لکه ستومانه نهیلی لاروی په وچه دښته کې یې په ډبرین بالښت د تروږمېو تر سیوري لاندې د سبا لمرینې چینې ته د رسېدو په تمه د ژوند پر لویه وچه دمه نیولې وي، لا تر دې دمه ناخبره دی چې د ده د ژوند پر تیارو به د روڼ سهار وړانګې کله را خپرېږي؟

هو، هغه ویده دی، هغه نارې نه اوري، له مودو مودو راهیسې په اوږده خوب کې داسې ډوب تللی چې ژوند یې هم له یاده وتلی دی، هغه داسې انګېري چې د مبارزې لاره په ګلونو فرش ده، ستوماني او کړاوونه نه لري.

نه، هیڅکله نه! دا لاره بستر نه غواړي، د بې‌خوبیو، ستومانیو او کړاوونو اغزنه لاره ده، د یاغي سمندر د څپو په غرونو او غونډیو کې مقابله ده، د وحشي بادونو په څپو او سرو شګو کې د ښويېدو او جګېدو لاره ده.

زما نهیلي ځوانان د ژوند د تیارو په ژور سمندر کې ورځ تر بلې ډوبېږي، په هره ټولنه کې نه تمېدونکې شتمني او ځواک له ځوانانو را پیلېږي، خو لکه چې زما د هېواد په زلمو کې دا احساس مړاوی شوی دی.

ځیني یې له پوهې او نور یې لا له ژونده نهیلي دي، یو نیم بیا لکه مالیخولیا په لاره ځي، له ځانه سره وايي چې نور مو وران وطن د جوړېدو نه دی…

همدا شېبې مې تاند احساسات داسې سره ونغاړي لکه بړبوکۍ چې خاوره او خځلې په خپله لمنه کې را ونغاړي او له ځانه سره یې لېرې یوسي. په هر ځای کې مې چې پرېږدي بیا لکه باډسارې د خپلې ورکې په لټه کې شم او له ځانه سره وایم چې نه نه داسې هیڅکله نه!

زما نوی پښت هیڅکله نه وایي چې هېواد مې ځپل شوی دی، هېواد به نه رغېږي ، زموږ دعاوې به نه قبلېږي، هر څه به کېږي، خو ای تانده او تپانده پښته! هېواد مې تا او ستا همت ته سترګې پر لاره دی، یوازې د لمر چینو ته د رسېدو لاره د ذهن کتاب، د فکر سبق او په لاس کې قلم دی چې ته ورسره نااشنا يې، تا ته به کله ملایکې له اسمانه راځي او ستا له‌پاره به دا نړۍ جنت جوړوي او یا به پرديو ته د نهیلي سترګې غړوې چې ستا وطن در جوړ کړي؟

 ای د وطن زلمیانو او زلمکيو! د ژوند په ناپایه سمندر کې په مخه ولاړ شئ، د یاغي سمندر له څپو مه وېرېږئ او خپل اواز پورته کړئ، ټولو نړیوالوته ووایاست! موږ امن غواړو، د سولې او سوکالۍ تږي یوو. پاڅېږه، نوره دې د ژوند راتلوونکې پخپله ولیکه، پردی څوک تر منزله نه رسوي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *