کونګ هم د  نورو بې شمیرو مخلوق غوندي د الله یو مخلوق دی، چي د خپلی وضع، شکل او سترګو له امله ډېر مشهور دی، په اکثرو ژبو کي کونګ یو بې عقل مرغه بلل کېږي، کله چي څوک بل چا ته کومه سپکه خبره کوي نو د کونګ په  نامه ورته وايي، خو دا هسي پیتاوي خبري دي،  په انساني نفسایتو کي دا خبره موجوده ده چي د غټو سترګو او غټ سر لرونکی کس هوښیار بلل کېږي، خو د کونګ سر او سترګی دواړی غټي دي بیا هم د بې عقلو خلکو لپاره د کونګ مثال ورکول کېږي، خلک کونګ یو منحوس الوتونکی ګني، خو  د انګریزی ادب د ماشومانو په کیسو کي لکه هیري پوټر، کي د کونګ د اعلی خوبیو او عقلمند الوتونکی بلل سوی دی،

په نړۍ کي ټولټال 205 ډوله کونګان شتون لري خو د هغوی ټوله کورنئ په دوه برخو تقسیم سوې :

۱۔ بارن ګونګ (Barn owls) :

د دې ساینسي نوم Strigiformes دی، چي منځنی جسامت او نرم سور رنګ لري، د جسم پورتنۍ حصه يې سرخي او وزر يې سپین رنګ لري، د خولې جوړښت يې ګرد د زړه غوندي دی، پښې يې ژړي  او توري دي، د ښځينه په بدن يې داغونه لږ ډېر وي، پښې يې لږ غټي وي،  پنجې او نوکان يې ډېر قوي دي، د کوڅرانو غوړېدل يې تر درو فټو پوري هوا کوي،  وزن يې له 150 ګرامه نیولې تر 480 ګرامو پوري رسېږي، ښځینه کونګ د نر په پرتله درنه وي، داسي کونګان 16 ډوله دي، د دې ډولونو یوازي 3 ډوله په هندوستان کي ژوند کوي، د افغانستان په اړه معلومات نسته .

د دې ډلي کونګانو ځیني نومونه په دې ډول دي: ’Monkey-faced Owl, Ghost Owl, Church Owl, Death Owl‘وغیرہ۔

۲۔ ټرو کونګ (True owls):

د بارن کونګانو نه دا ډیر مختلف دي، د دې ساینسي نوم Striginae دی، هسي خو دا 109 کورنیو کي تقسیم سوي دي لیکن 23 کورنۍ يې معلومي  دي چي په لاندي ډول دي، ’اسکریچ کونګ(Screech Owls)‘،’هارنډ کونګ(Horned Owls) ’سا-وهیټ'(Saw-whet Owls) وغیره

دا کونګان مختلف ډولونه جسامت لري، له ډېر کوچني نه نیولې تر لویو اودرنو پوري  او مختلف رنګونه لري، د دې ډول کونګانو څهره ګرده او غټه وي، لکۍ يې کوچنۍ وي، په کوڅرانو باندي  د داغونو لرلو له امله غټ ښکاري، الوتونکي، بازان او نور يې په اساني سره نه شي لیدلای، کونګ تر ځان کوچنیو مرغانو ښکار کوي او خپل ځان د ښکار کېدو نه ساتي، هسي خو موږکان، سویان، مرغۍ، خزندې وغیره د بزګرانو لوی دښمنان دي خو کونګ  د دې ټولو دښمن دی او بزګران د لوی مشکل نه خلاصوي، ځکه خو کونګ د بزګرانو  ملګری ګنل کېږي، په عام ډول د کونګانو عمر یو یا  دوه کاله وي .

کونګ کوچنی مرغان ټول تېروي او غټ چي د تېرولو نه وي بیا يې ټوټې ټوټې کړې، په عامه توګه کونګ خپله ځاله په داسي ځایونو کي جوړوي چي د ځمکي نه شل میټره لوړ وي، یا په خرابو، ویرانو ځایونو، ویرانو عمارتونو او یا خو يې په کاریزونو او څاوو کي جوړوي .

کونګ خپلي سترګي نه شي رغړولی هغه یوازي مخامخ لیدل کولای سي، خو 270 ډګري سر ګرځولو سره  شاوخوا څلور سره خواوي لیدلي سی .

د نورو مرغانو په نسبت د کونګ بڼي ډېري نرمي او پستې دي ځکه خو د الوتلو په وخت کي  هیڅ غږ نه لري له همدې امله په ډېره اساني سره ښکار په بې خبري کي وکړي .

د کونګ د اورېدو قوت ډېر قوي دی خو د هغه غوږونه ښکارېږي نه، ځکه چي د هغه غوږونه د سترګو او وزرانو شاته پټ دي، د شپې تیاره کي د خپل ښکار یو وړوکی اواز اورېدو سره د هغه لوری معلوموي او ښکار کوي يې.

کونګ یو خاص قسم پنجې لري چي څلور نوکان لري دوه  مخي ته دوه شاته، د ضرورت په وخت کي د شاه یو نوک مخي ته را اړولای سي، مشوکه يې د نورو الوتونکو غوندي تېره او کږه ده، د بڼو له امله يې مشوکه نه ښکاري.

په زړه پوري خبره خو دا ده چي د کونګانو ډلي ته په انګريزي کي پارلمنټ وايي .

د کونګ سترګي يوډول کيمياوي موادلري، دا مواد يې په سترګو کي رڼا پيدا کوي او د شپې په تياره کي هرڅه ليدلاى شي. د کونګ سترګي  (١٠) زره غدې لري چي د شيانو په ليدو کې ورسره مرسته کوي.

 د دوی سترګې پخپله رڼا لري او د لمر رڼا ورته زيان رسوي ځکه خو د ورځي ګرځېدو نه ډډه کوي.

کونګ د ورځې په کنډوالو او غارونو کې پټېږي او د شپې له  خوا ځان او بچو ته ښکار کوي .

کونګ د نورو مرغانو غوندي د پنځه په شاوخوا کي هګۍ اچوي او له څو هفتو وروسته بچي باسي.

د چین ډالیان ټیکنالوجي پوهنتون ساینس پوهانو دامعلومه کړې چي د کونک وزران د سایلنسر غوندي د وزرانو نه پیدا کېدونکی اواز پټوي او هغه بې غږه الوت کولای سي، ساینس پوهانو ویلي که دامعلومه کړل سي چي د کونګ وزران څنګه د الوتو په وخت کي اواز څنګه پټوي نه د لویو ماشینونونه وتونکو غږونو کمولو کي به مرسته وکړي .

د ځيړنو په مهال د ټيم مشر پروفیسر جنګوي ویلي و چي په خاموشي سره ښکار کولو صلاحیت سانیس پوهان او انجیران حیران کړي و، اوس موږ په دې پوه سوي یو چي د کونګ الوتلو صلاحیت زموږ تر فکر څو چنده غوره دی نو ځکه موږ هغه ته د غږ پټونکي مرغانو مشر ویلای سو .

په پښتنو کي د کونګ په اړه ویل کېږي چي سپیره دی ځکه خو په سپیرو ځایونو یعني کڼدوالو او ویرانونو کي ژوند کوي، پښتنو کي د کونګ سترګو په اړه دا خبره مشهوره ده چي کونګ سترګي ویشلي نو ښه سترګي يې ځان ته خوښي کړې، ځکه خو اوس په کڼدوالو او ویرانونو کي ګرځي چي څوک سترګي ترې یو نسي، خو دا ټولي افسانوي خبري دي چي هیڅ حقیقت نه لري .

په مختلفو هیوادونو کي د کونګ په اړه مختلفي عقېدې :

برتانیا کی د کونګ غږ یا د هغه د ژړا غږ منحوس بلل کېږي .

په جنوبي افریقا کي د کونګ غږ د مرګ علامت بلل کېږي .

په کاناډا کي درې ورځي پرله پسي دکونګ نوم اخستلو سره په  کورنۍ کي د چا مرګ یقیني بلل کېږي.

د امریکا په جنوبي او ملوېدیځو برخو کي د کونګ لیدل منحوس بلل کېږي .

په چین کي د کونګ لیدل د ګاونډي د مرګ علامت بلل کېږي .

په ایران کي د کونګ ښه غږ د خوښي علامت بلل کېږي، د ژړا غوندي غږ يې بد علامت بلل کېږي .

په ترکیې کې هم د کونګ غږ منحوس بلل کېږي خو د سپین کونګږغ بیا نېکمرغي  بلل کېږي

په هندوستان کي په کور باندي د کونګ کېناستل ښه نه بلل کېږي .

One thought on “کونګ/ محیب رحمتي”
  1. مننه وروره

    چی د کونګ له خصوصیاتو دی جالب معلومات راکړل واقعا قابل د لوستلو دی چی ددغه مرغه په خصوصیاتو پوه شو خو دا یو سوال ولی دا دومره هیوادونه کونګ او یایی غږ او یا یی لیدل ښه نه ګڼی واقعا همداسی کله شوی کنه چی دا خک فکر کوی

    الله دی په قلم برکت کیږده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *