو اړتیاوو پوره کولو لپاره خامخا پر کورنۍ کلکه تکیه وکاندي نو دلته کورنۍ هسته یې بڼه لري، مېړه و ماندینه د خپل توان او مدني معیارو مطابق هغومره اولادونه زېږوي چې د هراړخیزي روزني تر عهده یې وتلای شي او دې نتېجې ته رسېدلي وي چې څومره اولاد لږ وي نو له یوې خوایې په تعلیم و تربیه پسې ښه رسېدای شي اوله بله اړخه یې بېلا- بېل جسمي و ذهني فشارونه وغمونه کم وي.
څرنګه چې کورنۍ د ټولنې واحد دی نو هر څومره چې دغه واحد پر علمي و مدني اساساتو استوار وي نو په هماغه تناسب به یو خو خپله کورنۍ له هر مصیبته مصؤنه، آرامه او خوشحاله وي او بل به عمومې اجتماع د روغو کورنیو د مجموعې په توګه له سرتاسري امن، ثبات او عامه سوکالۍ و ښېرازۍ څخه برخمنه وي.
نو په افغاني ټولنه کې د یوه مثبت هراړخیز (سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، فرهنګی و فکري) بدلون لپاره د ودان افغانستان ګوند پیام دا دی چې:
د نفوس په حساب کوشنۍ کورنۍ، د نوې زمانې پر ولسواکو، مدني او علمي بنسټو جوړې شوي کورنۍ او په سټنډرډ ښوونې و روزنې سمبالې کورنۍ د افغانستان د دایمي سولې و ثبات، برېښنایېز پرمختګ او پردیو له هر ډول اړتیاوو او تړلتیاوو څخه د ژغورنې حتمي ضامنې دي!
راځئ چې د خپل زمان په دغه رمز سر خلاص کړو او د بشري عروج په رازو ځانونه پوه کړو!!!