لیکنه: ډاکټر نصرت الله راسا – د روغتیا د پالیسي متخصص
د ۲۰۱۹ کال د دسمبر میاشتې په وروستیو کې د چین د ووهان په ایالت کې زکام ته ورته د یوې نا اشنا تنفسي ناروغۍ ګڼ شمیر پيښې ولیدل شوې چې بیا وروسته د روغتیا نړیوال سازمان یی ناروغي د کووید ۱۹ په نوم ونوموله او سببي عامل يي د سارس کوو -۲ په نوم وایرس وباله چې د کرونا وایرسونو له کورنۍ سره تړاو لري. کارپوهانو وموندله چې ددې ناروغۍ وایرس ډیر په چټکۍ سره خپریږي او د خپراوي عمده لاره يي تنفسي قطرات دي چې د یو ناروغ کس نه روغ کس ته د ټوخي یا پرنجي پروخت لیږدي او یا هغه مهال لیږدي چې یو کس د هغې سطحې سره په تماس کې شي چې

په نوموړي وایرس ککړه وي. د کووید ۱۹ ناروغي نه یواځې انسانان اخته کوي، ناروغوي يي، او یو شمیر یی له منځه وړي، همداراز د روغتیایی نظامونو لپاره یو اضافي سرخوږی ایجادوي، ډاکټران او نور روغتيايي پرسونل، منابع او وخت له نورو ناروغانو د کووید ۱۹ ناروغانو ته را اړوي او په پایله کې ګڼ شمیر ناروغان د کمې پاملرنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. سربیره پر صحي ستونزو يي، اقتصاد ته هم زیات زیان اړوي، ځکه کله چې خلک ددې ناروغۍ له ویرې له کوره بهر نه وځي، کاروبار په ټپه دریږي او اقتصاد په بیلابیلو کچو زیانمن کیږي. سره له دې چې د کووید ۱۹ ناروغي زموږ د ماتیدونکي صحي نظام لپاره یو اضافي بار دی خو دا د یو فرصت په ډول هم کارول کیدای شي چې ټولې هغه خلاوې چې په نظام کې شته وموندل شي او د حل لپاره یی تدابیر ونیول شي. د افغانستان روغتیايي نظام د بیړنیو حالاتو د ځواب ورکولو لپاره یو څه اهتمامات لري خو د کووید ۱۹ په څیر ستر آفت ته په هیڅ صورت چمتو ندی. دا یو ښه فرصت دی چې د نظام د تقويې لپاره یو جامع پلان جوړ او عملي شي. اوسمهال د دې سترې ستونزې د ځواب لپاره یو شمیر اساسي اقدامات لازم دي چې په لاندې ډول يې خلاصه کوم:
لومړی: دا ستونزه په درې پړاوونو کې کنترول کړئ
د کووید ۱۹ ناروغۍ عامل وایرس په ډیره چټکۍ خبریږي. که څه هم ۸۰ سلنه اخته کسان يي خفیف یا متوسط اعراض ښيي خو که پریښودل شي چې ټول خلک په یو ځل اخته کړي نو د روغتیا سیستم ته سخته ضربه ورکوي. د روغتیا سیستم به تول په کووید ۱۹ ناروغانو اخته شي او نور ناروغان به د نه پاملرنې له امله ژوند له لاسه ورکړي. نو ځکه تر هغو چې د وایرس خپراوې تر ټولو کم حالت ته ونه رسیږي، قرنطین، د عامه ځایونو بندول باید دوام پیدا کړي. دا چې خلک نشي کولای اوږدمهال لپاره خپل کاروبارونه بند وساتي یا ښوونځي، پوهنتونونه او دفترونه د اوږد مهال لپاره بند پاتې شي په دوهم پړاو کې باید د وایرس د خبراوي د راکمیدو په صورت کې ورو ورو ددې ځایونو خلاصولو ته اجازه ورکړای شي. خو په دوهم پړاو کې هم باید فزیکي مسافه، نظافت، د ناروغانو جلا کول او د مسنو او ناروغو خلکو ته د خاصو تدابیرو دوام ډاډمن شي. په دریم پړاو کې چې ډاډه شو ناروغي ختمه شوه ټول محدودیتونه له منځه یوسو او راتلونکې احتمالي پانډیمي ته چمتووالی ونیسو.
دوهم: همغږي او د هڅو رهبري ځواکمنه کړئ
کووید ۱۹ یو فوق العاده حالت دی او یو ځانګړی د مشرۍ او همغږۍ میکانیزم ته اړتیا لري. د ولسمشر د مستقیم نظارت لاندې یوې کمیټې ته عاجله اړتیا ده چې د عامې روغتیا وزارت یی د سکرتریت رول ولري. په دې کمیټه کې باید د روغتیا ماهرین (اپيډیمیالوجستان، د بیړنیو روغتیایی حالاتو ماهرین، د روغتیا د پالیسي او مدیریت ماهرین) د روغتیا د اقتصاد ماهرین، د ماليې وزارت، د کلیدي وزارتونو استازي او د بهریو مرستندویه ادارو استازي ګډون ولري. د پيښو د قومانداني یو مرکز (Incident Command Center) باید په فعال او یو قوي رهبر يي په راس کې وي.
