تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په بلخ ولایت کې د کوچیانو وضعیت د اندېښنه وړ بولي او له دولت څخه غواړي چې دغه قشر ته د لومړنیو حقونو د تامینېدو فرصت برابر کړي.

د بلخ د کوچیانو د ادارې مشر غلام فاروق عبیدي وايي، د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو کې کوچیان شته، خو نه لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري او نه یې هم د ماشومانو لپاره د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم وايي چې په بلخ ولایت کې کوچیان په ډېر ناوړه وضعیت کې اوسیږي او سره له دې چې د هغوی مالڅرونه د سیمه ییزو زورواکو لخوا غصب شوي دي، کابو دوې لسیزې کیږي چې کوچیانو ته د دولت له لورې د هېواد د نورو اتباع په نسبت په یوه سترګه نه کتل کیږي.

په بلخ کې کوچیان وايي چې د راتلونکي ژمي لپاره په چهاربولک، چمتال، دولت آباد، کشنده، خلم ، بلخ او شولګره ولسوالیو کې خپلو څارویو ته د علوفې له کموالي سره مخ دي، او تېر کال هم د علوفې د کمښت او د ژمي سړې هوا له امله یې څه باندې ۲ سوه زره څاروي تلف شول.

دا په داسې حال کې ده چې د کوچیانو د ادارې د معلوماتو پر بنسټ په بلخ ولایت کې څه باندې ۲۰ تر ۲۳ زره کوچیان اوسیږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *