تاند- د کوچیانو د انسجام شورا د افغانستان حکومت کوچیانو ته په نه پاملرنې تورن کړ، ویې ویل چې کوچیان له تعلیم، روغتیا او حتي د اوسېدو لپاره له یوې ټوټې مځکې محروم دي.
دې شورا له حکومته وغوښتل چې د کوچیانو د هستوګنولو لپاره دې دوی ته مځکې ورکړي.
د کوچیانو د انسجام شورا رييس دلاور فیضان وویل، کوچیان په خپل هیواد کې د سرپناه، روغتیايي خدماتو او زده کړو له حقه محروم دي.
د ښاغلي فیضان په وینا په درست افغانستان کې د کوچیانو د نجونو لپاره حتي یو ښوونځی نشته.
د کوچیانو د انسجام شورا د دایمي سرپناه، ځانګړې رسنۍ او په دولتي ادارو کې د ونډې غوښتونکې ده.
د دې شورا ريیس وايي چې حکومت دې د کوچیانو د غوښتنو د پوره کولو لپاره پلان جوړ کړي.
فیضان په عین حال کې وویل چې کوچیان د افغانستان له هیڅ قوم سره مخالفت نه لري او خپلې ستونزې له نورو سره د خبرو له لارې حل کوي.
د افغانستان د اساسي قانون او ټولو قوانینو پر اساس د افغانستان هر وګړی د مسکن ، تعلیم ، په دولتي ادارو کې د کار او هرځای ته د سفر حق لري.
کوچیان هم د دې هېواد اصلي اوسېدونکي دي . د یوېشتمې پیړۍ عصر او شرایط دا ایجابوي چې نور زمونږ هېواد وال د کوچېتوب ، مهاجرت او کډوالۍ له ژوند نه خلاص او د هېواد په مناسبو ځایونو کې د مېشتېدو لپاره آسانتیاوې ورته برابرې شي.
که څه هم د افغانستان په شرایطو کې مالداري په یوځای کې ثابت روزل مشکل کار دی خو په هغو سیمو کې چې شنه غرونه او دشتې ولري ، پرېمانه اوبه ولري ، د کوچیانو مېشتېدل به یو مناسب فرصت وي.