ځينې خاورې او ځينې سيمې هم اعجاز کوي. په تاريخ کې له ځانه او د خپل زوزاد له وجوده داسې څه پريږدي چې که د وروستيو نسلونو ورته فکر شي نو حيرانيږي، خو له ژورو اثراتو انکار نه شي کيداى.
هسى خبره د اوسنې پښتون تحفظ مومنټ په باب ده. دا له وزيرستان نه را پورته شو. وزيرستان، يا د وزيرو، مسيدو او دوړو د اوسيدو سيمه ده. موږ يې له زرگونو کلونو له مخه پيښو نه خبر نه يو. خو کله چې په هند کې د پښتنو حاکميت او اقتدار دمغلو په لاس ختم کړاى شو، نو دهغه ځاى د پښتنو په قومې لاشعور کې دا ستونزه پيدا شوه چې څنگه د خپل حيثيت اعاده وکړي. د همدې کار له پاره زمانې پير روښان بايزيد انصاري وزيږاوه. هغه د کاڼيگرام و، د وزيرستان. چې کله له پلار قاضي عبدالله سره راغي، نو يو دروني وسواس او انديښنې او نارامۍ هغه دمې جوړولو ته پري نه ښود. د خپل وخت دتقاضو مطابق يې سير وسلوک ته پناه يوړه . هغه ته دا الهام وشو چې دظلم اوبربريت په وړاندې جنډه پورته کړي. بايزيد او د عبدالاکبر خان اکبر په وينا دهغه سر فروشو او ليونيو پيروانو په مغلو سړه ځمکه سور تنور کړه. هغه ونيول شو کابل ته بندې يو ړل شو. محاکمه شو. د مغلو حاکم او قاضي خان غوښتل هغه تطميع کړي. هغه ته يې وويل: راځه له موږ سره شه! ته دې بې سواده او جاهل قوم ته څه لاره ښايي؟ ·
خو هغه ورته وايي: زه الله پاک دهمدې جاهل قوم لار ښووني ته پيدا کړى يم . زه بايد دوى ته سمه لاره وښايم . پير روښان او دهغه پيروان داوږدو کلونو له پاره دمغلو پر ضد مبارزه کوي دهغو دمبارزو اثر تر اوسه پورې شته .
په شلمه پيړۍ کې يو بل عارف اوصوفي پيدا شو هغه هم د وزيرستان له خاورې را پورته شو. فقير ميرزا عليخان يادوم . فقير ايپي دلومړي وار له پاره د پښتونستان اواز او نوم اوچت کړ . په گرويک کې يې لويه جلسه را وبلله اودپښتونستان دخود مختارۍ اواز يې پورته کړ.
پوهيږو چې فقير ايپى (ميزا عليخان ) يو صوفي و. په خانقاه کې ناست و. لنگر يې درلود. هره ورځ ورته له ليرې ځايه مريدان او پيروان را تلل. خو دهغه تصوف کوم پاسيف او بيکاره تصوف نه وو. کله چې هغه احساس کړه خانقاه يې وتړله دانگريزانو پر ضد يې غزا پيل کړه . کله چى غزا پاى ته ورسيده. او انگريزي مور نوى حرامي وزيږاوه، هغه هم بيرته خانقاه ته ولاړ. هند ازادي واخيسته. چرچيل چې هغه مهال په وزيرستان کې يو افسر اوژورناليست و. ډېرې یادونې د وزيرستان په باب لري .
خو يو ويشتمې پيړۍ نوى نسل را پورته کړ. دمنظور پشتين نسل، دداور اوعلي وزير نسل. دوى هم په رڼا ورځ دظالم او يهودي ډوله او چنگيزي ډوله پوځ کارروايي دخپلو خلکو په وړاندې وليدلي. نو را پاڅيدل . دپښتونخوا په ويدو اندامونو کې يې نوى ساه پوه کړه او دا وينه لا په جوش کې ده.
د خوشال بابا خبره ده .
ننگيالي چې يوار مخ کا په کوم لورې
بيا نو نه گوري کوهي دي که گړنگ