له دغي بلا وهلي مي ډېر بد کېږي ، که څه هم له رنګو ډکه ده ، حسينه ده ، مسته ده ، لېونۍ ده ، ماغزه يې غوړ دي ، ښکلي يې مشوکه ده ، سرې يې سترګي دي او جګه جګه غورځي ، خو نه مي ده خوښه ، د روح بدي مي ورسره ده ، دسترګو خار ده او بد مي ځني راځي بد .

حېران يم ، اوس خواره خستکه بلبله ده ، مرغۍ ، سپېر کنډه ، تاړۍ ، که څه بلا ، هاي هاي ، څه وکړم ماغزه مي هيڅ کار نه کوي ، کنۍ يو نوم به مي ورکړي واي کبرجني ته . عجبه ده بلکه که هر چا وليده ،ګوته په غاښ به سي .

نه به يې ومنۍ ، بلکه د منلو خبره هم نه ده . د انسانانو ژبه واي او ډېري د پوهني خبري کوي . ګوره د نر لور ، پېرانچکه . په والله حېرانۍ ورته اخيستي يم ، توبه توبه . يا ربه څه څه به لا راباندي ووينې . يو ځل بيا غوږونه ونيسم .

کمال دي ، زده کړي يې له کومه ده دغه ژبه يا استاد يې څوک دي ، کيدي سي ، يوه شاه زادۍ وي او چا جادو په کړي وي ، خو خبر نه يم چي له بلاګۍ سره څه اسرار دي ، عقل مي چپه دي او په دغو خبرو نه رسي . بس بس ايله کوي يې دغي خبري ، بالکل بې ځايه دي ، بس که هر څه ده ، خو يوه ناولده اشيا ده ، اي خوند دي ورک سه ، جادوګري ، کوډګري ، ستا په وير دي زه کښېنم .

دا دي وراره بوره سي ، زه ورته ژړل غواړم ، خو دا زما په ليدو چيغه کړي او واولوزي .

ولي اخير ولي ، هلته خو مي انا داسي لګيا يې لکه د نړۍ ټول عقل چي بس له تا سره وي او دلته پر ….. . يو دم الوت ، ذليلي ، بدمعاشي ، پاي لوچي .

حالانکه زه په ډېره مينه له خپلي خوني ور ووزم او ورته مسکېږم . مېده مېده ورځم او په دربي هم نه ، خو بس پر يې سي .

اي مرداره سې ، ورکه سې ، بل وار دي ديد مه راسره وسه ، ولي به مي درته ويل .

زما په خيال له ما يې بد کېږي ، نو مرګياله سې چي دغسي بد يم ، ولي هره ورځ زما کره راځې او د سرو چنبېليو په درخته کښي ناسته له ځانه سره ګايږې ، بوڼېږې او هغه هم يکړه ، زما په خيال هوښياره لېونۍ ده ، کنۍ يکړه او بيا له ځان سره دومره ډېري خبري ، دا خو د هغه چا کار نه وي چي پر سد وي ، وايم که انسان وي ، که حيوان ، پر سد کله هم داسي نه کوي .

يو خو دي زما بې کاره ماغزه هم اور واخلي ،ټکه دي يې ووهي ، کنۍ زه خو هم پخوا داسي لېونتوب ته نږدې نه وم او نه به مي د کونډي ښځي غوندي ښېرې کولې . سر نه سم توروي کنۍ دا چم به هم راڅخه کېدي ، بس اوس مي له خپلي بې وسۍ او ستړيا دا د زنانو بد خوي خپل کړي دي ، سپېره خله مي ايله وي او مرګ مي دي پړده سي چي د نارينوو په شان لا نه سوم پاته .

بس ټوله ورځ په دي يکړ کور کښي زه او دا يو . دوه په دوه او سحار سي ، ماښام سي .

څه وکړم ، دغه مي ژوند سو ، د بدبختۍ ژوند ، د ماتم ژوند ، د کمزورۍ ژوند. نسته توپک کنۍ په ځان خو مي ټک کوۍ . دغه ژوند دي ټکه ووهي چي زه يې تېروم ، ګرسره دي يې اور واخلي اور چي لمبې يې څوک وژلي نه سي .

عجبه ده ، يوه ورځ مي ماغزه کار وکړي او په خپله خونه کښي بند په زوره زوره په ژړا سم ، دا څه ، دغسي يې د وزرو ازانګه سي ، پر سي ، په کيړکۍ کښي راته کښېني او په خپلو ښايستو سترګو راته وګوري .

اې نيکه ولي ژاړې ؟ تر ږغ يې قربان سم ، په خپل خواږه ږغ کښي پوښتنه را څخه وکړي .

ښکلي بلبلي يا مرغۍ ، ماغزه مي چپه دي ، مات مات ، ټوکر توګر يم ،نه يم خبر چي څه درته ووايم او په څه توګه يې درته ووايم ، ولي چي په کلي بلا را ګډه سوي ده ، بده بلا ، ناولده ، يقين وکړه چي تر دې دمخه مو په دغه غرين ، ورين او زرغون کلي کښي نه ده ليدلي . هره ورځ موږ خوري ، په بل مخ مو خوري ، خاص لکه د مودو مودو چي وژي وي ، اروا يې نه مړېږي او کلي ورځ په ورځ ورانېږي ، نور نه خو درختي لا په پسرلي کښي ژړي وي ، بادام لا ګلان نه کوي ، دا يم ، زه هم له دغه ډاره په خپل کور کښي بند بند يم لکه د بند بندي ، بلکه اوس خو زياتي له لوږي او تندي مرم ، ته له عقله پيمانه يې ، بلا دي واخلم ،عقل دانا يې ، ته يې راوښيه ، څه وکړم ، نه يوازي زه ، بلکه کلي ، هو هو ټول کلي او د هغه بد بخته وګړي ؟

هغه وخاندي ، مسته په خونه کښي شاوخوا پرله وګرځي لکه زما په بې وسۍ چي ملنډي وهي ، خار راکوي او بيرته له روشندانه دباندي وني ته والوزي .

زه هم لکه ليوني دغسي پسي منډي کړم چي کوکو جادوګري تا پوه نه کړم ، زما ښايستو ، زما پرو ، زما مورکۍ ، خورکۍ ، حسيني ، ملايکي ، بلا دي زما سه ، زما پستې او دا ډول د ماشوم غوندي بړنګ په ژړا سم او هغه هم داسي په زوره زوره چي زړونه ويلوي.

خواره خستکه بيرته وخاندي ، د وني په شاخ پر له ورخصي لکه زما فرياد چي بې ځايه او فضول بولي او سم دستي له دې وينا سره واولوزي او ورکه سي .

بد بختانو اول د خپل دننه بلاوي مړې کړي ، بيا له بله ګيله کوي ، ګيله منو .

پاي

جولاي 2016

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *