ګاروډا په مرغانو کې یو ستر غټ مرغه دی چې د آریه وګړو د معبود ستر ویشڼو له یو ځای څخه بل ځای ته وړونکی راوړونکی مرغه دی.

د دې مرغه زړه په یوه کوچنۍ مرغۍ چوغکه باندې خوږ شو او مرسته یې ورسره وکړه او د دې غټه ستونزه یې اواره کړه او له ستر کړاو څخه یې وژغورله.

دې وړې چوغکې د یو ستر سمندر په غاړه په شګو کې ځاله جوړه کړې وه او هګۍ یې په دې ځاله کې اچولې وې چې د نسل د بقا له پاره د پچیو خاونده شي. خو له بده مرغه د دې سمندر څپې راغلی او د دې کوچنۍ مرغۍ چوغکې هکۍ یې یوړلې او د دې ځاله یې ورانه کړه.

دې وړې چوغکې سمندر ته ډیرې زارۍ وکړې چې د دې هګۍ بیرته ورکړي چې د بچیو خاونده شي . چوغکې چې سمندر ته هر څومره زارۍ وکړې سمندر ورته هګۍ ورنګړې او د دې زاریو کوم ځای و نه نیوه.

وړې چوغکې ستر او ټینګ هوډ وکړ چې له دې ستر سمندر څخه به خپلې هګۍ اخلي او خپله ځاله به ودانوي او بچي به زیږوي. دې چوغکې ټینګ هوډ او عزم وکړ چې دا لوی او ستر سمندر وچ کړي او خپلې هګۍ ورڅخه واخلي. چوغکې پیل وکړ او په وړه مښوکه به یې د دې ستر سمندر اوبه اخیستلې او چیرته لیرې به یې تویولې. او په دې توګه یې غوښتل چې دا سمندر وچ کړي. خپل کار ته یې دوام ورکړ او لګیا وه په مښوکه کې به یې له سمندر څخه اوبه وړلې او چیرته وړاندې به یې تویولې.

د ستر ګاروډا مرغه زړه ورباندې خوږ شو او سمندر ته یې وویل چې چوغکې ته خپلې هګۍ بیرته ورکړي. سمندر له ګاروډا مرغه څخه وډار شو او چوغکې ته یې هګۍ ورکړې چې په دې توګه د چوغکې ستر او ټینګ هوډ نتیجه ورکړه او بیا یې ځاله ودانه او د بچیو خاونده شوه.

په ژوندانه کې هر چا ته د دې چوغکې غوندې ټینګ هوډ په کار دی چې په دې توګه یې په خپلو چارو کې بریالیتوب ورپه برخه شي او د ښه هوسا ژوند خاوند شي.

ستر څښتن د وګړو د لارښوونې له پاره څه له پاسه سل زړه استازي رااستولي دي چې په دې استازو کې یوازي پینځه استازي د ټینګ هوډ او عزم خاوندان ول چې دې پینځو استازو ته اولوالعزم استازي ویل کیږي. لومړی د ټینګ هوډ خاوند اولولعزم استازی نوع علیه الصلوه والسلام و. او دوهم اولوالعزم استازی ابراهیم خلیل الله علیه الصلوه والسلام و. او دریم اولوالعزم استازی موسی کلیم الله علیه الصلوه والسلام و. او څلورم اولوالعزم هوډي استازی عیسی روح الله علیه الصلوه والسلام و او پینځم اولوالعزم او د ستر او ټینګ هوډ خاوند د الله ستر استازی محمد رسول الله علیه الصلوه والسلام و.

دې پینځو واړو استازو د خپلو امتونو به لارښوونه کې ډیرې ستونزی او کړاوونه وزغمل او خپل امتونه یې سمې لارې ته برابر کړل او د دوی ستونزو او ټینګو هوډونو ښی پایلې ورکړې او د الله د استازیتوب ښه حق یې ادا کړ.

اوس اوس زمونږ په هیواد کې د ستونزو او کړاوونو د حل له پاره ټینګ هودي مشران ټاکل شوي دي. هیله ده چې د دوی په هوډونو به زمونږ هیواد ښیرازه او سمسور شي او د هیواد دا د عمرونو ځوریدلي وګړي به له ستونزو او کړاوونو څخه وژغورل شي او د ښه او عزتمند ژوند خاوندان به شي .

د هیواد وګړي په خپلو چارو کې د دې مشرانو د هوډونو بریالیتوب او کامیابي غواړي هیله ده چې د وګړو غوښتنې به ښې بریالۍ پایلې ولري.

ودان او سمسور دې وي زمونږ ګران هیواد افغانستان او سرلوړی خوشحاله دې وي د هیواد دا کړیدلي وګړي.

«««««««««««««««««««««««

د چوغکې داستان د آریه وګړو له دیني کتاب خدایې ….. له شپږم څپرکي د څلورویشتم متن له شرح او بیان څخه اخیستل شوی دی.

The small sparrow is Afghanistan and the big Garudais is America ( If they become pass also ).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *