تاند، جمعه، د دلوې ۴مه: دفاع وزارت وایي، د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې یې د پوځي عملیاتو په پایله کې د طالبانو د مخدره توکو د تولید او پروسس یو لوی پلانټ او فابریکه ویجاړه کړې ده.

د دفاع وزارت لخوا تاند ته په استولې اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د شیرزاد ولسوالۍ د ګندمک په کلي کې د کومانډو ځواکونو لخوا شوي او ورسره شاوخوا کلیو کې طالبانو ته تلفات هم اړول شويدي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د دفاع وزارت ادعا ته ځواب نه دی ویلي، خو ویلي یې دي چې جنګیالیو یې د شیرزاد په ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو په یو کاروان برید کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *