سینګاپور

تاند- د نړۍ په هغو ښارونو کې، چې تېر کال ډېر خلک ورغلي او لږترلږه یوه شپه یې پکې کړې، لومړی مقام د تایلنډ د پلازمېنې بنکاک دی.

د ماسترکارد د نړۍ د ښارونو د فهرست پر اساس، په تېر یوه کال کې په بنکاک کې ۲۰ اعشاریه ۰۲ ملیون تنو بهرنیانو لږترلږه یوه شپه تېره کړې ده. ورپسې ډېرو بهرنیانو په لندن او پاریس کې شپې اړولي دي.

لندن

په لندن کې ۱۹ ملیونه او ۸۳ زره تنو، په پاریس کې ۱۷ ملیونه او ۴۴ زره او په دوبۍ کې ۱۵ ملیونه او ۷۹ زره تنو لږترلږه یوه شپه تېره کړې ده.

سینګارپور پنځم او نیویارک شپږم ځای لري. په سینګاپور کې ۱۳ ملیونه او ۹۱ زره تنو او په نیویارک کې تر سینګاپور یو څه لږو کسانو شپې اړولي دي.

مهمه خبره دا ده؛ هماغه راز چې د چین او هند په شان اسیايي هیوادونه په بېلابېلو برخو کې چټک پرمختګ کوي، زموږ اسیايي ښارونو ته هم د سیلانیانو پام زیات شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *