۱۳۹۳/۱۱/۹

د میدان وردګو ولایت کوچي زده کوونکي به د دغه ولایت د پوهنې ادارې اړوند په اساس شمېره کې ثبت شي،چې په دې سره به د غه زده کوونکي  د یادې ادارې سره په رسمي ډول د زده کوونکو په توګه وپېژندل شي.

تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د کوچیانو لپاره د سویډن کمیټې له لورې لسګونه ښوونځي جوړ شوې وو،چې د پوهنې ریاست سره یې زده کوونکي په اساس شمېره کې ثبت نه وو،چې له همدې له امله یې رسمیت هم نه درلودل .

د دغه ولایت د کوچیانو امر همایون عزیزي وایي یاده ستونزه یې د ولسی جرګې د یو شمېر غړو په همکارۍ د پوهنې وزارت د ادارې سره حل کړې،چې دغه ادارې ورسره ژمنه وکړه،چې ډېر ژر به د میدان وردګو په ګډون په ټولو ولایتونو کې کوچي زده کوونکو ته د دوی په اداره کې اساس شمېره ورکړل شي.

ده زیاته کړه،د پوهنې وزارت چارواکو ورته ویلي،چې کوچي زده کوونکې،چې په هره ولسوالۍ کې دي،د دوی به مدیریتونو کې به ورته اساس نمبر ورکړي او له ځآن سره به یې د زده کوونکي په توګه په رسمي ډول ثبت کړي .

د میدان وردګو د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وایي تر دې وړاندې دوی ځکه کوچي زده کوونکو ته اساس نمبر نشو ورکولای،چې دوی تعلیمي کال په یوه سیمه کې نشو پوره کولای او له یو موسم څخه وروسته به بلې سیمې ته کوچیدل .

د نوموړی په وینا دوی هم له یادې موضوع څخه خبر شوي خو تر دې دمه ورته رسمي لارښوونه نده شوې.

هغه کوچي زده کوونکو ته د پوهنې ادارو په چوکاټ کې اساس شمېره ورکول د پوهنې په برخه کې یو ستر ګام وباله .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د کوچي زده کوونکو د یادې ستونزې په حل کېدو خوښي وښوده او د ولسي جرګې له غړو په ځانګړې ډول د اغلې حمیدې احمدزۍ څخه،چې په یاده برخه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړې مننه وکړه.

ده زیاته کړه،کوچیان د افغانستان له یو ستر قوم څخه دی او حق لري،چې کوچنیان او ځوانان یې په رسمي ډول په دغه هېواد کې په بېلابېأو برخو کې خپلي زدکړې ترسره کړي .

د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې ۹۶۵۰ کوچي کورنۍ استوګن دي،چې اوس مهال یې د سویډن کمیټې لخوا په جوړ شویو ښوونځیو کې ۲۵۰۰ کوچنیان زدکړي کوي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *