تاند- د کندوز امنیه قوماندان قسیم جنګل باغ تېره شپه ناوخته وویل چې کندوز ښار ته د کوماندو ځواک له رسېدو سره طالبان له چوک او ډېرو نورو برخو وشړل شول.
«د ښار مرکز اوس زموږ په لاس کې دی، موږ د سیمې د تصفیې لپاره عملیات پیل کړي دي.»
د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون ویندوی جیف داویس هم وویل چې پر کندوز ښار د یاغیانو حمله په شا تمبول شوې ده.
ده دا هم وویل چې امریکايي پوځیانو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ پر یاغیانو څو هوايي بریدونه وکړل.
د پینتاګون ویندوی زیاته کړه«په کندوز کې وضعیت لا هم ترینګلی دی، موږ یې له نژدې څارو او له خپلو افغان متحدانو سره په ګډه کار کوو.»
د کندوز د ولایتي شورا د غړي امرالدین ولي له قوله باسټن ګلوب ورځپاڼې ویلي چې طالبانو امنیه قومانداني، د والي د دفتر ودانۍ یا مقام او د ملي امنیت ریاست طالبانو نه دي نیولي.
مخکې ویل شوي و چې طالبانو درست دولتي تاسیسات نیولي دي.
له بلې خوا د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو هم وویل چې کندوز ښار ته تازه دمو امنیتي ځواکونو د ښار مرکزي برخې له طالبانو بېرته نیولي دي.
تراوسه پوري وسله والو طالبانو د افغانستان د حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د تېر کال د سپټمبر په ۲۸ مه کندوز ښار ونیوه، دوه ورځې یې په کنټرول کې و او بالاخره له ټول ښار او شاوخوا سیمو څخه یې د اکتوبر په ۱۵ مه وایستل شول.
طالبانو پرون مازدیګر د کندوز ښار چوک او ګڼې نورې مهمې سیمې ونیولې.