تیره ورځ دکونړوالي وحیدالله کلیمزي چې امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل او ولایتي شورامرستیال حاجي جمال الدین یې مل تیا کوله د کونړ مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه
په سرکې د زندان مسؤلینو له خوا دکونړ والي ته دښه راغلاست ترڅنګ د زندان عمومي وضیعت په اړه معلومات وړاندی شول .
دکونړ والي ورسره پلاوي دزندانیانو سره له نږدی وکتل او د هغوی غوښتنو، ستونزو او مشکلاتو په اړه یې ورڅخه جلا جلا پوښتنی وکړی دکونړ والي وویل زندان داصلاح لپاره دی ،د زده کړی ځای دی او دجرمونو مخنیوی کې مهم رول لري ښاغلي کلیمزي زیاته کړه ولایتي اداره تل هڅه کوی چې د ستونزو اومشلاتوڅخه ځان خبر او په خپل وخت ورته رسیده ګي وکړی زندانیانو ته یې ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به يې دستونزو دحل لپاره لازمی لاری چاری ولټوي .
وروسته دکونړ والي دمرکزی محبس دبیلابیلو څانګوڅخه لیدنه وکړه او مسؤلینوته یې دچارو د لا سمون په اړه لازمی سپارښتنی وکړی او د روژی مبارکی میاشتی په مناسبت یې د زندان پرسونل او زندانیانو سره دمرستو ترسراوي ژمنه هم و کړه .