د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله والو له پخوا ګواښیدل چې د کوټ ځینې سیمې ونیسي، خو ځایي خلکو اجازه نه ورکوله چې په دې کار بریالي شي، داعش وسله والو د خپلو پوچو تبلیغاتو او خلافت غږ راډیو په مټ توانیدلي چې له یو شمېر ولسوالیو تنکي ځوانان جذب کړي او تر څو ورځو تمرین وروسته یې ګمارلي چې پر کوټ برید وکړي او په هغه سیمه کې غنیمتونه به د دوی شي.
د کوټ خلکو هیڅکله داعش ته اجازه نه ده ورکړې چې د دوی په سیمو کې فعالیت وکړي او له دغې سیمې د دفاع په خاطر کوټوالو زیاته قرباني ورکړې او تل یې داعش له خپلو سیمو د زیاتې مرګ ژوبلې سره شړلی دی.
داعش له وخته راهیسې د کوټ وسله والو پاڅون کوونکو ته ګواښیده، ځکه د داعش هیڅکله په ولسونو زور نه رسیږي چې جګړه ترې وګټې، خو اوس یې چې ځینې ماشومان د جګړې لپاره جذب کړي او روزلي، نو د جنت د حورو کیسې یې ورته کړي او دغه راز ورسره یې ژمنه کړې چې له کوټ په لاس راغلي غنیمتونو کې به برخه ورکړي.
د داعش تر ټولو زیات ځناورتوب په دې کې دی چې د جګړې په وخت کې پر هیچا رحم نه کوي، د جګړې له ټولو اصولو خلاف زنانه وژني، ماشومان وژني او دغه راز یرغمل کوي یې.
د داعش وسله والو بل وحشت دا دی چې د سیمې د خلکو کورونه چور کړي، څاروي یې له ځانه سره بیايي او هغه څه چې ترې پاتې کیږي، سوځوي یې.
تېره شپه چې داعش وسله والو د کوټ پر یو شمېر سیمو برید کړی، ځایي خلک وایي، داعش ترې ماشومان او زنانه وژلي او دغه راز کورونه یې ور سوځولي دي.
داعش هيڅکله د کوټ خلکو ته ماتې نه شي ورکولای، خو داعش په خپل خرتوب او وحشي توب خلک ډاروي، ځکه د ماشوم او زنانه وژل هیڅ دښمن نه کوي، دغه راز د ځايي خلکو د کورونو سوځول هیڅ دښمن نه کوي، که هغه هر ډول ناځوانه وي.
داعش وسله والو چې د ننګرهار په زیاتو سیمو کې یې ماتې خوړلې او اوس یواځې د کوټ په یو شمېر سیمو او د اچین په مامند سیمه کې دي، هڅه کوي د خپلو ماتو غچ له خلکو واخلي، دا ځکه چې داعش وسله وال په خلکو کې هیڅ ځای نه لري او هر ځای کې د دوی پرضد خلک راپورته کیږي او د هیڅ ډول فعالیت اجازه نه ورکوي.
داعش چې هر کله یې هر ځای ماتې خوړلې او سرټیټی له سیمو تښتیدلی دی، اوس به هڅه وکړي چې د ښځو او ماشومانو په وژل کیدو سره په خلکو کې ویره خپره کړي او فکر کوي چې د دې ویرې له مخې به زیات شمېر سیمو کې پرمختګ وکړي، خو نا
داعش هغه وسله والو ډله ده چې هیڅ کلتور، دین او ارزښتونو ته قایله نه ده او د خپل بادار د ګټې لپاره یواځې وینه تویوي او په دې کې خپل راتلونکی برخلیک ښه ګوري.
خو د افغانستان د زیات شمېر خلک له داعش وسله والو کرکه لري او د دغې ډلې د مخنیوي لپاره د کوټ د خلکو په څېر قربانۍ ته تیار دي.