خالد تکل

فردي ازادي د هر انسان حق دی، خو که د الهي او مدني قوانینو پر خلاف هر انسان یو عمل تر سره کړي، نو مجرم دی او باید سزا وګوري. کله چې یو څوک د قانون خلاف عمل کوي، نو دا جرم دی او چې مجرم ته سزا ورکول کېږي، نو دا طبیعي ده چې ازادي به يې صلب کېږي.

انسان که هرڅومره پوه، ځيرک، هوښیار او د مثبت فکر څښتن وي، خو که ازاد نه وي، له خپل ټول قوت او جوهره به داسې ګټه وانه خلي لکه څه ډول چې ترې خلک تمه کوي او دی ځان تر نورو ښه ارزوي.

ازادي ده چې انسانان د عروج څوکو ته رسوي، که زموږ د ټولنې انسانانو په هره برخه کې متوازنه ازادي لرلای، نن به موږ هم هغه څوک وای، چې له نورې نړۍ سره به مو سیالي برابره وه، خو دلته چې سواد عام نه دی او خلک د افراط او تفریط ښکاري شوي دي، د منځلارېتوب لورې ته هڅول او دعوت کول ورته هسې بکواس ښکاري.

په یوه ځانګړې برخه کې استعداد او وړتیا د انسان په فطرت کې پر شتون سربېره ډېر ریاضت او تمرین هم غواړي چې د کمال درجې ته ورسېږې، خو که د انسانانو د فطري غوښتنو مخه ډب کړو او پرې نه ږدو چې دی کمال ته ورسېږي دا ممکن ده او زموږ د ټولنې ډېر خلک له خپلو فطري غوښتنو محروم کړای شوي دي. مګر هغه څه چې د انسان په فطرت کې موجود دي او شتون لري، د هغې سرچینه ختمول او هغه له منځه وړل دا هغه وخت ممکن دي، چې د یوه انسان ژوند ختمه کړې او هغه ووژنې.

په افغانستان کې د زده کړو پر وړاندې ګڼ او بېلابېل خنډونه شته دي او له څو کلونو هڅو او خوارۍ وروسته بیا هم په بشپړ ډول له منځه نه دي تللي. زده کړې ته د خلکو نه لېوالتیا (په ځانګړې ډول د نجونو) د ناامنۍ له کبله د ښوونځیو تړل کېدل، د ښوونځیو کموالی، د ښوونکو نشتوالی، د ښځینه ښوونکو کموالی، د زده کړې لپاره ناسم چاپېریال، د نامسلکي ښوونکو کموالی، د درسي موادو ټیټ کیفیت او ورته نورې هغه ستونزې دي چې په افغانستان کې د پوهنې بهیر ننګوي.

ټولنیز کولتوري محدویتونه، ناسم رواجونه او خرفاتي عقيدې نور هغه څه دي چې د ټولنې د روښانه راتلونکې د جوړونې په پار ټوکېدلي استعدادونه يې وژلي دي. ګټه په ارزښت کې ده، هر څومره چې یو شی ډېر ارزښت ولري، هماغومره يې ګټه ډېره وي. موږ ته چې د یو شي ارزښت تعریف شي، نو هڅه مو دا وي چې دا ګټه ترلاسه کړو، خو د دې ګټې په ترلاسه کولو کې هومره چټک او چست نه یوو، لکه څومره چې ورته حوصېږو.

وايي چې یو زلمی سقراط ته ورغی، ورته ويې ویل: ته لوی انسان یې، زه هم غواړم لوی انسان شم. په ژوند کې د بري راز په څه کې دی؟ سقراط ورته وویل: سبا د سین غاړې ته راشه، هورې به دې پوه کړم.

زلمی په سبا د وعدې ځای ته ورغی، سقراط ورته وویل: راځه سین ته ننوځو.

د سین منځ ته چې ورسېدل، اوبه د زلمي تر ستونې ورسېدې. دغه وخت سقراط ناڅاپه زلمی تر څټ ونیو او د هغه سر يې په اوبو کې ننویست. زلمي زور وواهه چې سر هسک کړي، خو د سقراط له پیاوړیو لاسونو يې ځان خطا نه کړای شو. شېبه نیمه پس يې زلمی پرېښود، هغه د سر له را اوچتولو سره سم ژوره سا راکښله.

سقراط ورته وویل: په اوبو کې چې وې تر ټولو لویه غوښتنه دې څه وه؟

زلمي ځواب ورکړ: هوا مې غوښته

سقراط ورته وویل: کله چې په ژوند کې کامیابي په دومره شدت وغواړې لکه په اوبو کې چې دې هوا غوښته، نو کامیاب به شې. بري ته رسېدل او په لوی انسان بدلېدل بل راز نه لري.

له هر پلار او د کورنۍ له مشرانو سره دا هیله او ارزو وي، چې اولادونه يې لوی انسانان شي او په ژوند کې د بري راز ومومي، خو برعکس بېرته ځیني پلرونه او مشران د خپلو اولادونو د پرمختګ او د لوی انسان جوړېدو ارزو وژني او مخه يې ډب کوي.

زموږ پلرونه زموږ د پرمختګ او بریا لپاره دعاګانې کوي، خو زموږ پلرونه لا هم د نجونو د تعلیم مخالف دي او دا د ځان لپاره شرم او له خپله رواجه لرې کار ګڼي.

پښتانه د شرم او د نورو د پېغورونو پر وړاندې د غبرګون له داېرې راويستل پکار دي. ګودر ته په اوبو پسې د لور لېږل شرم نه ګڼو او ښوونځی ته د لور لېږل شرم ګڼو! ګودر ته د نجلۍ تګ راتګ بېلارېتوب نه ګڼو او ښوونځي ته د لور تګ د بېلارې کېدو وسیله ګڼو!

موږ پخپله ځان د نورو د مسخرو او ملنډو کړی دی، که په دې دوران (۲۱مه پېړۍ) کې ښوونځي ته د لور د نه پرېښودو لپاره دا منطق وایو، چې ګوندې بېلارې کېږي او ګودر ته د تګ او په کروندو کې کار د بېلارۍ وسیله نه ګڼو، نو بیا خو په موږ پسې د نورو مسخرې او ملنډې باید وزغمو، ځکه موږ خپله ځان داسې تمثیل کړی چې نور راباندې وخاندي او موږ جاهل او بدبخته معرفي کړي.

که موږ غواړو چې نورو ته ځان متمدن او علم پروره خلک معرفي کړو، نو پکار ده چې د خپلو پلرونو او نیکونو په خانۍ او سپاسالارۍ بېځایه ونه ویاړو او پخپله خپل ځان د نورو د سیالۍ جوګه کړو.

نن سبا چې فردي ځواک او وړتیا څومره مطرح ده هماغومره د پلرونو او نیکونو د خانۍ او سردارۍ پسې څوک ډېر سر نه وړي.

که په موږ کې سواد، په خاصه توګه د نجونو تعلیم عام شي، نو موږ بیا په واقعي مانا د نورو سره د سیالۍ ډګر ته وتلي یوو او خپله ټولنه به مو له جهالته ژغورلې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *