د شنبې په ورځ د کونړ په مرکز اسد اباد کې ګڼ شمیر قومي مشرانو ، دیني عالمانو، د مدني ټولنې غړو، ولایتي شورا او جهادي قومندانانو له نوي افغان حکومت نه دهغو ژمنو عملي کیدل وغوښتل چې دټاکنیزو منډو ترړو پر وخت ېې ورسره کړې وي.
وینا والو په تونده ژبه پر افغان حکومت نیوکې وکړي او وې ویل تر هغه به خپلو اعتراضونو دوام ورکړي چې په حکومت ونډه ور نه کړی شي.
یو تن قومي او جهادي مشر حاجي یار ملا خان وویل که ددې ولایت وړ او مناسب خلک په حکومت کې دندو ونه ګومارل شي داعترا ضونو تر څنګ به دولایتي ادارې سره هر ډول را شه در شه قطع کړي.
مولوي الله یار یوه دیني عالم دملي وحدت حکومت په درغو او غولولو تورن کړ او وي ویل حکومت تر اوسه یوه ژمنه هم نه ده عملي کړې ، نه ېې امنیت راوستې نه ېې دفساد مخه نیولې او نه ېې وړ او مناسب خلک په دندو ګومارلي.
حاجي محمد روزي یو بل قومي مشر پر خلک دبیدارئ غږ وکړ او وې ویل که حکومت ېې غوښتنو ته ځواب ونه وايي پر بل ګام به لاس پورې کړي او دحکومت سره به بشپړ پریکون اعلان کړي.
په دغه څو ساعته ناسته کې پر حکومت کلکې نیوکې وشوې او دملي یو والي پر ځاي ملې بیلوالی یاد کړ.
په پاې کې ګډونوالو یو پریکړه لیک ولوست او له حکومته ېې وغوښتل چې دکونړ دخلک قرباني له یاده ونه باسي .
ځینو ان پر حکومت دا نیوکه هم کوله چې تر اوسه ېې د ولسونو سره دملاقات او لیدنو وخت نه دی پیدا کړې.
دټاکنو پر ورځ په کونړ کې شاو خوا اتلس کسان ووژل شول او له اویا ډیر ټپیان شول خو دکورنیو سره ېې هیڅ ډول مرسته او خواو خوږي تر اوسه نه ده شوې.