تاند- کوډګره ناوې د ځوان لیکوال غزانور غزا  د لنډو کیسو ټولګه ده، چې په دې وروستیو کې دانش خپرندویه ټولنې بیا چاپ کړې ده.

دا ټولګه اول ځل نږدې اووه کاله وړاندې هم دې ټولنې چاپ کړې وه.

د کوډګره ناوې لیکوال په خپله فیسبوک باڼه کې له خپرندویه ټولنې مننه کړې، خو زیاته کړې یې ده، چې کش کې دانش خپرندویه ټولنې د کتاب پر بیا چاپولو خبر کړی وی، چې ده پکې څه سمون را وستلی وی.

دانش خپرندویه ټولنې په روان ۲۰۱۳ کال کې د غزانور غزا دوه نور کتابونه( خواړه خبرې کوي) او طلايي هار څلورم ټوک هم چاپ کړي دي.

خواړه خبرې کوي، ژباړه او زیاتونه ده چې د مختلفو خوړو، سبزیو او مېوو د ګټو په هکله مضامین پکې راغلي دي، د دې ټولګې ځینې مطالب په تاند کې هم په ۲۰۱۰ کال کې پرلیکه شوي دي.

په طلايي هار څلورم ټوک کې تر ډېره هغه مطالب دي چې لیکوال به د خدمتګار ورځپاڼې( نړۍ په خدمتګار کې) ځانګړې پاڼې ته هره یکشنبه له اردو او انګریزي وېبپاڼو ژباړل.

دا او د لیکوال نور کتابونه په جلال اباد ښار کې درمسال ته مخامخ د سلطانزی پلازې په ړومبی پوړ کې د دانش خپرندویه ټولنې له دفتر ترلاسه کولی شئ.

3 thoughts on “کوډګره ناوې بیا چاپ شوه”
  1. دا غزانور دی لکه مولانور که غز انور دی لکه محمد انور؟ تاسو باور وکړئ چې زه ورته اریان یم. تېر کال مې هم په دې باره کې یوه پوښتنه کړې وه خو فکر کوم چې په تاند باندې بده لګېدلې وه نه یې خپره کړې وه او نه یې ځواب راکړی وه. د ننګرهار په شینوارو کې د یوه چې تېر ځل د ولسي جرګې انتخاباتو ته ولاړ وه نوم حاجی چوره ګل شینواری 🙂 وه. د نورو یې کوټی، روسی حاجی، حکومت، پاکستان، کولنډی، چرګوړی حاجی.

  2. ګنډېری صیب سلامونه!
    زما نوم له غزا او نور جوړ دی، څوک چې لږ لیک لوست هم لري، نو غزا نور یې وايي،
    بل دا چې د چا په نوم پسې مه ګرځه کړه وړه یې ګوره، ممکن د یو چا نوم ډېر ښه وي، خو عمل به یې بد وي، لا یې نوم خراب خو عمل یې ښه وي، ستا نوم ګنډېری دی، له ګنډېری اخیستل شوی دی، چې زهرو ته وايي، خو عمل دې ممکن ګبین یا شهد وي،
    په درنښت

  3. کوډګره ناوی ډیرښه کتاب دی زما هم خووښیږي ځکه چی ډیری ښایسته لنډی کیسی پکی دي که چانه وي لیدلی نوودی ګوري هرومرو به یی خوښ شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *