کوچی کب – انچوي کبان
Anchovy
د مالګینو اوبو مختلف ډوله کبان چې خپله کې ډله سره ګرځي. د اینګرولیډای کورنۍ (Family Engraulidae) تشکیلوي. د ډلې نوم ېې کلوپې اېفارمز (Order Clupeiformes) ده. دا کبان سلوري رنګ (herring) لري, غټې خولې لري، تېره اوربوز لري. یوازې ۱۰۰ ډولونه ېې د ګرمو سمندرونو په سطحي برخه یا ساحلونو کې ژوند کوي. د معتدله سیمو یو څو ډوله انچووې کبان په تازه اوبو کې ژوند کوي.
 
د اوړي او پسرلي موسم کې د اوبو په سر لامبو وهونکې، شفافه او اوږد شکل کې هګۍ کوي. هګۍ ېې په دوه ورځو کې بچیان کیږي او د اوبو لاندې برخې ته کوزیږي. غټ کبان ېې په پلانکتوني حیواناتو ځان تغذیه کوي. ډېر ژر وده کوونکي کبان ګڼل کیږي. له ۱۰ تر ۲۵ سانتي متره (۴ تر ۱۰ انچه) پورې اوږدوالی لري.
 
د کرې په شمال کې د معتدلو سیمو (Engraulis mordax) ډول انچووي او د اروپا (E. encrasicholus) ډول انچووي ډېر زېات سوداګریز ارزښت لري او د خوړو عمده برخه چمتو کوي. د (Cetengraulis mysticetus) ډول ېې نورو کبانو او اوبلنو ژو ته د خوړو په توګه ورکول کیږي او یا د تونا (tuna fish) په نامه کبان پرې نیول کیږي. د انچووې کبانو کولیا نسل (genus Coilia) په چین کې وچیګي او له وچېدو وروسته خوړل کیږي. ډېر ډولونه ېې که د کب نیونې له جال او یا کوم بل سخت توکي سره لمس شي د ډېر نازکوالي له وجې مړه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *