د Kristeligt Dagblad پنامه ډنمارکۍ ورځپاڼې کې په ۴ / ۷ / ۲۰۱۲ نیټه د انګلستان د ملکې الیزابت د الماسي جواهراتو د نندارتون په هکله د « ملکې جواهراتو ته یوه کتنه » تر سرلیک لاندې یو لړ لنډ مالومات نشر کړي کوم چې د لندن په Buckingham Palace کې پرتخت باندې ددې د کښیناستلو د شپیتمې کالیزي په ویاړ د خلګو د کتلو په موخه جوړ شوی وو . د الماسو پدې کلکسیون کې د ملکې ټول الماس د سر دتاج نه نیولې تر تشریفاتي کریچ ( توره ) پورې چي اړوند زیورات یې ښکلي کوي ، ګډون لري .
څه باندې درئ کاله وړاندی ما ( د کوه نور الماس له کومه راغی او چیرته ولاړ ) تر سرلیک لاندي ددغه نومیالي الماس د تاریخچې او لاس پر لاس کیدو په اړوند په څلورو برخو کی بشپړ مالومات د یوې لیکنې په ترڅ کی نشر کړه چې ددی ډول مالوماتو د مینه والو لخوا د ډیرو ستاینو او په زړه پورې غبرګونونو سره مخ شوه . که چیرې زما دغه لیکنه چا نه وي لوستي او لوستلو ته یی لیوالتیا ولري ، کولای شي په افغان – جرمن سایټ کی یې زما له ارشیف نه ترلاسه کړي .
داچي د کوه نور الماس هم دا ګړی دنوموړې ملکې د الماسي کلکسیون روڼ ستوری دی ، غواړم د کوه نور وروسته ددغه نندارتون په اړوند هم د یادي شوې ورځپاڼې څخه خپاره شوي مالومات د ملکې د نورو الماسو په تړاو تر مینه والو لوستونکو پورې ورسوم او وروسته به « کولینان » نومي د نړۍ تر ټولو ستر الماس لوستونکو ته ور وپیژنم ، خو لومړی دا تاسي او داهم د نوموړې لیکنې پښتو بڼه :
څه د پاسه لس زره ( ۱۰۰۰۰ ) الماسه د سترګګ وهلو مسابقې ته راوتلي دي . سره لدې چی دا الماس په ډیرو کلکو او سختو ښیښئي ویترینونو کې ایښودل شوي ، مګر ددغو وړو او لویو ډبرو څخه وړانګې د وړوکو پروجکترونو پشان دیخوا ها خواته خپریږي . ډیری ددغو الماسو څخه د وړو غوږوالیو نه نیولې بیا د سر تر سترو تاجونو پورې اړوندو توکو ته ښکلا وربخښي او دا ټول د انګلستان په پاچا ملکې الیزابت دویمی پورې اړه لري . سږکال ددې ملکې د پرتخت کښیناستلو شپېتمه کالیزه پوره شوه چې د الماسو د کلکسیون دغه نندارتون یې د نوموړې کالیزې دلمانځلو یوه برخه جوړوي .
پدې نندارتون کې ننداره کوونکي د لومړي ځل د پاره کولای شي د نړۍ ډیر غوره او مشهور الماس له نژدې نه و ویني . دلته کیدلای شي نه یوازې د نړۍ دمشهورو الماسو څخه جوړ شوي زیورات وګورئ بلکه داسي وتلي الماس لکه کولینان الماس Cullinan Diamond چی بشپړ وزن یی ۳۱۰۶ کرات ( قیراط یا قیرات) دی ( د پرتلې په توګه د کوه نور الماس وزن نژدی ۱۰۹ کراته دی . ژباړ ) هم تر نظر تیر کړئ . دا الماس په ۱۹۰۵ کال د کولینان پنامه د جنوبي افریقا د الماسو د یوه کان څخه را وایستل شو چی لس سانتي متره اوږدوالی او نژدې ۶ سانتي متره پسور او پنډوالی یې درلود . کله چي یې د خاورو خټو نه را و ایست ، د کارګرانو سر انجینر اصلا فکر نه شو کولای چي دا به یو رښتینۍ الماس وي ځکه یې نو د کړکۍ نه بهر و غورځاوه خو وروسته یی اصیلتوب ثابت شو . کولینان الماس په ۱۹۰۷ کال د انګلستان پاچا ادوارد اووم ( Edward VII ) ته دده د زیږیدنې د ۶۶ کالیزې په ویاړ سوغات ورکړل شو . پسله دې نه پرنوموړي الماس باندې پر وړو ټوټو باندي د پری کولو په موخه کار پیل شو چی پایله یی له هغه نه د ۹ دانو سترو الماسو او پوره ۹۶ وړو بریلیانتونو ترلاسه کیدل وه ( کله چی الماس حکاکي او غمۍ ورڅخه جوړ شي نو د بریلیانت پنامه یادیږي . ژباړن ) . لومړی دوه غټ الماسه یې د برټانیې د جواهراتو په شاهي تاج کې ځای پرځای شول . پاته ۷ دانې یې دهغه وخت د ملکې ماري Mary په یوه ګوتمۍ ( انګشترۍ ) ، د سینپ په یوه سنجاق کیدونکي ګل او دغاړې په زنځیر کې و کارول شول . دغه زیورات تر دا اوسه پوري د ملکې الیزابت لخوا هم په ډیر احتیاط سره کارول کیږي . د بیلګې په توګه ملکې الیزابت د دوو غټو الماسو سره د سینې سنجاق کیدونکی ګل د روان ۲۰۱۲ کال د جون د میاشتې په پیل کې کله چي یې دخپلې پاچهي شپیتمه کالیزه لمانځله، د شکرانې عبادت کولو پر وخت پرسینه وهلی وو .
پدغه نندارتون کي هم دملکې د شخصي جواهراتو یوه برخه او هم د شاهي کلکسیون یو شمیر وتلي تاریخي جواهرات د ننذارې دپاره ایښودل شویدي . د نندارتون مسئوله Caroline de Guitaut وایی « نندارتون ښئي چی څنګه په وروستیو درو پیړیو کې برټانیوي شاهانو د الماسي جواهراتو په کارولو سره هم د خپلې واکمنۍ دبدبه ښودله او هم یې پدې کار سره خپله شخصي سلیقه څرګندوله . الماس همدارنګه د صبر او د ژوند د اوږدوالي سره تړاو لري ځکه نو د علیاحضرتې ملکې الیزابت د پرتخت کښیناستلو د شپېتمې کالیزي په ویاړ ددې نندارتون پرانیستل یوه ډیره پرځای خبره ده » .
ددې دپاره څو وښئي چې ملکې په څه ډول ددغو الماسي ګاڼو څخه کار اخیست ، یو زیات شمیر الماس د ملکې سره په عکسونو کی ښودل شویدي . یو له تر ټولو ډیر عکاسي شوی الماسي توکی دملکې تاج دی چې په پوستي ټکټونو ، ځینې بانکنوټونو او فلزي سکو کې لیدل کیږي . د ۱۹۵۲ کال را پدې خوا ملکه همدارنګه د پارلمان په پرانیستلو کې دغه تاج پرسر کوي .
الماسي تاج اصلا په ۱۸۲۱ کال د برټانیې د پاچا څلورم جیورج د تاج ایښودلو د ورځي دپاره چي په ډیره عجیبه ډول تر سره شوه ، جوړ شو . هغه وخت لا چي نوموړي پاچا د یوه بخملي خولۍ سره تاج پر سر کاوه ، پدې اړه ډیر فکر نه کیدی . په تاج کی ټولټال ۱۳۳۳ دانې الماسي غمیان کارول شوي دي چی د ګلاب ګل او نور داسي شکلونه ورکړل شویدي چې د انګلستان ، سکاټلینډ او ایرلینډ دودیز سمبولونه ښئي .
په نندارتون کې د هغو الماسو برسیره چې په شاهي کورنۍ کې د ښځو دپاره ځانګړی شویدی یو زیات شمیر نور الماس هم ایښودل شویدي . د بیلګې په توګه دلته داسي شیان هم ایښودل شوي لکه په الماسي غمیانو پوښل شوی دنسوارو دبلی او په الماسو پوښل شوې توره . دا هغه شیان دي چې په څلورم جیورج پورې یې اړه درلوده کوم چی په یوه عجیبه تصوفي سلیقې سره یی شهرت موندلی وو . نور بيا…
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(6) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۷\ ۱۳۹۳