روان زېږديز کال د افغانستان لپاره خورا حساس کال دى له يوې خوا سياسي لېږد پروسه او ولسمشرۍ ټولټاکنې په ټکنۍ او ګونګ حالت کې روان دى، په ټولټاکنو کې د لاسوهنو او درغلو په باب ويناوې او اخطارونه اوريدل کېږي او د بلې خوا پر افغان امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو منظم او پلان شوي بريدونه ورځ تر بلې زياتېږي، ، ترټولو ناوړه پېښه او بريد د کونړ ولايت په غازي آباد ولسوالۍ وروستى بريد، چې د ٣٥ شاوخوا افغان ملي پوځ پوځيانو ته مرګ ژوبله واوښته او رسنيو کې زموږ امنيتي چارواکو د دې پېښې او بريد له کرښې ور اخوا تنظيم شوى پلان او بريد ګڼي او هم ورسره د بې بې سي راډيو د راپور له مخې زموږ څارګرې ادارې هم تر بريد څو اونۍ وړاندې احتمالي بريد خبر ورکړى و، سوال پيدا کېږي، چې زموږ پوځي امنيتي ادارې د دا ډول بريدونو پرې وړاندې امنيتي تدابير ولې نه لري، آيا وړتيا نه لري ؟ چمتوالى نه لري تجهيزات او وسايل نه لري او که بې پروا دي، په هر حالت د دا ډول بريدونو مخنيوى د مخکنيو کشفي استخباراتي اطلاعاتو پر بنسټ ديوه منظم امنيتي تدابريي، پلان له مخې نيول کېدلاى شو او په پوره چمتوالي يې مخه نېول کېده، بې له شکه توبچي او هوايي ځواک مرسته اړينه وه، خو دا ډول بريدونه چې په غلچکي ډول ترسره کېږي او د خرپ او ترپ جګړې په نامه يادېږي، په کافي استخابارتي مادي او فزيکي امکاناتو سره مخه نيول کېږي، زموږ امنيتي ادارې بايد د دې وړتيا پيدا کړي، چې تر بريدونو او پېښو وړاندې د بريدونو د شنډولو وس پيدا کړي، افغان دولت، بهرنۍ سياسي اقتصادي ملاتړ دولتونه او افغان ولس د خپل هېواد له زړه ور ملي پوځ او امنيتي ادارو ترڅنګ ودرېږي او ددې پوځ ټول مادي او فزيکي اړتياوې پوره او پر وخت د ضرورت سره سم ټولې تخنيکي تجهيزاتي او پراتيفي امکانات او وسايل ورته برابر کړي چې له مخې يې د دا ډول بريدونو او کړنو مخنيوى وکړي او د هېواد په امنيتي لحاظ پياوړى او پرځان بـسيا شي.