تاند، سه شنبه، د دلوې ۱۵مه: افغان ځواکونو د کونړ په وټه پور کې هغه درې داعشیان وژلي او بل ژوبل کړی دی چې د بریښنا د یو سبسټیشن په الوځولو پسې راغلي وو.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی تاند ته تاییدوي چې تېره شپه داعش جنګیالیو غوښتل د وټه پور ولسوالۍ په ماڼوګي کلي کې د بریښنا یو سبسټیشن په بمونو تخریب کړي، خو افغان ځواکونو پرې عملیات کړي دي.
نوموړی وايي، داعشیان په خپل هدف کې بریالي شوي نه دي، خو ۳ تنه یې وژل شوي او ۱ بل ژوبل دی.
داعش ډله چې په دې وروستیو کې له ننګرهار څخه شړل شوې ده، ویل کېږي چې په کونړ ولایت کې یې ځینې سیمې لاندې کړي دي او جګړې یې پیل کړې دي.
افغان دولت هم باید پوه شی ځکه ټول ولس او نړیوال وایی چی داعش د امریکا او پاکستان په مالی او نظامی مرسته په افغانستان کی خپل فعالیتونه کوی
نو دولت ته پکار ده چی هغو بندونو په ډیزاین او ساختمان باندی جدی کار شروع کړی چی انرژی لوړ ظرفیت لری چی زیاتره په کونړ ولایت کی تثبیت شوی دی نو کچیری په همدی ۱۳۹۹ کال د کونړ کی د بندونو په ډیزاین او همدارنګه کاپیسا او ننګرهار او شمالی ولایتونو په بندونو باندی کار شروع کړی نو پنجاب په پخپله طالب او داعش جنګیالیو مالی او نظامی ملاتړ لاس واخلی ځکه چی کله د همدی بندونو په واسطه شته اوبه مهار او مخه یی ډب شی نو پخپله بیا پاکستان به یی ساته کوی ځکه چی همدا د کونړ بندونه تخریب شی نو د همدی اوبو له لاسه په غرق شی نو بیا پاکستان د همدی له وجهی کوښښ وکړی چی افغان دولت سره یو ډول تفاهم وکړی ترڅو دلته یاد بندونه جوړ شی