دکونړ والي وحیدالله کلیمزي د دی ولایت دیوشمېر دیني   دیني عالمانو سره غونډه وکړه یاده ناسته چې ولایت مقام کې ترسره سوه د دیني عالمانو سربېره  دسولی شورا،ولایتي شورا  او امنیتي ادرو مسوولینو هم ګډون کړی وو.

د غونډی په پیل کې  دیني عالمانو  یولړ ستونزی  چې دوی ورسره مخامخ دي دکونړ والي سره شریکی کړی   دیني عالما نو دولایتي ادارې څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې امنیتي ادارې باید دولسي وګړو  اوپه ځانګړي ډول د دیني عالما  نو امنیت ساتلو ته زیاته توجه وکړي ،او دهدفي وژنو مخه ونیسي.

دکونړوالي وحیدالله کلیمزي د دیني عالمانو دخبرو ا ورېدو وروسته وویل هڅه به وکړي او د دیني عالمانو ستونری به په هراړخیزه  توګه  وڅیړي    نو موړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه  عالمان دټولنې لارښوودونکي د ي او مونږ په ټولوبرخو کې ددیني عالمانو نیکو مشوروته سترګې په لاریو ښاغلي کلیمزي په هیواد کې دسولې او امنیت په ټڼګښت کې د دیني عالما نو  ونډه مهمه یاده کړه او تری وی  غوښتل چې دجماعت او ممبر دلارې دسولې ټینګښت ناروا کارونوپه مخنیوي کې خپل اسلامي اوانساني  مسوولیت پرځای کړي.

ښاغلي کلیمزي اړوند اداراتو ته دنده وسپارله چې دعلماوو ستونزو څیړنه وکړي او په خپل وخت يې  دحل په برخه کې لازمی کړنی ترسره کړي .

عبدالغني مصمم
دکونړولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *