تاند، شنبه، د قوس ۲۳مه: د کونړ چارواکي وايي، د کونړ د مناګي بریښنا بند کارونه بشپړ شوي او څو ورځو کې به په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کونړ د والي مرستیال ګل محمد بیدار تاند ته وايي، اوسمهال د دغه بریښنا بند ازمایښتي پړاو پاتې دی نورې ټولې چارې یې سر ته رسېدلې دي.
نوموړی وايي، دا بریښنا بند به درې نیم میګاواټه بریښنا تولیدوي چې په جوړېدو یې ۶ کاله وخت لګېدلی دی چې تر ۱۵ یا ۲۰ ورځو پورې به د ګټې اخیستنې چارې پیل شي: (( د دې بریښنا بند څخه به اسعداباد ښار، د کونړ مرکزي سیمو او ولسوالیو ته بریښنا ولېږدول شي.))
په مناګي بریښنا بند له ۲۰۱۳ کال راهیسې کار پيل شوی او لس ملیونه ډالر بودیجه ورته ځانګړې شوې وه.
ښاغلي بیدار همدا راز تاند ته وویل چې د کونړ پر سیند د څاګي د بریښنا بند جوړولو سروې او ډیزاین هم په راتلونکي یو کال کې تکمیلېږي او کار به پرې پيل کړي چې دا بند به بیا ۳۵۰ میګاواټه بریښنا تولیدوي.
د شال بند باندی چی 798 میگاواټه ظرفیت لری او همدارنګه د لرسلطان او دب بند چی ۷۰۰ میګاواټه برښنا ظرفیت لری باید په ډیزاین او ساختمانی باندی کار وشی