د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په نوښت د اتصالات چيلنچ کپ سياليو په لړ کې پرون دوه نورې لوبې ترسره شوې، د  بهسودو پله لوبغالي کې کونړ کرکټ لوبډلې نيمروز لوبډلې ته په ۱۳۱ منډو توپير سره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه کونړ لوبډلې وګټله او خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه . کونړ په ۳۷ اورونو د ټولو لس لوبغاړو په سوځېدو سره د  ۲۲۱ منډو هدف وټاکه، په  توپوهنه کې نورمحمد ۷۲ او نواب خان ۵۲ منډې ترلاسه کړې، . د نيمروز له لوري په توپ اچونه کې خالد ۵ او بصير ۳ لوبغاړي وسوځول.

د نيمروز لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د لسو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۲۵ اورونو کې وازې ۸۹ منډی جوړې کړې، ددوی له لوري په توپوهنه کې بصير ۴۱ او شکيب ۲۲ منډې جوړې کړې، او د کونړ له لوري عبدالحنان ۵ او هميم خان ۲ لوبغاړي له مخې لرې کړل.

خالد ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د غازي امان الله په نړيوال لوبغالي کې دويمه لوبه د نورستان او بلخ ترمنځ ترسره شوه، چې د بلخ په بريا پاى ته ورسېده.

بلخ لومړۍ توپوهنه وکړه او په  ۴۵ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځيدو ۱۸۳ منډو هدف سېالې لوبډلې ته ورکړ، چی په توپوهنه کې اسد ۵۸ او عجب نور ۵۶ منډی د خپلې لوبډلې په ګټه ترلاسه کړې او په توپ اچونه کې د نورستان له لوري عزيزالله، نورالله، زاهد او انور خان دوه دوه لوبغاړي په خپل وار سره وسوځول.

په ځواب کې د نورستان توبوهونکو ونشوکړای چی د عبدالله مزاري څخه خپلې ويکټ وژغوري او په ٢٠ اورونو کې په ٦٣ منډو وسوځيدل.

د بلخ له لوري عبدالله مزاري په توپ اچونه کې ۸ او حکيم خان دوه لوبغاړي وسوځول.

ددغې لوبې غوره جايزه عبدالله مزاري ته ورکړل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *