په دې وروستیو کې نارویژۍ ورځپاڼې «VG»یوه نوې څیړنه خبره کړې چې د واده لپاره کوم عمر مناسب دی دغه ورځپاڼه د دې نوې څیړنې په اساس وايي د ۲۸ او ۳۲ کلونو په منځ کې که څوک واده وکړي نو د طلاق او په ګډ ژوند کې د نورو ناوخوالو مخه به ېې تر یو حده نیولې وي.

څیړنه د امریکا په اوتا پوهنتون کې شوې او پکې ثابته شوې چې هغه جوړو چې د اته ویشت او دوه دیرش کلونو په منځ کې ېې ودونه کړي دي تر نورو ډیر خوشاله دي او کم طلاق پکې لیدل شوی دی .

دا یو ټولنیزه څیړنه ده او له کلتوري پلوه ښايي زموږ په ټولنه کې له اوسنیو حالاتو سره اړخ ونه لګوي خو زموږ په هیواد کې دواده د عمر په هکله ډیرې نورې مسلې شته چې باید وسپړل شي.

په دې څیړنه کې ویل شوي دي چې ډیر دلایل شته چې ښيي د دیرش کلنۍ په پیل کې واده کول ولې ښه وي د مثال په توکه اشاره شوې چې سړی په کافي اندازه لوي شوی وي او واده ورته یوه معني درلودلی شي،هلک او نجلۍ په کافي اندازه له عمره پاخه شوي وي چې له یو بل چا سره ژوند کول یوازې د هورموني جوړښت له امله نه وي بلکه دوه کسه یوه کورنۍ جوړولی شي چې له جنسي مسلوه ور هاخوا ژوند نوره معني هم لري، دغه راز ښځه یا سړی دې فکري بلوغ ته رسیدلي وي چې د یوې پریکړې نتیجه او عواقب څه وي او مسولیت ېې په خپله اخیستلی شي ځکه نو په دې عمر کې سړی او ښځه مهمې فیصلې کولی شي.

که څه هم دغه څیړنه په لودیځ شوې او ممکن موږ ته ناسمه وبریښي خو دا خبره په ډیرو هیوادونو کې ثابته شوې چې په کمکیني واده کول ډیرې ستونزې پيدا کوي.

په اکثرو هیوادونو کې د واده لپاره د نجلۍ قانوني عمر له اتلسو پورته ښودل شوی خو ډیر داسې هیوادونه شته چې نجونې پکې په کم عمر ودیږي او زموږ په هیواد کې هم ډیری نجوني په کم عمر واده شوي دي او په زور ودونه ، په بدو کې ورکول ، په ماشومتوب کې د یو بل په نوم کول هغه مسلې دي چې سترګې پرې نه شو پټولی.

د یوې نړیوالي موسسې احصایه ددې ښودنه کوي چې اوس په ټوله نړۍ کې تر اوسوو میلیونو ډیرې میرمنې شته چې له قانوني عمر په ښکته عمر کې واده شوي دي.

اوس توله نړۍ په دې برخه کې یوه خوله ده چې په کم عمر ودونه ټولنې ته څومره زیانونه اړولی شي ، پر دې سربیره چې میرمن او خاوند ته ستونزې جوړوي دوي خپل اولادونه هم سم نه شي روزلی او په دې ډول ېې ټولنې ته هم سخت زیان رسیږي.

زموږ په ټولنه کې طلاق کم دی خو دا په دې معني نه ده چې زموږ ټولنه سالمه ده چې طلاق پکې کم دی بلکه زموږ کلتور د دې  چارې مخه نیولې ده نو کله چې یوه میرمن د زمان د جبر له مخې د خاوند په کور کې د مجبورۍ شپې ورځې تیروې ایا هغه سم اولادونه روزلی شي؟ دغه راز میړه چې د خپلې میرمنې او خپل ژوند په قدر نه پوهیږي څه ډول د خپلې کورنۍ لپاره خوشاله چاپریال  جوړولی شي؟

له دې سره سره چې په هیوادونو کې کلتور، مذهب او نور رسم او رواجونه په دې چاره کې اغیز لري خو په هیڅ ځاي کې حتي په ډیرو اسلامي هیوادونو کې   د نجلۍ لپاره له اتلس کلنۍ کم او دهلک لپاره له دیرش کلنۍ کم د واده وړاندیز او سپارښتنه نه ده شوې .

کله چې هلک او نجلۍ په کم عمر واده کوي له جسمي ، عقلي او عاطفي پلوه تیار نه وي نو له ډیرو ستونزو سره مخامخیداي شي. دواړه لوري یعینې هلک او نجلۍ له دې ژونده خوند نه شي اخیستلي خو تر ټولو لوي تاوان ېې نجلۍ ته ر سیږي.

مهمه خبره له واده وروسته حاملګي یا امیندواري ده او په هیڅ افغاني کورنۍ کې به میړه او ښځه څو کاله صبر ونه کړاي شي چې اولاد پيدا نه کړي نو له واده سمدستي وروسته ماشوم زیږوي له طبي پلوه هغه نجونې چې  په کم عمر حامله کیږي له بیلابیلو خطرو سره مخامخ کیږي او ماشوم ېې هم ممکن سالم نه وي دغه میندې له عاطفي پلوه هم ښه مور نه شي جوړیداي.

په کم عمر کې یعنې له اتلس کلنۍ کم د نجوني تناسلي ارګانونو او رحم ښه وده نه وي کړي نو که څه هم ظاهراً نجلۍ پيغله شوي وي خو له طبي پلوه ېې تناسلي غړي د ماشوم پيدا کیدا ته تیار نه وي که په دې وخت کې نجلۍ حامله کیږي هم مور او هم ماشوم د مرګ خطر ګواښي،

تر اتلس کلنۍ مخکې له فکري پلوه انسان بلوغ ته نه وي  رسیدلي ځکه خو په ډیرو هیوادونو  له اتلس کلنۍ وروسته  ځینې حقوق تر لاسه کوي چې یو پکې د مثال په توګه  په اروپا کې له اتلس کلنۍ مخکې څوک په دکانونو کې شراب نه شي اخیستلی او یا له اتلس کلنۍ  مخکې  د ډریورۍ لیسنس نه شي تر لاسه کولی  نو دغسې کسان له فکري پلوه د دې توان نه لري چې کورنۍ جوړه کړي په ، داسې حال کې چې دوي ځان نه شي سمبالولی ماشوم به څنګه وروزي حتي که د مور او پلار کورنۍ ورسره مرسته هم وکړي دغه بار تر منزله نه شي رسولی نو د راتلونکي ماشومت تربیه او اخلاق له ستونزو سره مخا مخیداي شي.

ښايي ځیني کسان مثال ورکړي چې موږ ډیر داسې کسان پیژنو چې په کم عمر ېې ودونه کړي وي او خوشاله ژوند هم لري خو که تاسو ددوي له ژونده هغه کلتوري او مذهبي دیوالونه لري کړئ او د میړه او میرمن د حال پوښتنه وکړئ نو امکان نه لري چې دوي خوشاله ژوند تیر کړی وي.

له ټولنیز پلوه کله چې یو هلک او نجلۍ په کم عمر واده وکړي او له خپلو مجردو همزولو بیل شي او له متهلانو سره یو ځاي شي نو د نهیلۍ یو ډول احساس ورته پيدا کیږي او ممکن له روحي پلوه وځوریږي نجلۍ هم ورته حالت درلودلی شی.

هغه کسان چې په کم عمر ودونه کوي معمولاً بې وزله دي او بې وزلي هم د دې سبب کیږي چې له جسمي او روحي پلوه کورنۍ کمزورې شي چې دا په خپله لوېې ستونزې پيدا کولی شي.

د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق یونسف ویلي دي په نړۍ کې په اوو هیوادونو کې نجونې له دولس کلنۍ واده ته مجبوریږي دا د ماشومتوب عمر دی او په هیڅ ډول یوه دولس کلنه نجلۍ چمتو نه وي چې د ګډ ژوند پيټي اوچت کړي.

هغه ستونزې چې د کم عمر میرمنې په حاملګۍ یا امیندوارۍ کې ورسره مخامخیداي شي په دې ډول دي:

له مودې مخکې د ماشوم پيدا کیدل

د مور لوړ فشار

کم خوني

د جنین مرګ

په رحم کې د جنین ناقصه وده

دغه راز له دې چې د کم عمره میرمنو لګن خاصره کافي وده نه وي کړي نو ممکن د لنګون په وخت میرمن له ستونزو سره مخامخ شي.

له دې چې تناسلي غړیو او رحم پوره وده نه وي کړي نو د دغو برخو شلیدل یوه لویه خطره ده چې میندې ګواښي نو اکثریت دغه میرمنې له خونریزۍ   کړیږي او له لنګون وروسته ېې رحم دا وړتیا نه لري چې بیرته خپل عادي حالت ته ستون شي نو که فرضاً لومړی ماشوم ېې سم پيدا هم شي د بل ماشوم لنګو ن له ستونزو سره مخامخوي.

له بل پلوه له جنسي پلوه نجونې او هلکان په کم عمر کې جنسي مقاربت ته تیار نه وي دا سمه ده چې بلوغ ته رسیدلي وي خو طبي څیړنو ښودلې ده چې نجونې له شل کلنۍ وروسته ښه جنسي تمایل پيدا کوي او د ټایم مجلې د راپور له مخې میرمنې له دیرش تر څلویښت کلنۍ تر ټولو ډیر جنسي تمایل لري ځکه چې په دې عمر کې د جنسي هورمونونو تولید په خپل کافي حد کې وي او نارینه هم له شل کلنۍ وروسته له جنسي پلوه بلوغ ته رسیږي او له جنسي مقاربته په حقیقي معني کې خوند اخیستلی شي .

کله چې یوه نجلۍ او هلک له اتلس کلنۍ په کم عمر کې جنسي اړیکه ولري دغه خوند ډیر سطحي وي او هلک او نجلۍ دواړه ارضا کیداي نه شي نو ځکه په لویینې کې ممکن دواړه لوري له جنسي انحراف سره مخامخ شي او ژوند ېې له ستونزو ډک شي زیاتره کورنۍ له دې پرته چې پوه شي ستونزه چیرته ده او ولې خوشالي له کوره کډه کړې تاوتریخوالي ته مخه کوي دوي د ژوند په ستونزو کې دومره ډوب شي چې له دغه پړاوه هیڅ خوند نه شي اخیستلی نو کله چې عمر پرې تیر شو نو له عقدو او دول ډول روحي ناروغیو سره مخا مخیږي.

په ټول کې ویلی شو چې په کم عمر واده کول نه یوازې د میړه او خاوند ژوند تریخوي راتلونکی نسل ګواښي ټولې ټولنې ته ېې تاوان رسیداي شي هیله ده حکومت او په تیره بیا دیني عالمان دې چارې ته پام وکړي .

