د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په ترڅ کې نن کونړ د پکتیکا لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه
د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په ترڅ کې نن د کونړ لوبډلې پکتیکا لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې په زرملوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، پچه یې د پکتیکا لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی په ۳۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې حنیف ۲۱ منډې جوړې کړې. د کونړ توپ اچونکو له لوري نواب د سیالې لوبډلې ۸ لوبغاړي وسوځول.
کونړ ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۵ اوور کې د دوه لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې نواب ۶۶ منډې جوړې کړې. نواب چې د سیالې لوبډلې ۸ لوبغاړي یې سوځولي وو او ۶۶ منډې یې جوړې کړې وې، د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د کونړ لوبډلې ته د بریا مبارکي ووییله او د پکتیکا لوبډلې له ښې لوبې یې هم ستاینه وکړه. نوموړي په دغو سیالیو کې د غوره استعدادونو موندنې لړۍ اغیزمنه وبلله.