نن یکشنبه دکونړولایت بیلابیلو ولسوالیو قومي مشرانو،دیني عالمانو او سپین روبو دکونړ والي وحیدالله کلیمزي  څخه وغوښتل چې دې ولایت ته دمرکزي حکومت اونړیوالې ټولنې توجه راجلب کړي نوې اساسي پروژې پلي  او شته ستونزو د هوارۍ په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي ،قومي مشرانو د فساد له منځه وړل،دقانون تطبیق او په ادارو کې اصلاحات هغه څه وبلل چې ولس ورته سترګی په لار دی.

دکونړ والي وحیدالله (کلیمزي) وویل دولت د ولس څخه جوړ دی ادارې د ولس دخدمت لپاره دي مشران یې باداران نه بلکې دولس خادمان دي او دغه څه بايد په عمل کې ثابته کړو، ښاغلي کلیمزي ژمنه وکړه چې د ولس ستونزو ته به رسیدګي وکړي ،د کنړ د ولسونو ټولې غوښتنې به  له مرکزي حکومت سره شریکې او  دحکومت اونړیوالې ټولنې دزیاتې توجه راجلب کولو لپاره  به جدي هڅې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *