اوس چې د امریکایانو د وتلو او تړون مسئله د سیاسي سندرې سر ګرځېدلی، نو روسان، ایران او ورته نور همغاړي هېوادونه د نشه یي توکو د قاچاق د زیاتېدا له امله اندېښمن دي او په مکرر ډول پر امریکا او ناټو نیوکې کوي چې له راتلو سره سم یې له افغانستان څخه د نشه یي توکو کڅوړه جوړه کړه او ټولې نړۍ ته له افغانستان څخه د مخدراتو سیروم ورچالان دی او…
د طالبانو د یوه فرمان یادونه اړینه بولم، چې ملا عمر خپلو لښکرو ته امر وکړو چې د تریاکو مخنیوی وکړي او کله چې بمبارۍ پیل شوې او طالبان په تېښته وو، نو هم ملا صیب په مخابره کې یوه بیانیه ورکړه، چې پکې د تریاکو کروندګرو ته ګوتڅنډنه شوې وه. دغې ګوتڅنډنې د طالبانو تر سقوط کابو درې کاله وروسته هم اغېز درلود او ورو ورو له خلکو سره تمه پیدا شوه، چې نور نو ملاصیب او د هغه لښکرې نه شي راتلای، د امریکا او ناټو تر قیمومیت لاندې نوی حکومت جوړ شو او هاغو سیمو ته چې هلته طالبانو واک درلود، بریتانویان او امریکایان ورسېدل، نو تریاکو زور واخېست او دې کاروبار په سرکاري او دیپلوماتیکه کچه غزونې وکړې.
په څرګنده داسې وانمود شوې ده، چې ګواکې د تریاکو د کرکیلې سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې دي او طالبان د تریاکو له محصوله په ملیونونو ډالره ګټه اخلي او… اما حقیقت کې خبره پرعکس ده، ځکه کله چې طالبان وو تریاک نه وو او اوس چې امریکا راغلې نو تریاک شته خو طالب نشته… نو سړی نه پوهېږي چاته ګوته ونیسي… راډیو او تلویزون کې هره شپه د نشه یي توکو په اړه اندېښنې اورو، مګر عمل کې داسې کومه اراده نشته چې سړی ورڅخه د تریاکو مخنیوی وانګېري.
نو په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو داسې مهال په افغانستا ن کې د نشه یي توکو د کښت په اړه تکراري او سولیدلي په اصطلاح کاغذي اندېښنه څرګنده کړه چې، نور نو ددغه سازمان کوم داسې مهم غړی هېواد نه دی پاتې چې په ملګرو ملتونو کې غړیتوب هم ولري او د افغانستان د تریاکو په اړه دې، اندېښمن نه وي.
د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه پرته له استثنا له یوې مخې په دې پوهیږي چې د نشه یی توکو په مسئله کې کوم لوري ډېره لېوالتیا لري، خو د رسوا کولو او ورباندې د (نور بس دی) غږ کولو لپاره په خولو کې ژبې نه لري.
د یادو هېوادونو په لړ کې، روسانو په افغانستان کې د نشه یي توکو د ګراف په لوړېدا کې په مکرر ډول امریکا قاصره بللې، چې ګواکې ددغو توکو په مخنیوي کې اغېزمن رول نه لوبوي او امریکا پرعکس بیا داسې نغاره وهي، چې هغوی د تریاکو کروندګر ته ځکه څه نه وایي، هسې نه عام ولس را ونه پارېږي(!)
پوښتنه داده چې پرته له تریاکو کله په کومه مسئله عام ولس پارېدلی، نو امریکا یا ناټو یې کوم لحاظ کړی چې د تریاکو په مسئله کې یې د ملاحظې په توګه یادونه کوي؟ دا په حقیقت کې د امریکا خپله لېوالتیا ده. دلته یې داسې تور داب جوړ کړ، چې نه یې سر مالوم دی او نه بیخ او افغانستان یې د فساد په خورجین بدل کړو…
بل لورته ملګرو ملتونو، نه خو پخپله داسې کومه طرحه او تګلاره وړاندې کړه چې، له مخې یې کروندګر ددغه بوټي له کرلو لاس په سر شي او نه یې ددغو توکو پر نړیوالو سوداګرو داسې کوم فشار وارد کړ چې، په نړېوال بازار کې یې اړتیا او تقاضا را کمه کاندي. خو یوازې د یوې سروې پر بنسټ محض اندېښنې څرګندوي چې، کومه عملي طرحه او برنامه ورسره نه ده مله.
په راپورونو کې اورو، چې د تریاکو د کاروبار له لارې سخت دریځي د کال کم او زیات سل میلیونه ډالر تر لاسه کوي او په اصطلاح ددې عوایدو د دوام په موخه افغانستان کې جګړه روانه ده.
په حقیقت کې خو د کال سل میلیونه ډالر هغه پیسې دي چې د لویدیز، ایران، اروپا، مسکو او نورو هېوادونو څخه د تریاکو د صدور په موخه راځي، نو که په نړېوال بازار کې د تریاکو بیې لوړې نه شي او یا هم ددغه توکي تقاضا راکمه شي، نو بیا یې ښایي افغانان هم ونه کري.
که مسکو، ایران، پاکستان، هندوستان، اروپا او لویدیز خپل بندرونه په تریاکو پسې وپلټي نو شاید داسې لاسونه به پکې وویني چې هغوی هم ورته څک پاتې شي، ځکه ددې کاروبار تر سره کول د لویو لاسونو پرته ناشونی دی.
امریکایان خو وایي، د تریاکو کروندګرو ته ځکه څه نه وایي چې ولس راونه پارېږي(!) نو که دوی د ولس پارېدلو ته توجه کوي، آیا داسې خولې شته چې له همدغو ښاغلیو څخه وپوښتي چې: پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې تاسو مداخله نه کوﺉ، د تریاکو په مسئله کې تاسو مداخله نه کوﺉ، په پاکستان کې د توند روانو په روزنځایونو کې تاسو مداخله نه کوﺉ، د افغان دولت او طالبانو په جنګ کې تاسو مداخله نه کوﺉ، نو اخر تاسو دلته د کومو موخو لپاره تشریف راوړی؟ نړۍ ته خو مو همدا ویل چې، پر افغانستان برید ستاسو د سردردۍ د راکمولو لپاره تر سره شوی دی، مګر نړیوال خو اوس هم له هماغو مواردو څخه چې، امریکایان پکې مداخله نه کوي، په سر دردۍ اخته دي؟ او ددغه سردردیو په رامنځ ته کولو کې د هغه چا رول ډېر دی چې د یادو مواردو د مخنیوي توان او متره لري او مخنیوی یې نه کوي.
که چېرته یو باثباته افغانستان رامنځ ته شي او نړېوال یې د ثبات او امنیت کلک ملاتړ وکړي نو بیا خو ډېره ګرانه ده چې یادې ترهګر پکې واوړي راواوړي او یادې تریاک پکې وکرل شي. ځکه له دې دواړو څخه افغانان هم تر پوزو راغلي دي.
افغانان د نفوسو په لحاظ په لوړ ګراف کې واقع دي او د نفوسو په تناسب د کرنیزو زمکو شتون په ټېټ ګراف کې قرار لري، نو ځکه یې یوازې د غنمو او وربشو کښت ورته کومه ځانګړې ګټه نه کوي او تریاکو کرلو ته مخه کوي. دغه توازن پرته له دې چې، شاړې زمکې ابادې نه شي او د اوبه خور سیستم ورته جوړ نه شي، نشي پرځای کېدای او د توازن د ساتلو لپاره په افغانستان کې یو باثباته مستحکم حکومت ته اړتیا ده، چې نړېوالو په دغه برخه کې په تېرو لسو دولسو کلونو کې خورا سستي کړې ده. د همدغه څه پایلې نن ګټورې نه بریښي او نړېوال ور څخه په تنګ دي. دا حالت افغانانو ته هم د منلو وړ نه دی، بلکې سخت اعتراض ورباندې لري، ځکه په دې نوم سره یې پر تندې تور داغ لګېدلی دی.
موږ ملګرو ملتونو، لویدیزوالو، اروپایي ټولنې او نورې نړۍ ته د تریاکو او نورو نشه یي توکو د تولید د مخنیوی په موخه مشوره ورکو چې:
نړیوال دې یا خو د تریاکو په اړه نړېواله تقاضا را کمه کاندي، یادې افغانستان کې یو باثباته حکومت رامنځ ته کړي او ورڅخه دې رېښتونی ملاتړ وکړي، څو له نشه یي توکو سره د مبارزې وړتیا ولري، یا دې په خپلو بندرونو کې د تریاکو د لېږد رالېږد اساسي چاره وکړي او یادې افغانانو ته د بدیل معیشت منطقي او معقولې لارې چارې ولټوي چې، په رېښتینولۍ ولاړې وي نه د تېر په څېر خندونکې.
په داسې کولو سره به نړۍ له دې بلا څخه وژغورل شي کنه نو یوازې د ملګرو ملتونو په کاغذي ګزارشونو، د مسکو یا د بل کوم هېواد په فرمولیتیکو اندېښنو سره دا معامله له منځه نه ځي، بلکې همدا خړې اوبه به وي او همدا ړانده کبان.