الکسا ويبپاڼه (Alexa.com) د نړيوالو ويبپاڼو د درجه بندۍ ويبپاڼه ده. د همدې ويبپاڼې د درجه بندۍ سره سم لاندې ويبپاڼې په ترتيب سره له لومړي تر لسم ځای لري:

  1. ګووګل (Google.com): د نړۍ تر ټولو ډېره کاروونکې انټرنېټي ويبپاڼه ګووګل ده. ګووګل د لټون ويبپاڼه ده، چې په مرسته يې کولی شو د بېلابېلو ويبپاڼو، تصويرونو، ويډيوګانو او خبرونو په اړه لټون وکړو. دا ويبپاڼه د لټون تر ټولو ښې ټېکنالوجۍ باندې سمباله ده.
  2. فسبوک (Facebook.com): له ګووګل راوروسته فسبوک تر ټولو ډېره کاروونکې ويبپاڼه ده. له دې ويبپاڼې سره به خلک ډېر بلد وي، ځکه چې دا ويبپاڼه يوازينۍ ويبپاڼه ده چې د نورو پرمختللو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم ډېر کاروونکي او مينه وال لري. د فسبوک په مرسته کولی شو چې له خپلو دوستانو سره په اړيکه کې واوسو، تصويرونه پورته کړو، تړښتونه او ويډيوګانې ګډې (شريکې) کړو. فسبوک د خلکو د نښلولو تر ټولو ښه شبکه ده.
  3. يوټيوب (Youtube.com): يوټيوب د ډېرو کاروونکو ويبپاڼو په ډله کې درېم ځای لري. ددې ويبپاڼې په مرسته کولی شو هغه خلکو سره چې موږ ته ارزښت لري، د خپلې خوښې ويډيوګانې ګډې کړو او په همدې ډول د نورو خلکو ويډيوګانې وګورو او خپلې ويډيوګانې تر نړۍ ورسوو.
  4. بايډو (Baidu.com): چينايي ژبې لټونۍ ويبپاڼه ده. دغه ويبپاڼه د چينايي ژبې ترټولو ساده او مخکښه لټونۍ ويبپاڼه ده.
  5. ياهو (Yahoo.com): د لټون سربېره د وړيا برېښنا ليکونو لېږلو، خبرو اترو او نورو موضوعګانو له کبله ياهو په پنځم ځای کې ده.
  6. ويکيپيډيا (Wikipedia.com): وړيا دايرة المعارف دی چې په انلاين ډول د ګټې وړ دی.
  7. امازون (Amazon.com): دا ويبپاڼه د انلان خرڅلاو تر ټولو مخکښه ده. ددې ويبپاڼې په مرسته کاروونکي کولی شي چې په يوه کېکاږلو (کلېک) پېر او پلور وکړي. پردې سربېره ددې ويبپاڼې کاروونکي کولی شي د امازون په مرسته خلکو ته ډالۍ ولېږي او يا په نړيوالو رسټورانټونو کې ځای هم ونيسي.
  8. ټويټر (Twitter.com): دا شبکه هم د ټولنيزو شبکو له ډلې ده، چې په مرسته يې کولی شو ژر ژر (Instant) مسجونه ولېږو او يا د ويبپاڼو اړونده موضوعګانې له خلکو سره ګډې کړو.
  9. ټاوباو (Taobao.com): دا ويبپاڼه د چينايي سوداګرو د خرڅلاو تر ټولو نامتو شبکه ده. د زياتې ګټې له کبله په 2013 ز. کال کې د چينايي توکو خرڅلاو ويبپاڼو په سر کې راغلې وه. داسې ويل کېږي چې دا ويبپاڼه د علي بابا ګروپ ګډونواله هم ده.
  10. کيوکيو (Qq.com): داهم چينايي ويبپاڼه ده چې انټرنېټي چوپړتياوې وړاندې کوي.

By Samoon

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *