Butter
کوچ د شحمو امولسیون (emulsion)، اوبه، او غېرې اورګانیکه مالګه ده چې له شاربلو (churning) لاسته راوړل کیږي. – امولسیون د یوې مایع په بله مایع کې مخلوط ته وایي چې له یو بل سره حل کېدونکې نه وي لکه د تېلو او اوبو مخلوط. د ډېر وخت لپاره کوچ په خوړو کې د غوړیو په توګه کارېدل. په اوس وخت کې، په شمالي امریکا، شمالي اروپا او د نړۍ په ټولو هغو سیمو کې چې غواګانې د شیدو لپاره ساتل کیږي اړین خواړه دي.
په هر ۱۰۰ ګرامه کې ۷۱۵ کلوري انرژي لري، د کوچو د شحمو لوړه کچه پکې موجوده وي، تقریبا ۸۰ % د شیدو شحم لري خو پروتین پکې کم دي. زیاته ویټامین اې، کمه اندازه کلسیم، فاسفورس، ویټامین ډي لري. د کوچو رنګ یو ډول رنګ دانه ده چې د کاروټېن (carotene) په نامه یادیږي کومه چې په شحمو کې موجوده وي. په متحده ایالتونو کې په سوداګریزو کوچو کې د سبزۍ رنګ اضافه کیږي تر څو یې زېړوالی زېات شي.
د لمړي ځل لپاره د کوچو جوړونکي ندي مالوم خو جوړونه یې د ماقبل تاریخ له وخت څخه دود ده. پرمختللو هېوادونو په ۱۹ پېړۍ کې د کوچو تولید له فارم څخه شرکتونو ته انتقال کړ خو په وروسته پاتې ملکونو کې یې تر اوسه فارمونه تولیدوي.