تاند، جمعه، د چنګاښ ۲۸مه: د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ پولو صفري نقطې ته د پاکستان شاوخوا ۷۰۰ پوځیان راټول شوي دي.
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یوه لوړ پوړې سرچینه وایي، د افغان لوري لخوا دغو پاکستاني پوځیانو ته په ناړۍ کې د میشتو ځواکونو د کنډک قومندان ورغلی او د پولې صفري نقطې ته د راټولېدو سبب یې هم ترې پوښتلی، خو پاکستاني پوځیانو ورته ویلي، دوی کوم شوم هدف نه لري بلکې یو لړ عملیاتو لپاره راغلي دي.
خو د ناړۍ ولسوالۍ مقام دا سرچینه وایي، د پاکستاني ځواکونو ارادې ښې نه ښکاري او شاید سیمه کې د پوستو اچولو هدف هم ولري.
داسې ویل کېږي، چې پاکستاني پوځیانو ډزې کړي او په دې بهانه چې ګواکې طالبانو پرې برید کړی دی، پر ناړۍ ولسوالۍ یې یو وار بیا توغندي راویشتلي دي.
دا د پاکستاني ځواکونو لومړی ځل نه دی چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې تحرکات کوي بلکې کره سرچینې وایي، چې د ملي امنیت د شورا سلاکارۍ پر مهال محمد حنیف اتمر پاکستاني پوځي مشرانو سره په لندن کې پټه هوکړه کړې وه تر څو پر پوله اغزن تار تېر کړي، په بندرونو دروازې ولګوي او ان خوست او پکتیا کې له صفري نقطو هم راتېر او د ازاد افغانستان خاوره کې پر ستراتیژیکو څوکو خپلې پوستې واچوي.
اسناد او شواهد وایي، چې حنیف اتمر تر اخره پورې افغان ځواکونو ته د پاکستاني ځواکونو لخوا پولې ته نږدې د تحرکاتو او تاسیساتو مخنیوي اجازه نه ورکوله.