2 thoughts on “کوم عمر د واده لپاره مناسب دی/ ډاکټر سباوون”
  1. په دې ما اړه ما هم یوه لیکنه کړې وه، کېدای شي د لوستونکو په درد ولګېږي:
    د واده او د اولاد د پیدا کولو لپاره کوم وخت مناسب دی؟
    پخوا په افغانستان کې عسکري جبري وه، هر زلمی به د عسکري مکلفیت دوره تېروله. هاغه مهال به خلکو معمولاً زامنو ته تر هغو پورې چې عسکري یې نه وه تېره کړې، وادونه نه کول. د نجونو کورنیو به هم له مرکې والا څخه همدا پوښتنه کوله چې: زوی دې عسکري خلاصه کړې ده که نه؟
    وروسته چې د ښارونو اوسېدونکي د تحصیل په اهمیت او قدر پوه شول نو د لور د ورکولو لپاره به یې یو شرط دا هم و چې هلک باید پوهنتون ویلی وي، ډېرو وګړو به محصل ته هم لور نه ورکوله، ویل یې له درسه به پاتې شي.
    موږ د تنظیمي جګړو او د طالبانو په کلونو کې محصلان وو. ځینو ټولګیوالو مو هماغه مهال وادونه کړي وو. دا نو داسې وخت و، چې د ډوډۍ پیدا کول ډېر ګران وو نو دغو ملګرو مو تر موږ سختې ورځې لرلې، له یوې خوا تحصیل او درسونه او له بلې خوا د کورنۍ نفقه.
    زموږ خلک چې معمولاً په خپل ژوند چندان باوري نه دي، هڅه کوي زامنو ته ژر ناوې راوړي چې د نږور ارمان يې په زړه کې پاتې نه شي. یو نیم سړی چې په وس کې ښه دی، هغه هم د لمسیو د لرلو شوق ژر پوره کوي. ځینې خلک بیا د نیستۍ په وجه تر ډېره عمره واده نه شي کولی، دوی کلونه کلونه مسافري کوي، پیسې ګټي، د واده خرڅ برابروي بیا راځي چې واده وکړي.
    خو په ټوله کې زموږ اکثره ځوانان د اتلس او پنځه ویشت کلنۍ په عمر د مېرمنې خاوندان کېږي. تقریباً ټولې کورنۍ غواړي د واده په هماغه لومړي کال د اولاد څښتن شي. د ځوانۍ په پیل کې انسان لکه توپاني سمندر له شور او احساساتو ډک وي، احساسات د عقل مخه نیسي. د ماشوم پالنه داسې چاره ده چې ډېره حوصله غواړي. په دې وخت کې مور او پلار ته بویه چې خپل احساسات کنټرول کړي او خپل اولادونه سم وروزي. دا چې زموږ اکثر وګړي خشن دي او په نه خبره غوسه کېږي، یوه وجه یې دا ده چې میندې پلرونه یې په ځوانۍ کې د اولاد څښتن شوي. دوی د اولادونو روزنې ته پوره پام نه دی کړی، بې حوصله ګي یې کړې ده، ماشومانو سره یې مینه نه ده کړې، سوک څپېړې یې ورکړې دي او دا هر څه د ماشوم په اعصابو باندې اثر کوي.
    همدا وجه ده چې غربیان معمولاً له دېرش کلنۍ په پورته عمر کې د واده په فکر کېږي. دوی تر زده کړو وروسته ښه عمر کار کوي او د ګډ ژوند لپاره پیسې برابروي بیا واده کوي. دوی که لږ وختي غوندې هم واده وکړي بیا تر ډېرو کلونو پورې اولاد نه راوړي. دوی معمولاً د اولاد شوق هغه وخت کوي چې روزلو ته يې کافي تیاري ولري. دوی معمولاً مخکې تر دې چې ماشوم وزېږوي، د ماشوم روزنې په اړه یو دوه کتابونه لولي.
    البته غربیان د جنسي غریزې د ارضا کولو ستونزه نه لري، که واده هر څومره وځنډوي نو غم يې نه وي خو زموږ پېغلو ځوانانو ته دا هم یوه مساله ده. زموږ وګړي د خپلو غرایزو د رفع کولو لپاره یوازې همدا مشروع لاره په مخ کې لري چې واده وکړي.
    چې داسې ده نو پوښتنه پیدا کېږي چې د حل لاره څه ده؟ څه مهال واده وکړو او کله اولاد پیدا کړو؟
    زما په ګومان غوره به دا وي چې زموږ زلمي او پېغلې نسبتاً ژر واده وکړي خو د اولاد لپاره باید کافي صبر ولري. دا سمه ده چې اکثره کورنۍ ګډ ژوند لري، له واده وروسته کلونه له پلار او وروڼو سره په یوه دسترخوان تېروي نو زوم او ناوې به ډېر د ډوډۍ په فکر کې نه وي خو بیا هم هر ماشوم د یوه لوی انسان په اندازه مصرف لري. که سړی هغه وخت اولاد پیدا کړي چې د پیسو په لحاظ پر خپلو پښو ولاړ وي نو دا به يې په ګټه وي. له بلې خوا تر واده وروسته پنځه شپږ کاله ځنډ انسان د احساساتو له سمندره د عقل ساحل ته رسوي. وروسته بیا کولی شي اولاد پیدا کړي او سم یې وروزي.

  2. د یو انسان عمر تقریبا 70کاله وی خو تر 40کلنی وروسته په زړښت حسابیږی نو پاتی شو 12 کاله یعنی انسان باید یوازی 12کاله په خوند ژوند وکړی او بله دا چی یو انسان په 14 کلنی کی بلوغ ته رسیږی نو باید 14 کاله زنا وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *