تاند، سه شنبه، د جدي ۱۰مه: د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د یو کور د چت راپرېوتو له کبله د دغه کور ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ ولایتي چارواکي تاند ته وايي، پېښه نن سهار په اسمار ولسوالۍ کې شوې ده چې د یو کور د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، په پېښه کې ۵ ماشومان وژل شوي او اووه ښځې او ماشومان په کې ژوبل دي: (( دوی په کور کې ویده وو چې چت پرې راغورځېدلی دی، ټپیان مو روغتون ته لېږدولي دي وضعیت یې ښه دی.))
نوموړی وايي، دا کور ډېر زوړ و، ځکه یې چت راپرېوتی دی.
په افغانستان کې د خټینو کورونو د زیاتوالي له کبله ورته پېښې په ژمي او بارانونو کې نوې نه دي.