خبرپاڼه –
په ننګرهار کې مېشته کونړیو ولسونو د مولوي لطیف الله حمید په مشرۍ د ننګرهار غمیزه په سختو ټکو وغندله.
نن یکشنبه د حمل ۳۰ د ملی تحریک مشر استاد محمد اسمعیل یون لخوا د ننګرهار د پیښی د غندلو او د شهیدانو د کورنیو سره غم شریکئ په خاطر د ننګرهار کې یوه ستره غونډه جوړه شوې وه چې د مولوي لطیف الله حمید په مشرئ په ننګرهار کې میشته کونړیانو، مخورو ، سپین ګیرو ، محصلینو او ګڼ شمیر ځوانانو په یاده غونډه کې برخه اخستې وه
یادې غونډې ته د ملي تحریک مشر استاد اسمعیل یون او مولوي لطیف الله حمید ویناوې وکړې.
مولوي حمید د خپلو خبرو په ترڅ کې یاده پیښه په کلکو ټکو وغندله د شهیدانو کورنۍ ته یې خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل نوموړي زیاته کړه چې د کنړ ولسونه د ننګرهار په پدې درانه غم کې ځان شریک بولي او هم یې په دوه سري حکومت غږ وکړ تر څو ملت وژنې لړۍ ته د پای ټکی کیږدي، د افغانانو امنیت دې تامین کړي یا دي د خپلو چوکیو نه استفعا ورکړي تر څو افغانان يو مخلص او په ملت رحم کوونکی مشر وټاکي تر څو دداسي بدبختیو نه د خلاصون لار پیدا او د ارام ساه واخلي.
د غوندي په اخر کي شهداو روح ته د دوعا لاسونه پورته شول