قاف د يوه غره نوم دی، خو دا غر له نورو غرونو سره توپير لري. وايي چې قاف د نورو وړو غرونو مور ګڼل کيږي.
د دغه غره د موقعیت په هکله راغلي، چې د نړۍ په اخري سرحد کې چې « له هغه اخوا نور هېڅ نه دي او د نړۍ اخر دی»پروت دی يعنی قاف د دنيا په پای کې پروت دی.
د دې غره لوړوالی دومره دی چې د انسان د ونې په اندازه پاس اسمان دی. يعنی دومره لوړ دی، چې که د دې غره د پاسه انسان ودريږي؛ نو کولای شي په خپلو لاسونو اسمان لمس کړي. د قاف غر له نورو ټولو غرونو څخه لوړ دی او ټوله نړۍ يې په خپله محوطه کې رانيولی او د خاورينې نړۍ څخه راچاپېر شوی غر دی.
ټول غرونه معمولا له ډبرو جوړ وي، خو د دې غره په اړه ويل کيږي، چې له زمرد«يو ډول لوړ بيه ډبره ده» جوړ دی، چې قاف ته يې زرغون رنګ ورکړی دی او شاوخوا يې اوبه ولاړې دي. د اسمان شينوالی هم د همدې غره له اغيزه دی. په اصل کې اسمان سپين رنګ لري، کله چې د قاف سيوری پرې لويږي؛ نو اسمان هم شين ښکاری. استاد غضنفر پخپل کتاب ( جادوګر هنر) کې راوړي دي( بله خبره چې د قاف د غره په اړه مشهوره ده هغه دا چې لمر هم له همدې غره نه طلوع کوي او بېرته غروب کوي. کله چې ساینس پرمختګ نه و کړی او عقلانيت لاسبری نه و، د غسې پوښتنو ته اسطورو ځوابونه ورکول، چې ځمکه تر کومه ځایه دی، لمر له کومه راخيژي او داسې نورې.
ايا په دې غره کې څوک اوسيږي؟
د دې پوښتنې ځواب موږ ته پخوانۍ اسطورې او نکلونه راکوي او وايي، چې د قاف په غره کې دېوان او ښاپېرۍ اوسيږي. په ( ملی هنداره ) کتاب کې ډېر نکلونه شته چې د کوه قاف او د دغو ښاپيريو يادونه پکې شوې ده. د قاف د غره په اسطوره کې يو بل ټکی دا دی، چې د عنقا په نامه يو مرغه چې بل نوم يې (سيمرغ) دی هم په دې غره کې اوسيږي. د سیمرغ مرغه په اړه عطار په خپل منطق الطير کې وايي:
عطار د هدهد( ملاچرګک) له قوله وايي:
هست مارا پادشاهې بې خلاف
در پس کوهې که هست آن کوه قاف
نام او سیمرغ سلطان طيور
عنقا د نورو الوتونکو پادشاه ګڼل کيږي او وايي، چې نور الوتونکي ده ته نه شي رسیدلای اما هغه موږ وينې او موږ ته نږدې دي.
په پښتو او د نورو ژبو په ادبياتو کې د قاف نوم په صراحت سره ليدلی شو. شاعران زياتره وخت په تخيل کې دومره پرمختګ کوي، چې ان د خپلې محبوبې حسن د قاف غره له ښاپېريو سره تشبیه کوي او معمولا قاف د ښکلو د ټاټوبي په حيث يادوي. په د غو شاعرانو کې يوهم علم ګل سحر دی چې د قاف غر يې په خپل کلام کې ياد کړي دي په يو نظم کې وايي:
د کوه قاف ښکلې مې وليدلې
خو ستا جلوې نه وې په کې
شاعر په خيال کې دومره لوړ پرواز کوي، د دې له پاره چې د خپلې محبوبې ښایست ورته وښيي کوه قاف ته ځي او د هغه ځای ښکلي ګوري ، چې د هغوی ښایست هم د ده محبوبې ته نه رسیږي. د کوه قاف ښاپېرۍ د ښايست سمبول دی.
رحمن بابا وايي:
که د تن په لویي لوی دی، به يې څه کړې
مه کړه خدای چې کوه طور شي کوه قاف
يو بل بیت کې هم شاعر د خپلې محبوبې ښايست د کوه قاف له ښاپيريو سره يوشان ګڼي او وايي:
ستا د حسن به څه وايم که کوه قاف ته چېرته لاړې
دا مې واوره درسره به ښاپيري کور ته راځي
داسې نور شاعران هم شته چې د قاف د پيريانو او ښاپېريو يادونه يې پخپلو اشعارو کې کړي دي.
د قاف د دېوانو په اړه په نکلونو او اسطورو کې ډېرې کیسې راغلي(اسطورې معمولا د انځورونو او واقعياتو په واسطه په غير مستقيمه ژبه د انسان تجربې او د ځان او کايناتو په اړه د انسان انګېرنې بيانوي.) او دا يې بيان کړي دي، چې د قاف د غره ديوان څومره داړونکي او خطرناکې دي. که د کومې کیسي اتل وغواړي، چې له کوه قافه ښاپېرۍ راولي؛ نو دی بايد له ديوانو سره مبارزه وکړي.
د کوه قاف په اړه بله مشهور خبره داده چې د حيات چينه هم دغه غره کې موقيعت لري، خضر (ع) چې له دغې چینې نه اوبه څخلي دي او تل پاتې ژوند يې په برخه شوی دی.
د ذوالقرنين پيغمبر په اړه هم راغلي دي، چې کوه قاف ته تللی و او معجزه يې وه ، چې غر د الله په قدرت له ذوالقرنين سره په خبرو راغلی و. غر ذوالقرنين ته وويلې چې زه له خاورينې دنيا راتاو يم او دا نور غرونه زما رګونه دي او چې کله خدای وغواړي چېرته زلزله وکړي، زه په هغه ځای کې خپل يو رګ خوځوم( جادوګر هنر؛غضنفر، اسدالله)
د بلخ مولانا ويلي دي
رفت ذوالقرنين سوی کوه قاف
دید او را کز زمرد بود صاف
د منځنيو پېړيوپه حماسو او رومانونو کې د اتلانو په اړه ويل شوي دي چې د هغو رومانونو اتلان به دومره قوی او زورور وو، چې د قاف له غره نه به يې ښاپېرۍ له ځانه سره راوستلی شوای. د قاف له غره نه د ښاپېرۍ راوستل يو نا اشنا کار دی؛ خو د دغو اتلانو دزړورتوب د ثبوت له پاره دغسې افسانوي کیسو نه ګټه اخيستل شوي دي، چې دومره لرې ځای چې د دنیا اخر دی او د ديوانو د اوسېدو ځای دی، تګ او له هغه ځای نه د ښاپېرۍ راوستل د لوستونکو ذهن کې له وېرې سره زور او قوت هم د اتل له پاره انځورول.
قاف او په هغه کې اوسيدونکي موجودوات لکه دېوان او ښاپېرۍ دا هغه خيالي او افسانوي موجودات دي چې يواځې په تېرو خيالي کیسو کې ترې يادونه شوي دي او په حقيقي نړۍ کې يې شتون نه دي ثابت شوي ، په ادبياتو کې د دغه ډول شيانو استعمال او د محبوبې تشبيه کول د کوه قاف له ښاپېريو سره او يا د خلکو ډارول له دېوانو نه په ادبياتو کې په ځانګړي ډول د اسطورې موتيف دی، چې دغه خيالي شيان د افسانو لپاره خام مواد جوړوي . ګړني او ليکني ادبيات د اسطورو له موضوعاتو او عناصرو مالامال دي.
اخځونه: غضنفر، اسدالله؛ جادوګر هنر