په افغانستان کې د جهاد او مجاهد مفهوم یواځې د افغانستان ورانول او د افغانانو وژلو معنا ورکوي!
ګورئ ناځواني به نه کوئ لیکنه به له پیله ښه په غور لولئ په حقیقت ځان پوه کړئ وروسته بیا قضاوت وکړئ زه خپله په دې ډیر خفه یم چې له افغانستان څخه د پخواني شوراوي اتحاد پوځونه ووتل ځکه له کومې ورځې چې روسان وتلي له هغې را وروسته په افغانستان کې د جګړې اور لا تېز شوی بیا تر ننه یواځې د سون مواد ورته بدلیږي رابدلیږي.
تاسو فکر وکړي کله چې د اتل شهید ډاکټر نجیب الله حکومت په ۱۹۹۲م کال کې د مجاهدینو په لاس د پاکستان، امریکا او د سعودي عرب وهابیانو په مالي او نظامي هکارۍ له منځه لاړ نو په پایله کې مجاهدینو څه وکړل د قدرت په سره په خپل منځ کې سره ښکر په ښکر شول.
خته چې په مکه مکرمه یې د قدرت په سره قرآنونه هم وکړل ولې بیا هم سره جوړ نه شول په لکونو بې ګناه افغانان یې شهیدان کړل نه مکتب، نه روعتون او نه یې کومه بله ښکلي ودانۍ پریښوده ټول یې د خاورو سره خاورې کړل سره د دې د شهید ډاکټر نجیب هغه پوځي ځواک چې د سیمې په کچه یې ساری نه درلودو.
هغه طیارې، چورلکې، وسلې او نور پوځې تجهازات ټول یې د کباړ په بیه په پاکستان وپلورل بیا همدې پاکستان د وزې زوی په مجاهدینو باندې په ۱۹۹۶م کال کې طالبان مسلط کړل وروسته بیا هم پاکستان د طالبانو د سر سودا په ۲۰۰۱م د امریکا سره وکړه او له منځه لاړ.
دا دی اوس یې ټوله نړۍ ننداره کړي چې دا ۱۵ کاله د افغان حکومت او طالب تر منځ جګړه روانه ده ترڅنګ یې د امریکا او ناټو شتون دلته ثابت ساتلی دا هم د همدې مجاهدینو او طالبانو برکت دی چې بې ګناه افغانان د دوی د جګړو له امله شهیدان کیږي پاتې شوه دا خبره چې روسانو په افغانستان کې د مجاهدینو له لاسه ماتي وخوړه دا بلکل دروغ او د حقیقت څخه لرې خبره ده.
ځکه کله چې اتل ببراک کارمل وفات او په ۱۹۸۸م کال کې ډاکټر نجیب واک ته ورسید نو روسان د نجیب په غوښته د افغانستان څخه ووتل او مجاهدینو ته یې د راتګ او سولې وړندیز وکړ مګر له دې وړاندې د سردار داود خان د وکمنۍ پر مهال مجاهدینو همدې معسود، رباني،حکمتیار،سیاف دغه ټولو د پاکستان استخبارتي شبکې اې ایس اې په لمن کې ځانونه غورځولي و او په افغانستان یې بریدونه کول هغه وخت روسان هم نه وو.
نو بیا جهاد د چا پر وړاندې و لاکن کله چې د نجیب وکمنۍ پر مهال روسان ووتل په دې وخت کې مجاهدینو او پاکستان دا فکر وکړ چې ګنې اوس افغانستان نیولی شو او مجاهدینو هم پاکستان ته دا وعده ورکړه چې واک ته په راسدو به افغانستان ستاسو پنځمه صوبه ګرځو هغه و چې د پاکستان پوځ څلور قولي اردوګانو سره د افغان مجاهدینو د اې ایس اې مشر جنرال حمیدګل په مشرۍ د جلال اباد د نیولو په موحه جګره پیل کړه مګر ټول له ماتي سره مخ او په بې شرمۍ بیرته ستانه شول.
اوس پوښتنه دا ده کله چې مجاهدین احمقان دا غول بادوي چې ګنې روسي پوځیان د دوې د جهاد په پایله کې وتلي دي نو روسان خو په ۱۹۸۹م کال کې وتلي تر ۱۹۹۲م کال پورې افغان ولسمشر شهید ډاکټر نجیب وکمن وو د نجیب د حکومت را وروسته مجاهدین واک ته ورسیدل تر منځ یې ۵ کاله ځنډ موجود دي نو دوی په کوم وخت کې روسان یستلي چې په اړه د دلوې میاشتې ۲۶ تاریخ د جهاد د بري ورځ نمانځي.
دا ټول دروغ دي مجاهدینو تش د جهاد په نامه او د پردو په غوښتنه د افغانستان ورانول او د بې ګناه افعانانو وژل هدف وو که چیرې مجاهدینو دا غول نه وای خوړلي نن ورځ به موږ ولې د تجکستان بریښنا ته مختاج وای او کله چې یې یوه ډونګه طالبان ورانه کړي په اونیو،اونیو حکومت د هغې د ودرولو توان نه لري کابل ښاریان شپې په تیارو کې صبا کوي.
تیره میاشت امریکا څلور جیټ الوتکي افغان پوځ ته ورکړې هغه هم هغه طیارې چې په دوهمه نړیواله جګړه کارول کیدې خته چې د ډاکټر نجیب پوځ ته روسانو دومره په ټیټ کیفیت دا ډول طیارې نه وې ورکړي او نه یې کارولې دي مګر د مجاهدینو له برکته زما په شمول ټول افغانان ورته خوشاله دي چې امریکا زموږ پوځ ته څلور الوتکې ورکړې.
دا نن چې افغانان د ترکمنستان ټاپي پروژې ګاز نلیکې ته خوشاله دي ایا همدا ګاز، تیل او بریښنا په افغانستان کې نشته او د چا له برکته نشته د مجاهدینو له برکته همدا تجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او د سیمو په نورو هیوادونو کې پخواني شوراوي اتحاد موجود وو تاسو فکر وکړئ نن ورځ دغه ټولو هیوادونو ته افغانان مختاج دي.
که چیرې په هغه وخت کې روسان دلته پاتې نو زموږ کور ړنګ و چې له دوی څخه مو ګاز، تیل او بریښنا اخیسته څنګه چې د روسانو په مرسته یاد هیوادونه خودکفا وشمیرل شول همداسې به افغانستان هم نن ورځ د نړۍ سیال وای خته چې روسانو خو افغانان فضاء ته هم پورته کړل لومړنی افغان عبدالاحد مومند په ۱۹۸۹م کال کې د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پر مهال د روسانو په مرسته فضاء ته پورته شو.
اتل شهید ډاکټر نجیب الله لویه تیروتنه وکړه چې په دې پردیپالو یې باور وکړ نجیب خو د روسانو څخه د وتلو غوښتنه د دې لپاره وکړه چې مجاهدینو ته د جنګ بهانه نه وي راشي په ګډه دا هیواد د نړۍ سیال کړي خو نه مجاهدین بیا هم پنځه کاله د روسانو د وتلو وروسته د ډاکټر حکومت سره وجنګیدل څنګه چې واک ته ورسیدل د افغانستان ورانولو او د افغانانو وژلو ته یې ملا وتړله او د دوی له برکته تر نن ورځې افغانان په اور کې سوځیږي.
دا نن چې کوم خلک د بې غریتوب او د افغانستان د ورانولو ورځ نمانځي ترټولو ستر اخمقان او کوتاتاریکان همدا بې شرمه او د پردو لاسپوڅي افغانان دي د داسې افغانانو څخه هیڅکله هم د خاورې د ابادولو تمه نه شي کیدای چې د افغانستان د بربادۍ ورځ نمانځي ملګرو په زړه کې مې ډیرې خبرې دي تاسو باور وکړئ قسم چې له درده یې د لیکلو توان یې نه لرم هیله دا چې پوه شوی یاست او تر یو ځایه مو دا غول خوران پیژندلي وي.
ستاسو ورور تحسین الله طاقت./خوست
————————-
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی شرط نه دی.
د وړو وړو خدایانو دی بنده کړم
لویه خدایه زه به چا چاته سجده کړم
بیشکه ورورجانه دخولی نه دی قربان شم زما د زړه خبری دی لیکی دی
یو څه باید ووایم
دا بعضی خلک چی وایی زمونږ دهیواد اصلی دښمن پاکستان یا هم ایران یاده وی که دزړه نه یی درته ووایم
پرما ډیربد اغیزه کوی ځکه چی کاڼی راخلی ځان پری ولی ګناه دچا ده
که زه او ته پاکستان یا ایران اویا هم نور سره مرسته ونکړو نو زما په اند هیڅ پاکستان په مستقیمه ډول نشی کولای چی زمونږ هیواد وران کړی
لکه چی
سړی چی اور اخلی نو دخپلی لمنی نه اخلی
بیاهم طاقت صیب له تاسونه نړی مننه دسوکاله افغانستان پاه هیله