د کوکنارو د کرکيلې په برخه کې د نړيوالو مرستو سره سره نه يوازې دا چې په تېرو کلونو کې د کوکنار کرکيله کمه شوه بلکې لا هم پسې ډېره شوه، خو سږ کال داسې راپورونه ورکړل شول چې د تېرو کلونو په پرتله د کوکنارو په کرکيله کې کمښت راغلی.

د کوکنارو د کرکيلې د کمښت يو عمده سبب سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو د ښه حاصل نه ورکولو له کبله د تریاکو د تولید اندازه ۴۸ سلنه رالویدلې ده. د کوکنارو په کرکيله کې له ۲۰۰۹ ميلادي کال را وروسته دا لومړی ځل دی چې کمښت راځي. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې يې اصلي علت د اوبو کموالی او لږ اورښت دی چې له همدې کبله يې ښه حاصل نه دی ورکړی.

په تېره يوه نيمه لسيزه کې د کوکنارو د کمښت له پاره د نړيوالې ټولنې له خوا په ميليونونو ډالر ولګېدل چې ډېری يې حيف او ميل شول، سره له دې هم افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد بلل کېږي. په افغانستان کې د طالبانو تر حاکميت لاندې سيمو کې تر ټولو ډېر کوکنار کرل کېږي، سره له دې چې د طالبانو په خپله پنځه کلنه دوره کې د کوکنارو کرکيله يوازې د دوی د مشر په يوه فرمان سره بنده کړې وه.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرايمو اداره په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله د تېرو کلونو په پرتله ۱۹ سلنه کمه بولي، دوی وايي چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې دلته په ۱۸۳ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو. خو بيا هم د يادې ادارې مشر اندري اويتسيان وايي چې هلمند کې اوس هم تر نورو کلونو ډېر کوکنار کرل شوي هغه زياتوي چې یوازې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کرل شوي کوکنار د تریاکو له پاره نړیواله اړتیا پوره کولای شي.

اويتسيان وايي: ((د افغانستان په نورو ډېرو سيمو کې سږ کال د اوبو د کمښت له کبله لږ تریاک کرل شوي دي، که اوبه ډېرې وای او د پخوا په څېر بارانونه ډېر وای نو د کوکنارو په کرکيله کې به هم کمښت نه و لیدل شوی.)) اندری اويتسيان زياتوي چې د دولت له لوري د کوکنارو د کروندو ويجاړول هم د کوکنارو د کښت په کمېدو کې رول لري.

خو کارپوهان بيا وايي چې د اوبو کمښت د کوکنارو د کرکيلې په کمښت کې رول نه لاره. د سولې په انستیتیوت کې د اقتصادي چارو کارپوه ويليم بايرد ويلي دي: ((د ترياکو د حاصلاتو د کموالي له کبله د کوکنارو کرکيله کمه شوې ده، بل کوم دليل نه لري، د کوکنارو د کښت په ضد هڅې په کې کوم رول نه لري.))

د وسله والو طالبانو لوی عاید د کوکنارو له کروندګرو د پيسې اخيستل دي، هغوی د کوکنارو په پيسو وسلې اخلي، همدا يې د عايد لويه سرچينه بلل کېږي او جګړه ګرمه پرې ساتي.

د قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه

له بلې خوا دولت هم هڅه کړي چې د قاچاق وړونکو په وړاندې يې جدي مبارزه وکړي، دوی په دې نژدې وختونو کې د ترياکو ۶۰۰ قاچاق وړونکي نيولی دي. د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي چارو اداره وايي چې په تېرو نهو مياشتو کې یې د تریاکو د قاچاق وړونکو په وړاندې سخته مبارزه کړې او ښې لاسته راوړنې لري. دوی د تېر کال په پرتله د قاچاق وړونکو په نيولو کې ۲۲ سلنه پرمختګ کړی. ياد تورن کسان د کشفي ارګانونو او پوليسو له خوا نيول شوي دي.

د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي چارو ادارې ویاند احمد خالد موحد وايي چې له نيول شوو کسانو څخه يې ۱۳۰ ميله وسله او سلګونه موټر هم نيولي دي: ((د مبارزې په ياده موده کې ۴نيم ټنه هيرويين، نژدې ۲۰ کیلو ګرامه مورفين، له ۲۰ ټنو ډېر تریاک، ۱۵۸ ټنه چرس، له ۱۳زره لېټره ډېر الکولي څښاک، ۳۴۶۷ لېټره تیزاب او ۱۳۶میله وسله نیول شوې ده.))

ياده اداره وايي چې په نيول شوو کسان کې ۳۷ کسه دولتي مامورين، ۱۴ مېرمنې او ۲ بهرنیان شامل دي چې ډېره برخه یې په ننګرهار، کندهار، کابل، هلمند، بدخشان او نیمروز ولايتونو کې نیول شوي دي.

موحد زیاتوي چې له دې جملې څخه يې ۴۰۵ جرمي دوسیې کتلې دي او ۵۹۰ تنه يې په بېلابېلو جزاوو محکوم کړي دي. د هغه په وينا په نيول شوو کسانو کې ښوونکي، د دولت مامورین او جنرالان هم شامل دي، نوموړي په دې اړه د چا نوم نه دی اخيستی.

همداراز د قاچاق وړونکو په وړاندې د مبارزې په اړه د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال بازمحمد احمدي هم ويلي چې د دوی ادارې هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په بهیر کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.

د احمدي د معلوماتو له مخې روان لمریز کال د وري له لومړۍ د تلې تر ۱۵مې پورې دوی د قاچاق وړونکو په وړاندې د عملياتو په ترڅ کې له ٤٥ ټنو ډېر نشه يي او کېمياوي توکي او الکولي مشروبات کشف او ١٧٠٠ قاچاق وړونکي یې نيولي دي. احمدي زیاتوي چې په نیول شويو قاچاق وړونکو کې ٢٥٢ تنه قاچاق وړونکي، ٦٥ منځني او پاتې واړه کاروباریان دي. د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال زياته کړه چې په دغه موده کې یې په پوډرو د نشه يي توکو د تولید ځینې مرکزونه هم په بشپړه توګه ويجاړ کړي دي.

له بلې خوا په ولسي جرګه کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د کميسيون غړی پيربخش ګرديوال څرګندوي چې دولت د قاچاق وړونکو په وړاندې په مبارزه کې کمزوری دی او نه دی توانېدلی چې د نشه يي توکو ستر قاچاق وړونکي ونيسي. هغه زياتوي:

((لوی قاچاق وړونکي له نيولو وروسته د دولتي چارواکو له لوري خوشې کېږي او بهرنیو هېوادونو ته د مېلو له پاره لاره ورته برابرېږي، دوی که نيولي هم وي يو څو واړه قاچاق وړونکي به يې نيولي وي، دوی د لويو قاچاق وړونکو په وړاندې څه نه دي کړي که يې نيولي هم وي بېرته يې د پيسو او يا هم اړيکو له مخې خوشې کړي دي.))

ګرديوال وايي چې د دوی له کميسيون سره اسناد او شواهد شته چې د لويو قاچاق وړونکو په ځای يې بې وزله هېوادوال په لارو او کوڅو کې نيولي او په بندي خانو کې پراته دي. ګرديوال وايي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد، کرکيله او قاچاق د بهرنيانو له خوا کېږي او بهرنيان خپله قاچاق وړونکو ته اسانتیاوې برابروي. د هغه په وينا باید چې له دې لوی مصیبت سره د سيمې هېوادونه او نړيوال کلکه مبارزه وکړي.

د دې نيوکو په وړاندې چې دولت د قاچاق وړونکو په نيولو او بندي کولو کې صادق نه دی د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي چارو اداره وايي، داسې شواهد نه لري چې د قاچاق وړونکو په نه نيولو او د قاچاق په لېږد کې دې دولت لاس ولري.

د معتادینو زیاتوالی

له نشه يي توکو سره د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونو یوه ګډه سروې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د قانون د تنفيذ او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې په مرسته ترسره شوې، ښيي چې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د ٢٠١٢ میلادي کال په پرتله له ۱،۶ مليونه څخه ٣مليونه تنو ته لوړ شوی دی چې د ټول نفوس ۱۱په سلو کې جوړوي.

په دې وروستيو کې يې په کابل کې د معتادينو راټولولو او درملنې له پاره لوی عمليات پيل شوي دي. په کابل کې د فنکس په نوم د ناټو لوی کمپ د ولسمشر د فرمان له مخې چې د کورنيو چارو وزارت ته يې وويل، دا کمپ به د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې او عامې روغتيا وزارتونو په واک کې ورکړي او د معتادينو په استوګنځي، درملنې او د حرفې زده کولو په مرکز به بدل شي چې تر دې وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په رهبرۍ د ناټو لویه اډه وه.

د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رييس وايي، په پام کې ده چې د کابل ټول معتادين د فنکس کمپ ته د درملنې او کسب زده کولو له پاره ټول کړل شي. هغه زياتوي چې تر اوسه يې په سلګونه معتادين دې کمپ ته ټول کړي دي چې د معتادينو په وړاندې يې تر ټولو لوی عملیات بولي. هغه زياتوي:

((په کابل کې به ټول په لارو او سرکونو پراته معتادين د فنکس کمپ ته ټولوو، هلته د دوی له پاره د درملنې ټول امکانات، د اوسېدو ځای او کسب ور ښودل کېږي.))

تر دې وړاندې هم په کابل کې د رواني ستونزو او معتادينو د روغتون رئيس تيمورشاه مصمم ويلي وو چې په مرکز او ولایتونو کې د دوی روغتونونو ته په نشه يي توکو د روږدو کسانو مراجعه ډېره شوې ده، مصمم زیاته کړې:

((د تېر يوه کال په موده کې، په روغتون کې د بستر شویو او نورو ناروغانو شمېره ۷۲۸ تنو ته ورسېده چې له دې ډلې اته مېرمنې او ۱۰۶۰ تنه نارينه وو.))

مصمم زياتوي چې د دوی پنځو نورو کلينيکونو ته ۶۲۲ تنو مراجعه کړې چې اووه يې مېرمنې دي او همداراز د سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په دې روغتون کې ۳۷۳ تنه تداوي شوي چې درې يې مېرمنې وې. نوموړی په اندېښنې سره وايي چې سږ کال تر نورو کلونو د ناروغانو مراجعه ډېره ده: ((د معتادينو د څانګې بسترونه مو ډېر کړي، اوس ۴۰ بستره لرو چې دا د معتادينو له پاره يو زېری دی.))

One thought on “کوکنار کم شول خو معتادين ډېر/ حبیب وقار”
  1. اورو چه په زندانونو کی پولیس زندانیانو باندی مخدره مواد خرڅوی او دا کار وبار په لویو لاسونو ترسره کیږی که په کابل کی کومه اداره دمخنیوی لپاره وی نو بیا ولی په تیرو ۱۴ کالو کی ګراف یی صعودی روان دی او د ارګ او وزارتونو شاوخوا ته معتادین پراته وی موږ نه پوهیږو چه وزارت یی مخنیوی کوی یا یی تکثیروی؟ او دا کار د داخلی او بهرنی مفسدینو ګډ کار دی دکور غله (قهار خدای دی تباه کړی ملت یی تباه کړ)ورسره دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *