د کونړ ولایت په وټپور ولسوالۍ کې د سیمه ییزې حکومتولۍ پراختیا او امنیتي ځواکونو څخه د ولسونو پراخه ملاتړ په موخه لویه غونډه وشوه ،چې دکونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي سربیره پکې د ولایتي شورا او سولې شورا رئیسانو ،علماو شورا استازو،ا منیتي ارګانونو مسؤلینو او د وټپور ولسوالۍ مخورو قومي مشرانو کډون کړې و.
غونډه د لوی کتاب قرآن عظیم الشان په مبارکو ایاتونو پیل شوه ، ورپسې څوتنو قومي مشرانو خبرې وکړې او په یاده ولسوالۍ کې دسیمه ییزې حکومتولۍ پراختیا ،ښې حکومتولۍ رامنځته کيدو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ولسونو د پراخه ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
دکونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي هم غونډې ته وینا وکړه ،په ولسونو یې غږ وکړ چې دفساد لمنځه وړلو، ښې حکومتولۍ رامنځته کیدو،سولې اوثبات په ټينګښت کې د دولت سره رښتینې او دوامداره همکاري وکړي ،د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودریږي او په خپلو سیمو کې دوطن،ولس ، سولې اوثپات د دښمنانو فعالیتنو په مخنیوي کې د دولت سره همکاري وکړي،د وطن دفاع دهر افغان مسؤلیت دی او هریو باید خپل دغه اسلامي او ملي مسؤلیت اداکړي ،ښاغلي کلیمزي د دولت په وسلوالو مخالفینو هم غږ وکړ چې نور دمخالفت څخه لاس واخلي او سولې بهیر سره یو ځای شي .
دغونډې په وروستۍ برخه کې د کونړ والي له خوا دملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څوتنه افسرانو ته دښو کړنو له امله ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
عبدالغني مصمم
دکونړولایت ویاند