تاند، جمعه، د حوت ۹مه: د کونړ ولایتي ادراه وایي، چې په دغه ولایت کې د یو مهم قومندان او درې ډلمشرانو په ګډون ۳۹ تنه داعشیان له وسلو سره دولت ته تسلیم شوي دي.
د کونړ د والي له دفتره تاند ته په استولې اعلامیه کې راغلي؛ د کشفي او امنیتي ځواکونو په هڅو د قومندان یارخان په مشرۍ ۳۹ تنه داعش وسله والو له جګړو او تاوتریخوالي لاس واخیست او د خپلو ۳۹ میله سپکو او درندو وسلو سره دولت ته تسلیم شول.
بلخوا بیا د کونړ والی عبدالستار میرزکوال ویلي، په کونړ کې د داعش ډله له ماتې سره مخامخ ده او په نږدې وختونو کې به د داعش ډلې ګن شمیر نور غړي هم دولت ته تسلیم شي.