تاند- دغو کبانو له ځانه د ښکار ګوله (طُعمه) جوړه کړې چې ځان له غټ کبه وساتي.
هغه ژوی چې دوی ورڅخه ځان ساتي شارک یا نهنګ دی. په سمندر کې دا کوچني کبان کوم پټنځای یا ډال نه لري چې ځان له غټو کبانو وساتي. نو چې کله غټ کب ووینو په چټکه سره یوځای شي او پر له پسې په ګډه په اوبو کې تاوراتاو کېږي؛ د تګ لوری بیا بیا بدلوي.
