تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د چلینج کپ لپاره د تیاریو په لړ کې نن /چهارشنبه/ په کویت کې د دغه هیواد له ملي ټیم سره دوستانه مسابقه وکړه.
دا مسابقه د کویت ملي ټیم درې پر دوه وګټله خو د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی محمد یوسف کارګر وايي چې کویت دوه ګولونه د پینالټي په شوډونو ووهل چې د ده په باور یوه یې پنالټي نه وه.
کارګر وویل، افغان لوبغاړو سره له دې چې په لسو کسانو لوبه کوله، ښه مسابقه وکړه.
افغان ټیم کویت ته دوې پینالټیانې ورکړې چې یوه یې د افغان لوبغاړو په باور پینالټي نه وه.
ښاغلي کارګر وویل چې په پرونۍ مسابقه کې د افغانستان د ملي ټیم څلورو مهم لوبغاړو برخه نه لرله خو ټاکل شوې ده چې راتلونکې سې شنبه به دا لوبغاړي د چلینج کپ په سیالیو کې د افغانستان د ټیم په ترکیب کې شامل وي.
د افغانستان ټیم د چلینج کپ د سیالیو په بي ګروپ کې له فلیپین، ترکمنستان او لاسو سره یوځای دی. لومړۍ مسابقه به یې له فلیپین سره وي چې نسبتاً غښتلی ټیم دی. ترکمنستان هم د بي ګروپ تکړه او د کپ دعوه دار ټیم بلل کېږي خو لاوس تر ټولو کمزوری ټیم دی.
د افغانستان ټیم تر دې مخکې د چلینج کپ د سیالیو لپاره په تمریني او دوستانه لوبو کې له قرغیزستان، او تاجکستان سره مخامخ شوی دی.
لومړی مسابقه یې په دوبۍ کې له قرغیزستان سره مساوي کړه خو په دوهمه کې یې دا هیواد یو پر صفر مات کړ.
خو پر تاجکستان یې یو پر صفر وبایلله.