دریم: د خطر افهام اغیزناک او چټک کړئ
دا ډیره مهم ده چې نه یواځې خلکو ته د کووید ۱۹ د وضعیت، اقداماتو او نویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل شي بلکه د خلکو د باورونو په اړه چټکې ارزونې وشي او ناسم معلومات د اغیزناکو پیغامونو او رسنیو له لارې سم کړای شي. پیغامونه باید په دواړو رسمي ژبو او نورو ژبو (لکه ازبیکي) خلکو ته وروسول شي. د خلکو له بیلابیلو شبکو باید اغیزناک کار واخستل شي لکه د ټولنې رضاکار صحي کارکوونکي، د سرې میاشتې رضاکاران، د مدني ټولنې فعالین، د تولنیزو رسنیو اغیزښندونکي شخصیتونه، مشهور هنرمندان او اغیزښندونکي خلک تر څو خلکو ته وخت په وخت پیغامونه ورسوي. تکراري او سولیدلي معلومات خلک خسته کوي نو ځکه باید هره اونۍ باید نوي شي.
څلورم: سرویلانس او د پيښو موندنې ته وسعت ورکړئ
دا ډیره مهمه ده چې ټول روغتیايي کارکوونکي د کووید ۱۹ د پیښې په تعریف (Case Definition)پوه کړای شي تر څو ټولې شکمنې پيښې وموندل شي او مثبت پيښې تایید شي. دا چې افغانستان د راپور وړ ناروغیو د سرویلانس یو سیستم لري، اوس مهال باید د همدې سرویلانس سسیستم څخه کار واخستل شي او لا نور تقویه شي. د راپور ورکونې لپاره د حقیقي وخت (Real Time) ارقامو نه ګټه واخستل شي. د ټولو ارقامو اپيډیمیالوژیک او ټولنیز تحلیل په منظمه توګه وشي او د پریکړو په کولو کې ترې ګته واخستل شي. هره اونۍ باید د ناروغۍ مفصل راپور چمتو شي او له اړوندو خواوو سره شریک شي.
پنځم: هیواد ته د دخول لارې جدي وڅارل شي
دا چې ګڼ شمیر خلک له ایران او پاکستان نه هیواد ته راځي له دې دوه هیوادونو څخه د راتلونکو خلکو پرمخ بندرونو کې دې د ټسټ کولو (Screening) تسهیلات زیات شي. ټول هغه خلک چې له دې لارو هیواد ته داخلیږي د ځانګړو ترانسپورتي وسیلو له لارې مربوطه ولسوالیو ته ورسول شي، له روغتیايي مرکزونو سره دې وصل شي او په کور کې دې تر قرنطین او څارنې لاندې ونیول شي. په سرحدي سیمو کې د خلکو قرنطین کول ډیر عملي نه ښکاري.
شپږم: د هیواد په کچه د لاربراتوارونو تقویه
د کووید ناروغۍ په تشخیص کې لابراتوار ډیر حیاتي رول لري او تقریباً تشخیص ددې په واسطه کیږي. په لویو ښارونو کې د PCR د ټسټ تسهیلات باید پراخ شي. په مرکز کې یو ارجاعي لابراتوار جوړ شي. د لابراتوار د کار د معیاري کیدنې او د خطاوو د کمولو لپاره باید معیاري کاري پروسیجرونه په عاجل ډول جوړ شي او ټولو لابراتوارونو ته واستول شي. د لابراتوار د کار او د کارکوونکو د عملکرد (کړنو) یو قوي نظارت باید تر سره شي تر څو دا ډاډ تر لاسه شي چې لابراتواري خدمات په ښه کیفیت تر سره کیږي او خطاوې تر ټولو کم ممکن حالت کې دي.
اووم: د انتان د مخنیوي چارې باید ډاډمنې شي
هغوې چې د کووید ۱۹ سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې دي لکه ډاکټران، نرسان، د لابراتوار کارکوونکي او نورو روغتیايي پرسونل باید په جدي ډول د انتان د مخنیوي لارې چارې عملي کړي. د ځاني ساتنې وسایل (Personal Protective Equipment) باید ورته مهیا شي او دوې ته فرصت ورکړای شي چې د ناروغانو تشخیص او اهتماماتو ته دوام ورکړي. په روغتیايي مرکزونو کې باید د نظافت او حفظ الصحې اضافي تدابیر ونیول شي. مراجعینو ته د روغتیايي مرکزونو په دروازو کې د لاس مینځلو وسایل، اوبه او صابون کیښودل شي او له ټولو وغوښتل شي چې لاسونه په صابون ومینځي. د روغتیايي مرکزونو د انتان د کنترول کمیټه فعاله شي او یواغیزښندونکي او فعال شخص ته يي مشري ورکړای شي.
اتم: جدي ناروغانو ته باید د اهتمام څانګې فعالې شي
د لاندې ګراف له مخې په چین کې د کووید ۱۹ ناروغۍ ۸۱ سلنه ناروغان خفیف یا متوسط اعراض درلودل چې دغه شمیر ښايي بستر کولو ته اړتیا ونه لري خو ۲۰ سلنه يي بیا بستر ته اړتیا درلوده چې به دوې کې بیا ۵ سلنه په بحراني حالت کې وو (ممکن د افغانستان وضعیت فرق وکړي چې باید څرګند شي). موږ باید ددې ناروغانو اهتماماتو ته ځانګړي تدابیر ولرو. د بحراني ناروغانو اهتمامات خاصو وسایلو ته اړتیا لري لکه د مصنوعي تنفس ماشینونه او ځیني نور چې باید چمتو شي. دا چې زموږ هیواد د دې ډول ناروغانو د علاج زیات وسایل نه لري نو په کورونو کې د خلکو پاتې کیدل او د فزیکي مسافې مراعتول به د ناروغانو شمیر کم کړي او روغتیايي نظام ته به فرصت ورکړي چې د شدیدو او بحراني ناروغانو ژوند وژغوري.
نهم: اساسي روغتيايي خدمات باید فعال وساتل شي
د کووید ۱۹ ناروغۍ یو اړغیز زیان (Collateral Damage) دا دی چې اکثره روغتیایی کارکوونکي ددې ناروغۍ په درملنه اخته وي او نورو ناروغانو ته ډاکټران، نرسان، امبولانس، بسترونه او نور وسایل نه رسیږي. نو ځکه دا مهم ده چې اساسي روغتیايي خدمات له د مور او ماشوم خدمات، د واکسین خدمات، د نوزیږدو ماشومانو او مسنو خلکو خدمات چې بحرانی حالت لري، د اساسي درملو تهیه او د نورو خدماتو لکه لابراتوار، امبولانس، او د حادو حالاتو اهتمام باید ډاډمن شي. انتخابي جراحي عملیاتونه باید وځنډول شي او روغتیایی محدود وسایل باید یواځې عاجلو ناروغانو ته مختص شي. د ناروغانو جلا کول (تریاژ) ډیر مهم دی چې په دې وخت کې ورته ځانګړی پام وشي.
لسم: د خلکو، سکتورونو او نړیوالو ټولنو مرسته باید جلب شي
د روغتیا سکتور په یواځې ځان نشي کولی دا آفت کنترول کړي تر څو چې خلک او د حکومت نورې ادارې مرسته ونه کړي. خلک باید په کورونو کې پاتې شي، لاسونه بار بار په صابون ومینځي، له ناروغانو لرې اوسي، د ناروغۍ په صورت کې له نورو ځان جلا کړي او د عاجلو شیانو د پیردولو لپاهر بهر وتلو پر وخت ماسک واچوي. پولیس او امنیتي ځواکونه په داسې شرایطو کې مهم رول لري. خلک برینږدي چې اجتماعات وکړي، د تفریح پارکونه او نور د راتولیدنې ځایونه بند وساتي. د حج او اوقافو وزارت او امامان باید خلک وهڅوي چې په کورونو کې پاتې شي، تلاوت، نفلونو او نورو عباداتو ته په کورونو کې دوام ورکړي او نه ضرر قبول کړي او نه نورو ته ضرر ورسوي. افغانستان د یو زیان مننونکي هیواد په څیر د نورو مرستو ته اړ دی. د کووید ۱۹ په حالت کې باید د نړیوالو مرستندویه موسسو او ډونرانو سره د همغږي میکانیزم ایجاد شي. دوې ته د وضعیت او اړتیاوو یو سم تحلیل ورکړای شي او په بیلابیلو برخو کې ددوې مرستې جلب شي. ځینې ساحې چې نړیوالې ادارې پکې اوس مهال عاجله مرسته کولای شي دا دي: د لابراتوارونو او تشخیصیه وسایلو مرسته، د انتان د مخنیوي د وسایلو او د ځاني حفاظت د وسایلو مرسته، د ارقامو د تحلیل په برخه کې مرسته، دا چې خلک په کورونو کې دي زیات بیوزله خلک د لوږې له خطر سره مخامخ دي نو ددوې لپاره د نقدي او غذايي موادو مرسته ډیره ضرورو ده.