تاند- د کویت د جهره د سیمې پولیسو یو افغان او دوه پاکستانیان له موټرو څخه د ټایرونو او پرزو په غلا ونیول.

عرب ټایمز ویبپاڼې د کویت د الشهید ورځپاڼې په قول وویل چې نیول شویو کسانو به د سړک په غاړه خراب شوي موټرونه په نښه کول او بیا به یې له هغو څخه ټایرونه او نورې پرزې کښلې.

پولیسو وروسته له دې دا درې تنه ونیول چې ګڼو کسانو ورته له خپلو موټرونو څخه د غلا په اړه شکایتونه وکړل.

پولیسو د خلکو د شکایتونو له ترلاسه کېدو وروسته د سړکونو په غاړو څارونکې کامرې زیاتې کړې او په نتیجه کې یې غله وپېژندل شول.

په همدې حال کې پولیس د یوه بل غله د موندلو په لټه کې دي چې د تیمې په سیمه کې یې د یوه کویتي له موټره دوولس سوه کویتي دیناره غلا کړي دي.

One thought on “کویتي پولیسو ۱ افغان او ۲ پاکستانیان په غلا ونیول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *